د افغانانو اړوند د بیا پیرول په اړه پوښتل شوي پوښتنې او ځوابونه
د قضیې په اساس د ابتدايي پیرول تمدید
۱ پ. زه اوس هم د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ مرستو ادارې (USCIS) ته انتظار یم چې زما د پناه غوښتنې غوښتنلیک پروسس کړي. ایا زما د لومړنۍ پېرول مودې پای ته رسیدو دمخه د نوي ساده غوښتنلیک پروسې له لارې د بیا پیرول غوښتنلیک لیږلو ته اړتیا لرم؟
ځواب. که تاسو یوافغان یاست چې د 2021 کال د جولای میاشتې په 31 یا وروسته، متحده ایالاتو ته د OAR یا PAR کټګورۍ (COA) سره راغلي یاست، او تاسو د پناه غوښتنې یا د وضعیت د سمون غوښتنلیکون په اړه د پرېکړې په انتطار یاست، مونږ به دهرې قضیې په اساس، ستاسو د لومړني پیرول یا (د مشروطه لنډمهاله استنوګنې) او د کار رسمي اجازې غزول یا تمدید په پام کې ونیسو.
د قضیې په اساس د ابتدايي پیرول تمدید په هغو افغان اتباعو لپاره دی چې:
- د OAR یا PAR کټګوریو کی متحده ایالتو ته راغلي دي،
- د I-485 یا د دایمي استوګنې ثبتولو یا د وضعیت د تنظیم کولو فورمه Form I-485, Application to Register Permanent Residence or Adjust Status یا د I-589 یا د پناه غوښتنې او ایستلو څخه د مخنیوي غوښتنلیک Form I-589, Application for Asylum and for Withholding of Removal، په اړه د پرېکړې په انتطار دي، د اصلي غوښتونکي په غوښتلنلیک کې د شامل کسانو په شمول،
- د لومړني پیرول د نېټې د ختمېدو څخه مخکې، د پناه غوښتنې یا د وضعیت تنظیمولو لپاره غوښتنه وکړئ
کچېرې موږ ستاسو د لومړنۍ پیرول موده وغځوو:
- موږ به تاسو ته د I-797C یا رسمی خبرتیا(Notice of Action) فورمه واستوو، دا به پدې معنی وي چې موږ ستاسو د پیرول لومړنۍ دوره او که چیرې د تطبیق وړ وي ستاسو د کارجواز (EAD) تر 2 کلونو پورې تمدید کړې. ځکه چې تاسو د پیرول لپاره د کارمجاز پیښه یاست، دا مهمه ده چې په یاد ولرئ، چې تاسې د پېرول له مخې د کار کولو اجازه لرئ، که موږ ستاسو د پیرول لومړنۍ موده وغځوو تاسو کولی شئ په متحده ایاالتو کې قانوني کار ته دوام ورکړئ. تاسو کولی شئ خپل د کار ختم شوی جوازEAD او د I-797C فورمه چې ستاسو د کار جوازEAD د غزیدلو ثبوت دی یو ګمارونکي ته د هویت او کار کولو د اجازی د رسمی سند په توګه او د I-9 (د استخدام وړتیا د تصدیق فورمه) لپاره وړاندې کړئ.
یادونه: که تاسو له خپل ګمارونکي سره د کار کولو یا استخدام د وړتیا په تاییدلو کې پدې خاطر له ستونزو سره مخ یاست چې ګومارونکئ ستاسی د کارختم شوی جوازEAD او I-797C فورمه چې ستاسو د کارجوازEAD دغزیدو ثبوت دی نه مني، رباني وکړئ د عدلیې وزارت د کډوالو او کارکونکو د حقونو پاڼې Department of Justice’s Immigrant and Employee Rights ته لاړ شئ یا د دوی د کارګر د اړیکو 800-255-7688 شمېرې ته زنګ ووهئ.
- کله چې موږ ستاسو د پېرول لومړنۍ موده وغځوو، د متحده ایاالتو ګمرکونو او سرحدونو د محافظت اداره (CBP) به ستاسو د I-94 یا د تګ/ راتګ سوابقو فورمه تازه کړي، ترڅو ستاسو د پارول د تمدید شوي مودې نیټه وښيي.
