د فیس د معافیت د غوښتنې په هکله اضافي معلومات
د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدماتو دفتر (USCIS) تر ډېره حده د غوښتنلیکونو او عرایضو د فیسونو له لارې تمویلیږي. دې ته په پام سره چې ځینې غوښتونکي نشي کولای د غوښتنلیک فیس تادیه کړي، USCIS د ځينو ځانګړو فورمو او ګټو د ډولونو لپاره د فیس د معافیت پروسه رامنځته کړه. مونږ به یوازې په هغه صورت کې ستاسې لپاره د فیس معافیت تائید کړو چې تاسې په ښکاره ډول څرګنده کړئ چې نشئ کولای د غوښتنلیک فیس تادیه کړئ. USCIS له پرېکړې نیولو څخه دمخه د فیس د معافیت د هرې غوښتنې وړتیا او وړتوب په دقت سره په نظر کې نیسي.
که چېرې تاسې د فیس د معافیت غوښتنه کوئ، تاسې کومه عریضه یا غوښتنه په انلاین ډول نشئ لېږلای. تاسې باید د فیس د معافیت د غوښتنلیک او د هغې فورمې کاغذي نسخه تسلیم کړئ چې تاسې یې د فیس د معافیت غوښتنه کوئ.
که چېرې تاسې پر لاندې شرایطو باندې برابر یاست، تاسې کولای شئ د فیس د معافیت غوښتنه وکړئ:
- هغه فورمه چې تاسې یې ډکوئ له فیس څخه د معافیت پر شرایطو باندې برابره ده (په I-912 فورمه کې موجود لېست، له فیس څخه د معافیت غوښتنې وېب پاڼه یا هم په 8 CFR 103.7(c)(3) کې موجود مقررات ولولئ)
او
- تاسې داسې اسناد وړاندې کړئ چې ښايي تاسې له لاندې معیارونو څخه د یو له مخې پر شرایطو باندې برابر یاست:
- تاسو، ستاسو مېړه/مېرمن یا د کورنۍ مشر چې له تاسې سره اوسیږي، اوس مهال د هغوي د عاید په اساس مرسته (means-tested) ترلاسه کوي.
- ستاسې د غوښتنې پر مهال ستاسې د کورنۍ عاید د بې وزلۍ د فدرالي لارښوونو له مخې لږ تر لږ ۱۵۰ سلنه یا ورڅخه کم دی. د دې کال لپاره د بې وزلۍ فدرالي لارښوونې په I-912P فورمه، د فیس د معافیت غوښتنو لپاره د روغتیايي او بشري خدماتو (HHS) د بې وزلۍ لارښوونو کې وګورئ.
- تاسې اوسمهال د غیر متوقعه طبي بیلونو یا بیړنيو حالتونو په شمول یوه مالي ستونزه تجربه کوئ چې نه پرېـــږدي تاسې د غوښتنلیک فیس تادیه کړئ.
- د I-912 فورمې، د فیس د معافیت غوښتنلیک تر ټولو وروستۍ بڼه بشپړه کړئ. مونږ به د فورمې پر ځای یو داسې لیک هم ومنو چې ټول اړین معلومات پکې وړاندې شوي وي او ستاسې د فیس د معافیت غوښتنه کوي، همدارنګه د ټولو هغو افرادو لخوا لاسلیک شوی وي چې د فیس د معافیت غوښتنه کوي او ټول اړین ملاتړي شواهد پکې شامل وي.
- - دا مهمه ده چې تاسو ټول هغه معلومات وړاندې کړئ چې د وړتیا د هر هغه اساس په هکله غوښتل شوي چې تاسو په I-912 فورمه کې غوره کړی دی. که چېرې تاسو د خپلې غوښتنې د ملاتړ لپاره کافي معلومات او اسناد چمتو نکړئ، ستاسو د غوښتنې په پروسس کې به د پام وړ ځنډ رامنځته شي. مهرباني وکړئ د فورمې لارښوونې په غور سره ولولئ ترڅو له عامو غلطیو څخه مخنیوی وکړئ.