- که تاسو د کار نوئ جواز غواړئ، یا تاسو هیڅکله د خپل ابتدايي پیرول پر بنسټ د کارجوازEAD نه وي درلودلاۍ، یا ستاسو د کارجواز EAD ورک شوئ وي، تاسو کولی شئ د C11 کټګورۍ په کارولو سره د کارکولو رسمي جواز لپاره غوښتنلیک Form I-765, Application for Employment Authorization په آنلاین یا کتبي ډول وسپارئ. موږ به د پېرول تمدید د پروسې له مخې ستاسو د I-765 فورمې فیس معاف کړو. تاسو باید د خپل د I-797C فورمې یوه کاپي چې ستاسو د پېرول د غزېدلو ښکارندوی کوي له I-765 غوښتنلیک سره ضمیمه کړئ.مهرباني وکړئ په یاد ولرئ کچېرې یو بهرنۍ کس د لومړني پارول د تمدید لپاره په پام کې ونیول شي مګر دا کس د نوي ساده غوښتنلیک پروسې له لارې د بیا پیرول غوښتنه هم وکړي، USCIS به په عمومي ډول د لومړني پېرول مودې غزولو ته لومړیتوب ورکړي. که تمدید زمونو لخوا ومنل شي، نو موږ به د نوی ساده پروسې له لارې د بیا پیرول غوښتنلیک یا I-131 فورمې اداري کتنه یا پروسس بنده کړو.
۲ پ. د امریکا د تابعیت او کډوالۍ اداره(USCIS) ماته زما د پارول د تمدید خبر راکړ. ایا زه اړتیا لرم چې نوي EAD یا د کارد جواز کارت لباره غوښتنه وکړم؟
ځواب. نه. د پارول د تمدید لپاره، خپل د کار ختم شوی جوازEAD او د I-797C فورمه چې ستاسو د کار جوازEAD د غزیدلو ثبوت دی یو ګمارونکي ته د هویت او کار کولو د اجازی د رسمی سند په توګه او د I-9 (د استخدام وړتیا د تصدیق فورمه) لپاره وړاندې کړئ. که تاسو د کار نوئ جواز غواړئ، یا تاسو هیڅکله د خپل ابتدايي پیرول پر بنسټ د کارجوازEAD نه وي درلودلاۍ، تاسو کولی شئ د C11 کټګورۍ په کارولو سره د I-765 غوښتنلیک په آنلاین یا کتبي ډول وسپارئ. موږ به د پېرول تمدید د پروسې له مخې ستاسو د I-765 فورمې فیس معاف کړو. د غوښتنلیک څرنګوالي په اړه د لارښوونو لپاره دې uscis.gov/allieswelcome وېبپاڼې ته لاړ شئ او د 'افغان پېرول لرونکو لپاره د کارد رسمي جواز په برخه کې پدې اړه معلومات تر لاسه کړئ.
۳ پ. که USCIS زما ابتدايي پیرول وغځوي، آیا زما ګمارونکی کولی شي له ما څخه د EAD د وړاندې کولو غوښتنه وکړي؟
ځواب. نه. ستاسو ګمارونکۍ اجازه نلري چې د I-9 فورمې لپاره د کوم ځانګړي سند غوښتنه وکړي. دا کیدای شي غیرقانوني تبعیض یا توپیري چلند وګڼل شي. ستاسو ختم شوی C11 EAD، ستاسو د I-797C فورمې سره یوځای ستاسو د EAD غزېدو، د هویت د ثبوت او د I-9 فورمې لپاره ستاسو د ګمارونکي ته معتبره سند دی تاسو کولی شئ د یو کارکونکي په توګه د خپلو حقونو په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ او د عدلیې وزارت د کډوالو او کارکونکو د حقونو برخې پاڼې Immigrant and Employee Rights Section د لیدلو له لارې د احتمالي تبعیض یا توبيري چلند په اړه راپور ورکړئ.
۴ پ. که زه د پناه غوښتنې (فورم I-589) یا د ګرین کارت (فورم I-485)غوښتنلیک په اړه پرېکړې ته په انتطاریم، آیا USCIS به په اتوماتيک ډول زما د لومړني پیرول موده وغځوي؟
ځواب. موږ د قضیې په اساس، د ټولو هغو افغان وګړو لپاره چې د 2021 کال د جولای میاشتې په 31 نېټه یا له هغې وروسته متحده ایالاتو ته د OAR یا PAR کټګورۍ سره راغلي دي او (I-589 فورمې) یا (I-485 فورمې) غوښتنلیک په اړه پرېکړې ته په انتطاردي د لومړني پېرول غزول په پام کښې نیولي. تاسې اړتیا نلرئ چې د خپلو غوښتنلیکنو په اړه موږ ته خبر راکړئ یا د خپل لومړني پیرول د غزولو لپاره غوښتنلیک ولېږئ. مونږ ټول هغه افغان پېرول لرونکي چې یادشوي معیارونه پوره، او د پناهغوښتنې یا د وضیعت د تنظیم غوښتنلیک یې له مونږ سره وي تشخیص کړو، او دوی به زمونږ لخوا د پېرول د غزولو لپاره د هرې قضیې په اساس په پام کښې ونیول شي.