- - تاسې د I-912 فورمې په لومړۍ برخه، ستاسې د غوښتنې اساس، کې له یو څخه ډېر انتخابونه غوره کولای شئ. حد اقل یو اساس/انتخاب غوره کړئ چې تاسو یې په شرایطو باندې برابر یاست او اړوندې برخې د فورمې د لارښوونو په نظر کې نیولو سره بشپړې کړئ او د هر هغه اساس لپاره ملاتړي اسناد چمتو کړئ چې تاسو یې غوره کوئ. تاسې اړتیا لرئ چې یوازې د یو اساس په شرایطو باندې برابر شئ او اړوند اسناد یې چمتو کړئ ترڅو USCIS ستاسې فیس معاف کړي. ستاسې د علاقې په صورت کې، تاسو کولای شئ له یو څخه زیات انتخابونه غوره کړئ؛ مګر تاسې باید د هر هغه اساس لپاره ملاتړي اسناد چمتو کړئ چې تاسو غواړئ په پام کې ونیول شي. تاسو اړ نه یاست چې له یو څخه زیات انتخابونه غوره کړئ یا هم د فورمې ټولې برخې بشپړې کړئ.
- - تاسو باید د ټولو هغو اسنادو په انګليسي ژبه ژباړل شوې نسخې شاملې کړئ چې معلومات یې په یوه بهرنۍ ژبه کې ورکړل شوي وي. ژباړن باید یو سند لاسلیک کړي او څرګنده کړي د انګلیسي ژبې ژباړه بشپړه او سمه ده، او دا چې نوموړی له بهرنیو ژبو څخه انګلیسي ته د ژباړې وړتیا لري. USCIS دا نه مشخصوي چې څوک کولای شي ژباړه ترسره کړي او همدارنګه د اسنادو مسلکي ژباړې ته اړتیا نلري.
- خپله د فیس د معافیت غوښتنه لاسلیک کړئ. هر هغه شخص چې د فیس د معافیت غوښتنه کوي باید د فیس د معافیت غوښتنلیک لاسلیک کړي. که چېرې تاسو له ۱۴ کالو څخه کم عمر لرئ، ستاسې والدین (مور او پلار) یا هم قانوني سرپرست ممکن ستاسو لپاره غوښتنه لاسلیک کړي. قانوني سرپرست کولای شي د یو داسې شخص غوښتنه لاسلیک کړي چې فزیکي معلولیت یا هم رواني نیمګړتیا ولري.
- د فیس د معافیت غوښتنه له عریضې یا هم هغه غوښتنلیک سره یوځای ولېږئ چې تاسې یې د فیس د معافیت غوښتنه کوئ. پخپله د فیس د معافیت غوښتنه مه لېږئ.
- د عاید په اساس مرسته (means-tested) یو عامه امتیاز دی چې پکې هغه اداره چې یاده مرسته چمتو کوي ستاسې عاید او سرچینې په نظر کې نیسي.
- د عاید په اساس مرسته (means-tested) کېدا شي په فدرالي، آیالتي یا هم محلي ډول تمویل شي. په عمومي توګه، که چېرې تاسې یوه مرسته ترلاسه کړئ چې ستاسې د عاید له مخې درکړل شوې وه، مونږ هغه د عاید په اساس مرستې په توګه په نظر کې نیسو.
- لاندې جدول کې ځينې بېلګې ورکړل شوي دي چې USCIS یې د فیس د معافیت غوښتونکو پر شرایطو باندې برابروالي لپاره د عاید په اساس مرستې په توګه په نظر کې نیسي.
د عاید په اساس مرستې پروګرامونه | د عاید په اساس مرستې څخه پرته نور پروګرامونه |
---|---|
په بېلګو کې لاندې موارد شامل دي:
|
په بېلګو کې لاندې موارد شامل دي:
|
- که چېرې تاسې د عاید په اساس داسې ګټه ترلاسه کوئ چې ستاسې له سیمې څخه بهر په سمه توګه نه پېژندل کیږي، مهرباني وکړئ د امکان تر حده هر څومره چې کولای شئ د ګټې په هکله لا ډېر معلومات وړاندې کړئ. په دې کې ممکن بروشر، د اړیکو معلومات، یا د هغې ادارې د ویب پاڼې پته شامله وي چې تاسې ته مرسته چمتو کوي.
- تاسې باید شواهد وړاندې کړئ چې تاسې اوس مهال د عاید په اساس مرسته (means-tested) ترلاسه کوئ. کمپیوټري چاپ شوې نسخې تر هغه وخته د منلو وړ دي چې ټول اړین معلومات پکې شامل وي. دا شواهد باید د یو لیک، خبرتیا یا هم بل رسمي سند په بڼه وي چې د لاندې مواردو په شمول ټول اړین معلومات پکې وړاندې شوي وي:
- ستاسې نوم،
- د هغې ادارې نوم چې تاسې ته عامه مرستې چمتو کوي،
- د مرستې ډول، او
- داسې شواهد چې ښکاره کوي تاسې اوسمهال یاده مرسته ترلاسه کوئ (د بېلګې په توګه، د شتون په صورت کې د مرستې د ترلاسه کولو نېټه، د مرستې د ختمېدلو نېټه او د بيا نوي کېدلو نېټه).