۵ پ. آیا USCIS به د قضیې به اساس، د ۲کلونو لپاره زما د لومړني پېرول د احتمالي غزولو د بیاکتنې چارو د پیلېدو په اړه ماته خبر راکړي؟
ځواب. نه. خو، کچېرې ستاسې د پېرول غزول ومنل شي موږ د I-797C فورمې د لیږلو له لارې تاسوته د لومړنۍ پیرول مودې او کارجوازسندEAD د غزېدول په هکله په انفرادي ډول خبر درکوو. زموږ موخه دا ده چې وړ کسانو ته هرڅومره ژراو په موثره توګه پېرول تمدید کړو.
۶ پ. زه باور لرم چې زه د خپلې لومړنۍ پیرول د مودې د غځولو لپاره وړ یم ځکه چې زه د پناه غوښتنې غوښتنلیک په اړه د پرېکړې په تمه یم، مګر د تمدید په اړه له USCIS څخه هیڅ اړیکه نه ده ترلاسه کړې. زما د پیرول لومړنۍ دوره ډیر ژر ختمېږي. ایا زه اړتیا لرم چې د ساده غوښتنلیک پروسې له لارې د I-131 یا سفر سند لپاره د غوښتنلیک فورمې په سپارلو سره د بیا پیرول لپاره غوښتنه وکړم؟
ځواب. که تاسو د I-589 یا I-485 فورمې لېږلي وي، موږ به تاسو د پېرول د تمدید لپاره په پام کې ونیسو او تاسو اړتیا نلرئ چې د بیا پیرول غوښتنه وکړئ. موږ د پېرول د ختمیدو نیټې څارو او د دې نیټو په پام کې نیولو سره تمدیدولو ته لومړیتوب ورکړو.
۷ پ. USCIS به څومره ژر د I-797C فورمې لیږل پیل کړي ترڅو افغان پیرول لرونکو ته د دوی د قضیې په اساس د ابتدايي پیرول د تمدید په اړه خبر ورکړي؟
موږ د 2023 په جولای میاشت کې د لومړنیو خبرتیاو لیږل په دوامداره توګه پیل کړي. موږ د هغو کسانو د لومړني پېرول غزولو د وړتیا د تثبیت لړي چې د I-589 فورمه او I-485 فورمې یې لیږلي پيل کړې ده. مهرباني وکړئ په یاد ولرئ، که تاسو کډه کوئ حتی که د لنډمهاله لپاره هم وي، تاسو باید خپل پوستي او فزیکي پته له USCIS سره د 10 ورځو په موده کې تازه کړئ. تاسو کولی شئ د خپل USCIS آنلاین حساب له لارې USCIS online account او یا زموږ د پتې د بدلولو وسیلې په کارولو سره USCIS ouscis.gov/addresschangenline account خپل پته کې تازه کړئ (مهرباني وکړئ په فورمه کې د USCIS سره ستاسو د پاتې غوښتنلیکونو سره تړلي د ټولو رسیدونو شمیرې شاملې کړئ). دا به موږ ته وړتیا راکړي چې ستاسو اړوند خبرتیاوې ستاسواوسني پتې ته واستوو.
۸ پ. ایا تاسو به د قضیې په اساس د ابتدايي پیرول د تمدید لپاره د اصلي پناه غوښتونکي غوښتنلیک پورې اړوند کسان په پام کې ونیسئ؟
ځواب. هو. موږ به د اصلي پناه غوښتونکي د ماشومانو، مېرمنې یا میړه د پناه غوښتنې قضیه، لکه څنګه چې د 2023 کال د جون په 8 اعلان شوې، د اصلي پناه غوښتونکي غوښتنلیک پر بنسټ فیصله کوو، او همدارنګه د دوی د پېرول د تمدید په اړه غور کوو
مهرباني وکړئ په یاد ولرئ، د کوچنيو ماشومانو په ګډون کوم کسان، چې غواړي د ګرین کارت لپاره غوښتنه وکړي باید خپله د I-485 فورمه جلا جلا وسپاري.
۹ پ. ما د ځانګړي مهاجر په توګه د I-485 فورمه ډکه کړې، مګر د خپل رسید شمیره مې نه ده ترلاسه کړې. تاسو به په دې حالت کې زما د ابتدايي پیرول تمدید څنګه په پام کې ونیسئ؟
ځواب. موږ به یوازې هغه وخت د پارول تمدید په پام کې ونیسوچې یو کس د (I-589 فورمې) یا (I-485 فورمې) غوښتنلیک په اړه پرېکړې ته په انتطاروي. کېدلای د رسید دشمېرې د نه ترلاسه کولو لپاره ډیردلیلونه شته وي، لکه:
• موږ ستاسو غوښتنلیک ندی ترلاسه کړی؛
• موږ ستاسو غوښتنلیک ترلاسه کړی خو تر اوسه مو نه دی پروسس کړی؛
• موږ د رسید خبرتیا درلېږلې او دا لاهم په پُسته کې ده؛ یا
• موږ ستاسو غوښتنلیک رد کړی.
که تاسو د آنلاین له لارې غوښتنلیک لېږئ وي، تاسو د خپل USCIS آنلاین حساب له لارې USCIS online account کولی شئ د خپل غوښتنلیک په اړه معلومات وګورئ.
۱۰ پ. ما د کورنۍ پر بنسټ د ګرین کارډ لپاره غوښتنلیک لېږلئ. آیا USCIS به زما د ابتدايي پیرول د تمدید لپاره زما غوښتنې په اړه غور او په پام کې ونیسي پداسې حال کې چې زه ستاسو لخوا خپل د ګرین کارت غوښتنلیک بشپړولو ته په انتظار یم؟
ځواب. هو. د قضیې په اساس، د کورني امنیت اداره DHS (به هغه افغان اتباع چې د ګرین کارډ غوښتنلیک لري د دوه۲ کلنو لپاره د دوی د پیرول لومړنۍ دوره تمدید کړي.
۱۱ پ. که زما مؤکل یا مشتري د پناه غوښتنې یا د ګرین کارت لپاره درخواست وکړي، نو آیا زه کولی شم د G-28 فورمه ډکه کړم ترڅو د مؤکل یا مشتري د پیرول د تمدید د څرنګوالي په اړه معلومات او خبرتیاوې ترلاسه کړم؟
ځواب. هو. یووکیل یا د اعتبار وړ استازی باید د هر ډول فورمې لپاره چې دوی یې په اړه معلومات غواړي د وکیل یا د اعتبار وړ استازی په توګه د حاضریدو خبرتیا یا G-28 فورمه واستوي،. موږ نشو کولی چې د I-485 فورمې یا I-589 لپاره د لیږل شوي 28 فورمې د I-765 فورمې لپاره هم ومنو.
۱۲ پ. که کوم بل وکیل د افغان پېرول لرونکي لپاره د پناه غوښتنې یا ګرین کارت غوښتنلیک دکولو کې مرسته کړې وي، مګر زه غواړم ډاډ ترلاسه کړم چې دوی د پارول موده تمدید شي، ایا زه کولی شم د دوی لپاره د G-28 فورمه ډکه کړم او د دوی د پارول د تمدید د څرنګوالي په اړه معلومات ترلاسه کړم؟ په داسې حال کې چې د پناه غوښتنې یا د ګرین کارت غوښتنلیک لپاره د دوی وکیل د دغو په اړه معلومات ترلاسه کوي؟
ځواب. هو. تاسو باید د مخکیني منظور شوي I-765 فورمې په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د G-28 فورمه ولېږئ، او چیرې چې د شونې وي، د خپل مشتري د پیرول د تمدید په اړه معلومات ترلاسه کړي.
۱۳: زه څنګه کولی شم د خپل پیرول د تمدید دحرنګوالي په اړه معلومات او خبرتیا ترلاسه کړم؟
ځواب. د افغان پېرول لرونکو لپاره لاندې جدول تشریح کوي چې څنګه خپل د قضیې په اړه پوښتنې او معلومات ترلاسه کړي:
- چا چې د پیرول د تمدید اړوند دخبرتیا I-797C فورمه نه ده ترلاسه کړې؛
- څوک چې د I-589 یا I-485 فورمو به اړه د پرېکړې په تمه دي؛ او
- د هغه کسان چې د پیرول لومړنۍ موده یې په راتلونکو 14 تقویمي ورځو کې پای ته رسیږي.