- که چېرې پورته ذکر شوي ټول څلور موارد پکې شامل نه وي، یوازې د مرستې کارت د عاید په اساس مرستې د شواهدو په توګه نه منل کیږي.
- که چېرې تاسې د یو ماشوم په استازیتوب غوښتنه کوئ، د عاید په اساس مرستې اړوند معلومات او اسناد وړاندې کړئ چې ماشوم یې ترلاسه کوي.
څوک کولای شي ستاسې د عاید په اساس مرستې څخه کار واخلي ترڅو پر شرایطو باندې برابر شي؟
- ستاسې مېړه/ښځه هم کولای شي ستاسې د عاید په اساس مرستې څخه ګټه واخلي ترڅو له فیس څخه د معافیت پر شرایطو باندې برابر شي مګر په دې شرط که چېرې تاسې له خپل مېړه/ښځې سره یو ځای ژوند کوئ او په قانوني ډول له یو بل څخه جلا شوي نه یاست.
- که چېرې تاسې له ۲۱ کالو څخه کم عمره اولاد لرئ، هغه هم کولای شي ستاسې د عاید په اساس مرستې څخه ګټه واخلي ترڅو له فیس څخه د معافیت پر شرایطو باندې برابر شي. هغه شخص چې د ماشوم لپاره غوښتنه کوي باید د والدینو (مور او پلار) او اولاد ترمنځ د اړیکې شواهد وړاندې کړي، د بېلګې په توګه د هغه د زېــږون د سند فوټوکاپي.
څوک کولای شي ستاسې د اولاد د عاید په اساس مرستې اسنادو څخه ګټه واخلي ترڅو پر شرایطو باندې برابر شي
- USCIS هیڅکله والدینو ته اجازه نه ورکوي چې د هغوي د اولاد د عاید په اساس مرستې اسنادو څخه ګټه واخلي ترڅو د فیس د معافیت لپاره پر شرایطو باندې برابر شي. مګر په ورته وخت کې، د فیس د معافیت په هکله د ټولو قضاوتونو په څېر، USCIS په ټولو ترلاسه شویو معلوماتو او اسنادو باندې بیاکتنه کوي ترڅو معلومه کړي چې آیا غوښتونکی د وړتیا پر کوم معیار باندې برابر دی او که نه. له همدې امله، هغه وخت چې موږ به ستاسو د وړتیا ټاکلو په وخت کې ستاسو د اولاد د عاید په اساس مرستې په نظر کې ونیسو، مونږ به د I-912 فورمې په لومړۍ برخې، د غوښتنې اساس، کې تر لومړي انتخاب لاندې ستاسې غوښتنلیک تائید نکړو چې یوازې ستاسې د اولاد د عاید په اساس مرستې لپاره ځانګړی شوی دی.
- د یو ماشوم د عاید په اساس مرستې اسناد د هیڅ چا له لورې د I-912 فورمې په پنځمه برخه، د عاید په اساس مرستې، کې پر شرایطو باندې د برابروالي لپاره د اساس په توګه نشي کارېدلای. مګر که چېرې د یو ماشوم د عاید په اساس د مرستې اسناد یا هم د مرستې چمتو کوونکې ادارې د تائید لیک څرګندوي چې د هغې کورنۍ ټول عاید چې یاد ماشوم یې غړی دی، د کورنۍ نور غړي یې کولای شي له اسنادو څخه تر "پنځمې برخې. د کورنۍ عاید د بېوزلۍ د فدرالي لارښوونو له مخې لږ تر لږ ۱۵۰ سلنه یا ورڅخه کم دی" یا "شپږمې برخې. مالي ستونزو" لاندې د فیس د معافیت لپاره پر شرایطو باندې برابروالي لپاره وکاروي.
که چېرې تاسې داسې (له ۲۱ کالو څخه کم عمره) ماشومان لرئ چې د عاید په اساس مرسته (means-tested) ترلاسه کوي او غواړئ چې یو ځای غوښتنه وکړئ
- که جېرې څو ماشومان (ورونه او خویندې) په ورته وخت کې غوښتنه کوي، باید هر ماشوم وښايي چې په انفرادي توګه د عاید په اساس مرسته (means-tested) ترلاسه کوي یا هم له خپلو والدینو یا هم سرپرستانو سره په یو کور کې ژوند کوي چې د عاید په اساس مرسته (means-tested) ترلاسه کوي.
که چېرې تاسې یو بالغ معلول اولاد لرئ (چې عمرې یې ۲۱ کاله یا ورڅخه زیات وي)
- که څه هم USCIS د ډېر عمر لرونکو اولادونو لپاره د والدینو د عاید په اساس د مرستې اسناد نه مني، یو د ډېر عمر لرونکی اولاد یا حقوقي فرزند چې جسمي معیوب وي، رشد نشي کولای یا هم ذهني معلولیت لري (او هغه څوک چې واده شوی نه وي او نشي کولای د خپل ځان ساتنه وکړي، یا خپله کورنۍ جوړه کړي، ساتنه یې وکړي یا هم بیا ځلې کورنۍ جوړه کړي) کولای شي د عاید پر اساس د خپلې مرستې د اسنادو له مخې پر شرایطو باندې برابر شي.
- د ډېر عمر لرونکی اولاد کولای شي د عاید پر اساس مرستې لپاره یو ګمارل شوی استازی ولري. سربېره پردې، مور او پلار یاهم قانوني سرپرست کولای شي د مالي ستونزو په برخه کې د سرپرستۍ او معلولیت په هکله معلومات وړاندې کړي.
که چېرې تاسو یو اولاد لرئ (۲۱ کلن یا ډیر عمر لرونکی) چې کالج ته ځي او ستاسو په کورنۍ باندې تکیه کوي (مالی مرسته اخلي)
- کالج ته تلونکی زده کوونکی (۲۱ کلن یا ډیر عمر لرونکی) نشي کولای د خپلو والدینو د عاید پر اساس مرستې له اسنادو څخه ګټه واخلي. مګر د کالج زده کوونکي په خپلواکه توګه کولای شي د مالي ستونزو او د بې وزلۍ د فدرالي لارښوونو له مخې لږ تر لږ ۱۵۰ سلنه یا ورڅخه د کم کورنۍ عاید په اساس له فیس څخه د معافیت لپاره په شرایطو باندې برابر شي.
- د والدینو (مور او پلار)د عاید پر اساس مرستې په هکله هر ډول معلومات کېدلای شي د I-912. فورمې د مالي ستونزو او د بې وزلۍ د فدرالي لارښوونو له مخې لږ تر لږ ۱۵۰ سلنه یا ورڅخه د کم کورني عاید په برخو کې شامل شي.
څرنګه کولای شئ وښایاست چې تاسې اوسمهال د عاید پر اساس مرستې ترلاسه کوئ
تاسې باید ټول اړین شواهد وړاندې کړې چې ښايي تاسې اوس مهال د عاید پر اساس مرستې ترلاسه کوئ. که چېرې ټول اړین معلومات پکې شامل وي، کمپیوټري چاپ شوې نسخې د منلو وړ دي. دا شواهد باید د یو لیک، خبرتیا یا هم بل رسمي سند په بڼه وي چې د لاندې مواردو په شمول ټول اړین معلومات پکې وړاندې شوي وي:
- ستاسې نوم (یا د هغه شخص نوم چې مرسته ترلاسه کوي)،
- د هغې ادارې نوم چې تاسې ته عامه مرستې چمتو کوي،
- د مرستې ډول، او
- داسې شواهد چې ښکاره کوي تاسې اوس مهال یاده مرسته ترلاسه کوئ (د بېلګې په توګه، د شتون په صورت کې د مرستې د ترلاسه کولو نېټه، د مرستې د ختمېدلو نېټه او د بيا نوي کېدلو نېټه).
که چېرې ستاسې اسناد د عاید پر اساس هغې مرستې د ختمېدلو نېټه ونه ښايي چې تاسې اوسمهال ترلاسه کوئ
- که چېرې ستاسې اسناد د مرستې د ختمېدلو نېټه ونلري، USCIS به پر لیک لیکل شوې نېټې یاهم د صدور په نېټې باندې بیا کتنه وکړي ترڅو تضمین کړي چې هغه ستاسې د I-912 فورمې د تسلیمولو له نېټې څخه د ۱۲ میاشتو په موده کې قرار لري.