که تاسو | بیا |
---|---|
خپل د USCIS آنلاین حساب له لارې د I-589 فورمه یا I-765 فورمه ډکه کړې وي. | تاسو کولی شئ موږ ته د خپل USCIS آنلاین اکاونټ څخه یو خوندي پیغام راولیږئ ترڅو خپل د پیرول د تمدید په اړه پوښتنه وکړئ. د اکاونټ له لارې، تاسو به د اکاونټ ټولو ځانګړتیاو ته هم لاسرسی ولرئ، لکه د خبرتیاو دلیدلو وړتیا، د شواهدوغوښتنو ته ځواب، او د قضیې د څرنګوالي په اړه معلومات وګورئ. |
USCIS ته مو کتبي فورمه سپارلې او د رسید شمیره مو په IOE پیل کیږي. | موږ تاسو ته د USCIS آنلاین اکاونټ جوړولو په اړه د اکاونټ منلو خبرتیا لیږلې. لیک د آنلاین لاسرسي کوډ لري چې د 90 ورځو لپاره اعتبار لري ترڅو تاسو سره د اکاونټ جوړولو کې مرسته وکړي. که ستاسو د آنلاین منلو کوډ پای ته رسیدلی وي، تاسو کولی شئ خپل کتبي ډکه شوی فورمه د خپل USCIS آنلاین اکاونټ سره وصل کړئ. د دې پروسې په جریان کې، سیسټم به تاسو ته د نوي کوډ
غوښتلو اختیار درکړي، چې موږ په یې ستاسو ثبت شوي پتې ته واستوو. د USCIS آنلاین اکاونټ جوړول تاسو ته اجازه درکوي د بریښنالیک یا پیام له لارې د قضیې په اتومات ډول خبرتیاوې ترلاسه کړئ، د قضیې وضعیت وګورئ، د پروسس وختونه وګورئ، شواهد واستوئ، خپل آدرس تازه کړئ، او له هرې وسيلې له لارې موږ ته خوندي پیغامونه واستوئ، لکه د خپل USCISآنلاین اکاونټ له لارې فورمه استولو ته ورته ګټو څخه برخمن شئ. |
تراوسه د USCIS آنلاین اکاونټ نه دی جوړ کړی |
تاسو کولی شئ د USCIS د اړیکو مرکز ته له دوشنبې څخه تر جمعې، د سهار له 8 بجو څخه د ماسپښین تر 8 بجو پورې پدې شمېرو اړیکه ونیسئ 800-375-5283 (TTY 800-767-1833) . کله چې تاسو د USCIS د اړیکو مرکز ته زنګ ووهئ، "افغان" ووایاست ترڅو ستاسو اړیکه له مرسته کوونکي سره ونښلول شي. تاسو ممکن انتظار وکړئ چې د تلیفون له لارې له یوه استازي سره خبرې وکړئ. د USCIS د اړیکو مرکز د دري یا پښتو ژبو ژباړونکي نلرې.
که ستاسو ستونزه سمدلاسه حل کېږي اوتاسو غواړئ چې د USCIS استازي سره خبرې وکړئ، موږ به ستاسو غوښتنه د USCIS د مهاجرت خدماتو مامور ته واستوو. موږ به ستاسو د غوښتنې د تایید په موخه تاسوته بریښنالیک چې له تاسو سره زمونږ لخوا د تماس نیولو تخمینی وخت لیکل شوی وي درواستوو.