- هغه اسناد چې تاسې یې وړاندې کوئ باید له هغې نېټې څخه چې تاسې پرې I-912 فورمه تسلیموي تر ۱۲ میاشتو زیاته موده مخکې نه وي صادر شوي.که چېرې ستاسې اسناد له ۱۲ میاشتو څخه ډېر زاړه وي او تاسې لا هم مرستې ترلاسه کوئ، اضافیي شواهد وړاندې کړئ چې ښايي تاسې اوس مهال یادې مرستې ترلاسه کوئ.
د مرستې کارتونه د شواهدو په توګه د منلو وړ ندي
د مرستې کارتونه په خپله د عاید پر اساس مرستې د شواهدو په توګه د منلو وړ ندي تر هغې چې په هغوي کې ستاسې نوم، د هغې ادارې نوم چې تاسې ته عامه مرستې چمتو کوي، د مرستې ډول او داسې شواهد شامل وي چې ښکاره کوي تاسې اوس مهال یاده مرسته ترلاسه کوئ (د بېلګې په توګه، د شتون په صورت کې د مرستې د ترلاسه کولو نېټه، د مرستې د ختمېدلو نېټه او د بيا نوي کېدلو نېټه). آیالتونو معمولاً له غوښتونکو څخه نه غواړي چې د مرستو له ختمېدلو څخه وروسته ورته د مرستو کارتونه بېرته وسپاري، چې له همدې امله بیا کوم ارزښت نه لري.
- که چېرې د غوښتنې پر مهال ستاسې د کورنۍ عاید د بېوزلۍ د فدرالي لارښوونو له مخې لږ تر لږ ۱۵۰ سلنه یا ورڅخه کم وي، تاسې کولای شئ د فیس څخه د معافیت پر شرایطو باندې برابر شئ. د دې کال لپاره د بې وزلۍ کچې په I-912P فورمه، د فیس د معافیت غوښتنو لپاره د روغتیايي او بشري خدماتو (HHS) د بېوزلۍ لارښوونو کې وګورئ.
- تاسې باید خپلې د فیس د معافیت غوښتنې کې د کورنۍ د مشر عاید لېست کړئ. د فیس د معافیت غوښتنې لپاره، د کورنۍ مشر په پېژندلو کې دا موارد شامل دي، مګر په دې مواردو پورې محدود نه دی، د کورنۍ مشر هغه څوک دی چې د IRS لخوا د IRS 1040 فورمې ډکولو لپاره د اړوندو مشخصاتو په اساس ټاکل شوی یا هر هغه څوک چې ستاسو د کورنۍ د عاید ډېره برخه لاسته راوړي. تاسې کولای شئ د IRS 1040 فورمې د ډکولو پر مهال د کورنۍ د مشر په هکله لا زیات معلومات په دې لېنک کې ومومئ http://www.irs.gov/publications/p501.
- که چېرې تاسې د خپلې کورنۍ د عاید په اساس د فیس د معافیت غوښتنه کوئ چې د بېوزلۍ د فدرالي لارښوونو له مخې لږ تر لږ ۱۵۰ سلنه یا ورڅخه کم دی او ستاسې مېړه/مېرمن له هیواد څخه بهر اوسېږي او ستاسې له کورنۍ څخه مالي ملاتړ کوي، ستاسو د کورنۍ په عاید کې ستاسو د میړه/مېرمن ونډې په هکله معلومات د ټول اضافي عاید یا مالي ملاتړ برخه کې شامل کړئ. که چېرې ستاسو میړه/مېرمن په بهر کې ژوند کوي او وزګار وي او ستاسو لخوا یې مالي ملاتړ کیږي، په فورمه کې یې ذکر کړئ. که چېرې ستاسو میړه/ښځه په بهر کې ژوند کوي او ستاسو له کورنۍ سره هیڅ ډول مالي مرسته نه کوي، مهرباني وکړئ یو متن شامل کړئ او وضعیت تشریح کړئ.
- کله چې د فیس معافیت پر غوښتنې باندې بیاکتنه کوو مونږ به بې کوره پاتې کېدلو وضعیت په پام کې ونیسو. که چېرې تاسو د بې کوره خلکو لپاره د سرپناه له خدماتو څخه ګټه ترلاسه کوئ، مهرباني وکړئ له سرپناه څخه د اوسنۍ نیټې لرونکی لیک شامل کړئ. لیک باید د سرپناه په ځانګړي پیډ کې لیکل شوی وي، یو بیان پکې شامل وي چې څرګندوي تاسو له سرپناه څخه خدمات ترلاسه کوئ، او د سرپناه د هغه کارمند لخوا لاسلیک شوی وي چې ستاسو وضعیت تصدی کري . که چېرې تاسو بې کوره یاست مګر په سرپناه کې ژوند نه کوئ، مهرباني وکړئ ستاسو په ټولنه کې د یو ښه موقف لرونکي شخص څخه یو بیان شامل کړئ چې تاسې پیژني او ستاسو د دې ادعا ملاتړ کولی شي چې تاسو بې کوره یاست او د فیس ورکولو توان نه لرئ.