کله چې تاسو د USCIS اړیکې مرکز ته زنګ وهئ، مهرباني وکړئ لاندې معلومات له ځان سره ولرئ:
|
که تاسو د یو پېرولي مور یا پلار یاست چې عمر یې له 18 کلونو څخه کم وي:
موږ به د 18 کلنۍ څخه د کم عمر پېرول لرونکو په اړه معلومات شریک نه کړو مګر دا چې مور او پلار یا قانوني سرپرست د USCIS د اړیکې مرکز ته زنګ وهي د ماشوم په غوښتنلیک یا د USCIS اړوند اسنادو سیسټم کې ثبت او ذکر شوي وي. د ماشوم د قضیې په اړه د بحث کولو څخه مخکې، د USCIS د تماس مرکز استازي به زموږ د اسنادو سیسټم کې د اوسني معلوماتو پربنسټ د ماشوم سره د تلیفون کونکي خپلوي یا اړیکه تایید کړي. موږ به له مور یا پلار څخه وغواړو چې د ماشوم په اړه لاندې معلومات تصدیق کړي:
- بشپړ نوم (لومړی نوم، منځنی نوم که شته وي، او وروستی نوم یا تخلص)؛
- د زیږون نیټه؛
- په متحده ایالاتو کې د اوسیدو اوسنۍ پته؛ او
- د I-485 فورمې یا I-589 فورمې لپاره د رسید شمیره چې له مخې یې د ماشوم د لومړنۍ پیرول د مودې تمدیدول یا غزول په پام کې نیول کیږي.
د USCIS د اړیکو مرکز استازی ممکن له مور او پلار څخه وغواړی چې د مور او پلار (او ماشوم) د هویت تصدیق کولو لپاره اضافی بیوګرافیک او نور معلومات چمتو کړي.
د بیا پېرول د غوښتنلیک ساده پروسه، لړئ
۱ پ. زه اوس د امریکا متحده ایالاتو څخه بهر یم ایا زه کولی شم د دې ساده پروسې لاندې له لارې د بیا پېرول غوښتنه وکړم؟
ځواب. نه. د دې ساده پروسې لاندې بیا پېرول غوښتنې کولو لپاره ، تاسو باید اوس مهال په متحده ایالات کې شتون ولرئ او د OAR یا PAR په کتګوریو کې منل شوي وئ. پدې اړه د نورو معلوماتو په اړه د متحده ایالاتو څخه بهر کسانو لپاره د بشری یا د پام وړ عامه ګټو پېرول غوښتنې لپاره هیله ده uscis.gov/humanitarian/humanitarian_parole وېبباڼې ته مراجعه وکړئ.
۲ پ. ایا د نوی غوښتنلیک غوښتنې پروسه پخوا ته ورته ده چې که تاسو د USCIS آنلاین حساب یا په کتبې توګه غوښتنېلیک واستوئ؟ د بیلګې په توګه، د آنلاین یا کتبي ډول د بیا پېرول او د کارجوازسندEAD لپاره د غوښتنلیکونو فیس معاف یا نه اخیستل کيږي؟
ځواب. هو. که تاسو په آنلاین یا کتبي توګه د بیا پیرول غوښتنه وکړئ، د ساده غوښتنلیک پروسه یو شان ده او د فیس معافیت پلې کیږی. که چېرې د بیا يېرول لپاره د USCIS انلاین حساب له لارې غوښتنه وکړئ، تاسو کولی شئ د غلطیو مخه ونیسئ لکه لاسلیک نکول، د فورمې د پاڼو نشتون، او نیمګړی غوښتنلیک. دا زمونږ لخوا د کتبي غوښتنلیک د نه منل کیدو یا رد کیدولو عمده دلیلونه دي.
تاسو کولی شئ د خپل USCIS آنلاین حساب له لارېUSCIS online account د برقي وسایلو (کمپیوتر، تلیفون او نور) څخه فورمه وسپارئ، اړین شواهد required evidence اپلوډ یا شریک کړئ، او خپله پته په خپل آنلاین حساب له لارې update your address in your account تازه کړئ. که تاسو سمدلاسه خپله فورمه بشپړه نه کړئ، ستاسو معلوماتو خاکه به د 30 ورځو لپاره خوندي وساتل شي. تاسو کولی شئ د قضیې وضعیت ، د قضیې تاریخ ، او ستاسو د قضیې ملاتړ لپاره اسناد case status, case history, and documents uploaded to support your case شریک کړئ، او همدارنګه زموږ لخوا استول شوې خبرتیاوې لکه د بایومیټریک مهالویش، د ترلاسه کولوخبرتیاوې او د ثبوت یا سند په اړه غوښتنې خپل انلاین حساب به لار کتلی شئ. موږ په پښتو او دري ژبو سرچینې لرو چې د آنلاین حساب جوړولو په برخه کښې له تاسو ته ګام په ګام لارښوونه کوي.