- په فورمه کې پدې هکله تفصيلي توضیحات شامل کړئ چې تاسې ولې مالي ستونزې لرئ او شواهد یې وړاندې کړئ.
- که تاسو نشئ کولی د مالي ستونزو شواهد وړاندې کړئ، په خپلې توضیح کې روښانه کړئ چې ولې تاسو نشئ کولای شواهد وړاندې کړئ. تاسې ته تل دا مشوره درکول کیږي چې ستاسو په ټولنه کې له یو ښه موقف لرونکي غړي څخه یو بیان شامل کړئ چې تاسې پیژني او کولای شي ستاسو د وضعیت په هکله نور معلومات چمتو کړي.
- که چېرې تاسې په طبیعي ناورین، اور، غلا، یا نورو پېښو کې د شواهدو ټول ډولونه له لاسه ورکړي وي، په خپلې توضیح کې یې تشرېح شامل کړئ. د شتون په صورت کې، مهرباني وکړئ د پولیسو د راپور یوه کاپي، د بیمې ادعا یا بل راپور وړاندې کړئ ترڅو ستاسو له ادعا سره سمون لري څخه ملاتړ وکړي.
- تاسو یو څوک د خپلې کورنۍ د اندازې د یوې برخې په توګه شمیرلای شئ که چیرې هغه په لاندې شرایطو باندې برابر وي:
- تاسې خپله یاست؛
- ستاسو د کورنۍ مشر (که چېرې تاسو په خپله نه یاست). که ماشوم (۲۱ کالو څخه کم عمر لرونکی) په انفرادي ډول غوښتنه کوي، د لومړني سرپرست والدینو په هکله معلومات چمتو کړئ؛
- ستاسو میړه/مېرمن چې له تاسو سره ژوند کوي (که چېرې تاسو جلا شوي یاست یا ستاسو میړه/مېرمن له تاسې سره ژوند نه کوي، هغه مه شاملوئ)؛ یا
- د کورنۍ له لاندې غړو څخه هر څوک چې له تاسې سره اوسیږي:
- ستاسې ماشومان یا هم حقوقي فرزندان، چې واده یې نه وي کړی او له ۲۱ کالو څخه کم عمر لري؛
- ستاسې ماشومان یا هم حقوقي فرزندان، چې واده یې نه وي کړی او یا لږ تر لږه ۲۱ کاله عمر ولري مګر له ۲۴ کالو څخه کم عمره وي، د پوره ورځې زده کوونکي وي، او یا هم هغه څوک چې کله په ښوونځي کې نه وي نو له تاسې سره ژوند کوي؛
- ستاسې ماشومان یا هم حقوقي فرزندان، چې واده یې نه وي او هغه څوک چې تاسې یې په حقوقي توګه سرپرستي په غاړه لرئ ځکه چې هغه تر دې حده جسمي معیوب وي، رشد نشي کولای یا هم ذهني معلولیت لري چې نشي کولای د خپل ځان ساتنه وکړي، یا خپله کورنۍ جوړه کړي، ساتنه یې وکړي یا هم بیا ځلې خپله کورنۍ جوړه کړي.
- ستاسې والدین؛ او
- ستاسې نور وابسته ګان چې ستاسې په فدرالي مالياتي اظهارنامه کې لېست شوي، یا هم ستاسې د مېړه/مېرمن یا د کورنۍ د مشر په فدرالي مالياتي اظهارنامه کې لېست شوي دي.
- تاسې باید د خپلې کورنۍ د غړو کالنی عاید ستاسو د کورنۍ د عاید د یوې برخې په توګه شامل کړئ.>
زما خپلوان یا د کوټې ملګری زما سره ژوند کوي، آیا د دوی عاید زما د کورنۍ د عاید د یوې برخې په توګه حسابېدلای شي؟
- که چیرې یو څوک ستاسو سره ژوند کوي مګر د کورنۍ د غړي په پورته تشرېح شوي تعریف کې نه شاملېږي، د یاد کس عاید ستاسو د کورنۍ عاید برخه مه شمیرئ. تاسو باید د هرې مالي مرستې مشخص مقدار حساب کړئ چې تاسو یې له هغوي څخه ترلاسه کوئ یوازې په هغه صورت کې چې یادې پیسې ستاسې له کورنۍ سره د مرستې لپاره کارول شوي وي. تاسو باید دا مقدار د اضافي عاید یا مالي ملاتړ په برخه کې لیست کړئ.