۳ پ. آیا د افغان پېرول لرونکو لپاره د بیا پېرول غوښتنلیک له فیس څخه د معافیت پروسې تر کومې نېټې شتون لري؟
ځواب. هو. هغه افغانان وګړي چې د کډوالۍ وضعیت یې نه دی تایید شوی باید د خپل لومړنی پېرول دورې له پای ته رسیدو څخه مخکې او د ۲۰۲۳ کال د جون مياشتې له ۸مې نېټې څخه د ۲۰۲۴ کال د جولای میاشتې تر ۳۱مې نېټې پورې د بیا پېرول لپاره غوښتنه وکړی. که ستاسو د پېرول موده پای ته ورسیږی ، نو تاسو به د پېرول پراساس د استوګنې قانوني جواز له لاسه ورکړئ مګر داچې تاسو د پناه غوښتنې، قانونی دایمی استوګنې (LPR) یا لنډمهال لپاره د خوندیتوب حالت (TPS) ومنل شئ. او یا تاسو د قانوني استوګنې د مودې په جریان کې د خپل پناه غوښتنې غوښتنلیک په اړه پریکړې ته انتظار کوئ. که چیرې ستاسو بیاپیرول تصویب شی، تاسو کولی شئ د کډوالو د بیا میشته کولو د دفتر(او آرآرORR) Office of Refugee Resettlement (ORR) لخوا تمویل شوی امتیازاتو او خدماتو مستحق پاتې شئ. په یاد ولرئ، که ستاسو پېرول پای ته رسیږی او د لنډمهاله خوندیتوب حالت (TPS) درته ومنل شی، تاسو به د هغو امتیازاتو مستحق نه یاست چې افغان پېرول لرونکي یې مستحق دي.
۴ پ. کچېرې ما (یا یو بل کس زما په استازیتوب) دکورني امنیت وزارت DHS لخوا نوی ساده پروسې له اعلانولو څخه مخکي دI-131 فورمه د بیا پېرول غوښتنې لپاره غوښتنلیک لېږلي وي څه وکړم ؟
که تاسو (یا بل چا ستاسو په استازیتوب)، (په ۲۰۲۳ کې د جون په ۸ د دې نوی ساده پېرول پروسې پیل کولو) دمخه د بیا پارول غوښتنې لپاره I-131 فورمه سپارلې وي، مهربانی وکړئ دې HumanitarianParole@uscis.dhs.gov بریښنالیک ته د "افغان بیا پیرول Afghan re-parole " او رسید شمیره چې له IOE څخه پیل کیږی په لیکلو سره برېښنالیک یا ایمیل واستوئ، موږ به ستاسو پخوانۍ غوښتنلیک په نوې ساده پروسه کې شامله کړو. که ستاسو بیا پېرول منظور شی ، نو تاسو به اړتیا ولرئ د I-765 فورمې او خپل پېرول دغزیدو د خبرتیا د کاپی سره یوځای د نوی کارجوازکارتEAD لپاره په جلا توګه غوښتنه وکړئ، تاسې به د فیس ورکولو څخه معاف شئ.
همدارنګه تاسو کولی شئ د نوی اعلان شوی ساده پروسې له لارې په ورته وخت کې د بیا پېرول او د کار جوازکارتEAD لپاره غوښتنه وکوئ او د فیس له ورکولو څخه به معاف کړئ شئ. که تاسو د اعلان شوی نوی ساده پروسې په کارولو سره بیا غوښتنه کوئ ، مهربانی وکړئ دې HumanitarianParole@uscis.dhs.gov بریښنالیک ته د "افغان بیا پیرول Afghan re-parole " او رسید شمیره چې له IOE څخه پیل کیږی په لیکلو سره برېښنالیک یا ایمیل واستوئ، او په برېښنالیک کې دا خبره په ګوته کړئ چې تاسې غواړئ چې خپل پخوانۍ غوښتنه بیرته اخلئ.
۵ پ. زه پدې پوهېږم چې د بیا پیرول او د کار جواز د غوښتنلیکونو فیس د ځینو افغان اتباعو لپاره معاف دی. آیا زه اړتیا لرم چې د فیس د معافیت لپاره په جلا توګه فورمه ډکه یا غوښتنه وکړم؟
ځواب. نه. که چېرې تاسو یو افغان وګړئ یاست او د متحده ایالاتو ته د OAR یا PAR د کتګوریو به لرلو سره راغلي یاست. موږ به په اتومات ډول ستاسو د بیا پیرول او کارجوازکارت EADغوښتنلیکونو سره تړلی ټول فیسونه حذف یا معاف کړو.