- لومړۍ بېلګه: که ستاسو تره ستاسو په کور کې ژوند کوي (چې تاسو یې مالکیت لرئ) او ستاسو د کراه لپاره ۱۰۰۰ ډالر تادیه کړي، دا ۱۰۰۰ ډالر باید د اضافي عاید یا مالي ملاتړ په برخه کې شامل شي ځکه چې دا مقدار پیسې ستاسو د کورنۍ لپاره د مالي مرستې په توګه چمتو شوې وې.
- دویمه بېلګه: تاسو یو اپارتمان د کوټې له ملګري سره شریکوئ چې ستاسې د کورنۍ غړی نه وي. تاسو خپل لګښتونه ورکوئ، او ستاسو د کوټې ملګری د هغه خپل لګښتونه تادیه کوي. ستاسو د کوټې د ملګري عاید ستاسو د کورنۍ د عاید برخه نه ده ځکه چې د کوټې ملګری له تاسو څخه مالي ملاتړ نه کوي. له همدې امله، تاسو باید د کوټې د ملګري عاید ستاسو د کورنۍ د عاید د یوې برخې په توګه شامل نه کړئ.
زه د ماشوم لپاره مالي ملاتړ ترلاسه کوم، مګر هغه بشپړ مقدار نه دی لکه څرنګه چې د محکمې په حکم کې لیست شوی وو. آیا زه باید د ماشوم ملاتړ بشپړ مقدار د اضافي عاید یا مالي ملاتړ په توګه شامل کړم یا هم یوازې هغه څه شامل کړم چې زه یې واقعاً ترلاسه کوم؟
- د ماشوم د مرستې حقیقي مقدار تشریح کړئ. که چیرې د محکمې په حکم یا اسنادو کې د بیان شوي مقدار ترمنځ کوم توپیر شتون ولري، مهرباني وکړئ په هکله یې توضیحات وړاندې کړئ. د اسنادو په بېلګو کې ممکن د بانک اظهارنامه، د چکونو کاپي، د محکمې اسناد یا هم نور هغه اسناد شامل وي چې هغه اصلي عاید یا مالي مرستې په ګوته کوي چې تاسو یې ترلاسه کوئ.
- که چېرې تاسو د بې وزلۍ د فدرالي لارښوونو له مخې لږ تر لږ ۱۵۰ سلنه یا ورڅخه کم کورني عاید پراساس د فیس معافیت غوښتنه کوئ او د واده جلا والي له امله د خپل میړه/مېرمنې عاید نه شاملوئ، مهرباني وکړئ یو لاسلیک شوی متن یا اسناد چمتو کړئ ترڅو دا ثابته کړي چې ستاسو مېړه/میرمن ستاسو سره ژوند نه کوي او د کورنۍ په عاید کې هیڅ مرسته نه کوي. د منلو وړ اسنادو کې کیدای شي د محکمې د حکم یوه کاپي چې ستاسو قانوني جلاوالی رسمي کوي، د ملکیت د وېش د تصفیې رسمي تړون، د مالي ملاتړ تړون، یا جلا ګروي، اجاره یا د اوبو او برېښنا بیلونه شامل وي چې ښکاره کوي تاسو او ستاسو میړه/مېرمن له یو بل څخه جلا ژوند کوئ.
- حتی که تاسو له خپل مېړه/مېرمن څخه جلا ژوند هم کوئ، ستاسو د کورنۍ په عاید کې د میاشتني ملاتړ ټول هغه تادیات شامل دي چې تاسو یې له خپل مېړه/مېرمن څخه ترلاسه کوئ.
- که چېرې کوم شخص ستاسې لپاره د I-134 فورمه، د مالي ملاتړ اعلامیه، یا هم I-864 فورمه، د قانون د 213A برخې لاندې د ملاتړ باور لیک ، ډکه کړي وي، کیدای شي یاد شخص لا هم ستاسو د مالي ملاتړ لپاره مسؤل وي. مګرموږ به په دې هکله پریکړې نیولو پرمهال چې آیا تاسو د فیس معافیت لپاره وړ یاست د یاد شخص عاید یا شتمني به په پام کې ونیسو، یوازې په هغه صورت کې چې یاد شخص اوس مهال ستاسو د کورنۍ غړی وي.
- د عاید د ساتنې په موخه په ابتدايي توګه په عامه نغدي مرستو باندې تکیه کول کولای شي، د شرایطو مجموعي وضعیت ته په کتلو سره، د کډوالۍ د ځینو ګټو لپاره ستاسې پر وړتیا باندې اغېزه وکړي. تاسې شاید په متحده آیالاتو کې د منلو وړ ونه اوسئ (او له همدې امله شاید د کډوالۍ د ځینو ګټو لکه ګرین کارت لپاره پر شرایطو باندې برابر ونه شمېرل شئ) ځکه په ډېر احتمال سره تاسې به په یو عامه لګښت (Public Charge) باندې تبدیل شي. همدارنګه، په دې دلیل چې تاسې متحده آیالاتو ته له راتګ څخه ۵ کاله وروسته اوس هم په یو Public Charge باندې تبدیل شوي یاست او د هغو دلایلو امله چې هیواد ته ستاسو له راتګ څخه دمخه رامینځته شوي دي، شاید له هیواد څخه وشړل شئ.
تاسو کولای شئ د دې مسائلو په هکله تفصيلي لارښوونې د ۱۹۹۹م کال د می په ۲۹مه په فدرالي راجستر کې ومومئ چې (64 Fed. Reg. 28689) په ګڼه کې خپاره شوي دي او په www.uscis.gov کې د "عامه لګښت (Public Charge)" په لټون سره یې هم موندلی شئ.
- ستاسې د فیس د معافیت د غوښتنې په هکله د پرېکړې نیولو پر مهال، مونږ به د عامه لګښت (Public Charge) په توګه ستاسې د شړلو احتمال په نظر کې ونه نیسو. مونږ به د کډوالۍ د ګټو لپاره ستاسې د وړتیا په هکله له پرېکړې نیولو څخه جلا ستاسې د فیس د معافیت په هکله پرېکړه ونیسو. مګر د عامه لګښت (Public Charge) په توګه د نه منل کېدلو په صورت کې شاید تاسې د هغې ګټې لپاره پر شرایطو برابر ونه ګڼل شئ چې تاسې یې په لټه کې یاست.
- که چېرې مونږ وموندله چې ستاسې په غوښتنه کې ناسم اسناد، د حقایقو غلط بیان یا د فیس د معافیت په دې غوښتنه کې د درغلۍ په شمول نورې درغلۍ شاملې دي، مونږ به ستاسې غوښتنلیک یا عریضه رد کړو.
- هغه فورمه چې تاسو یې غوښتنه کوئ د فیس د معافیت وړ نده.
- تاسې خپله I-912 فورمه یا لیکلی غوښتنلیک ندی لاسلیک کړی.
- ټولو هغه غوښتونکو (هغه چې ۱۴ کاله یا ډېر عمر لري) چې غوښتنه یې ثبت کړې د I-912 فورمه یا لیکل شوې غوښتنلیک ندی لاسلیک کړی (یا که له ۱۴ کالو څخه کم عمر ولري، والدین یا قانوني سرپرستان یې نه لرل ترڅو د هغوي لپاره لاسلیک وکړي).
- تاسې د لاندې مواردو لپاره شواهد ندي وړاندې کړي:
- تاسې اوس مهال د عاید په اساس مرسته (means-tested) ترلاسه کوئ؛
- ستاسې د کورنۍ عاید د بې وزلۍ د فدرالي لارښوونو له مخې لږ تر لږ ۱۵۰ سلنه یا ورڅخه کم دی؛ یا
- تاسې اوسمهال یوه مالي ستونزه تجربه کوئ.
- تاسې د خپل فیس د معافیت غوښتنې د ملاتړ لپاره داسې شواهد وړاندې کړي چې په انګليسي ژبه ندي، او سربېره پر دې، تاسو یې تائید شوې انګلیسي ژباړه نه ده وړاندې کړې.
- که چېرې USCIS ستاسې د فیس معافیت غوښتنه رد کړي او تاسو یې د لامل په هکله ډاډه نه یاست، مهرباني وکړئ د رد خبرتیا (I-797 فورمه، د اقدام لپاره خبرتیا) ولولئ. که چېرې د رد د خبرتیا له لوستلو څخه وروسته، تاسو لاهم نه پوهیږئ چې ولې موږ ستاسو د فیس د معافیت غوښتنه رد کړې، تاسو کولای شئ موږ ته په lockboxsupport@uscis.dhs.gov بریښنالیک واستوئ.