۶ پ. ایا زه اړتیا لرم چې د پېژندنې سند په توګه تذکره وړاندې کړم؟
ځواب. نه، تاسو باید لږترلږه د دولت لخوا صادر شوی د پیژندنې یو سند وسپارئ چې ستاسو د عکس، نوم، او د زیږون نیټې ښودنه وکړي لکه د کارجوازEAD، د موټر چلولو جواز، پاسپورټ یا تذکره. دهویت یا پېژندنې سند په توګه د تذکرې وړاندې کول وحتمي نده.
که تاسو USCIS ته په بهرنیو ژبو لیکل شوی سند سپارئ، نو تاسو باید د انګلیسی ژبې بشپړ ژباړه چې د یوه ژباړونکی لخوا یې د ژباړلو د بشپړتیا او سموالي د تصدیق خط شامل کړئ، او همدارنګه د ژباړونکي تصدیق چې دوی د بهرنئ ژبې څخه انګلیسی زبې ته د ژباړې وړتیا لري.
۷ پ. آیا غوښتونکی کولی شي د آنلاین I-131 فورمې له لارې د بیا پېرول غوښتنلیک د لړي یا پروسس د ګړندي کیدلو غوښتنه؟
ځواب. هو. د پېرول د پای نیټې په پام کې نیولو سره ، موږ عموما د نوی ساده پروسې له لارې د افغان پیرول لرونکو د تمدید غوښتنلیکونو ته لومړیتوب ورکوو ، مګر که تاسو د ګړندی پروسې لپاره غوښتنه وکړئ، نو تاسو به اړتیا ولرئ د لړئ د ګړندۍ کیدوغوښتنې دلیل یا دلیلونو په توګه نور توضیحات وړاندې کړئ. د ګړندی غوښتنلیک څرنګوالی په اړه د نورو معلوماتو لپاره ، دا پاڼه How to Make an Expedite Request وګورئ
۸ پ. آیا حقوقي وکیل یا د اعتبار وړ نماینده چې ما سره د بیاپیرول لپاره د I-131 فورمې ډکولو کې مرسته کوي، اړتیا لری چې د حقوقي وکیل یا د اعتبار وړ استازي په توګه د G-28 فورمه ډکه کړي؟
ځواب. که تاسو غواړئ د یو حقوقي وکیل یا معتبر استازی سره په مرسته غوښتنلیک ډک کړئ، حقوقي وکیل یا معتبر استازی باید کورنئ هز غړي لپاره چې غوښتنلیک ډکوي د G-28 فورمه هم وسپاري. وروسته، که تاسووغواړئ چې یو بل حقوقي وکیل یا معتبر استازی تاسو سره د پناه غوښتنې غوښتنلیک یا ګرین کارت غوښتنلیک په اړه مرسته وکړی، هغه وکیل به هم اړتیا ولری چې د کډوالۍ غوښتنلیکونو لپاره د G-28 فورمه وسپاری. د بیلابیلوغوښتنلیکونو لپاره د G-28 فورمو سپارل ستاسو په غوښتنلیکونو باندې منفی اغیز نکوي.
۹ پ. ما پدې وروستیو کې خبرتیا ترلاسه کړه چې USCIS زما د I-131 فورمه د یوه غلط فیس لپاره رد کړې ایا تاسو کولی شئ تشریح کړئ چې ولې؟
ځواب. موږ د لاک باکس لخوا د کتبی I-131 فورمو لپاره د غوښتنو رد کیدلو په اړه خبر یو، که څه هم د نوی ساده پروسې په اساس د فیس تادیه اړینه نده، مګر د فورمونو د رد یا نه منل کیدلو دلیل په فورمو کې د PAR یا OAR د راتګ کتګوریو ناسم یا اشتباه لیکل دي. کهچېری په فورمه کې د PARیا OARکټګوری پرته په بل کټګورۍ کې لیست شوې وی، غوښتنلیک به د ناسم مهاجرت دفتر ته واستول شی یا موږ به ستاسو فایل / قضیه رد کړو. د پروسې د غلطیو، رد او ځنډ څخه مخنیوی لپاره، موږ غوښتونکی هڅوو چې د خپل د USCIS انلاین حساب له لارې غوښتنه وکړی.
۱۰ پ. که زما پوستي ادرس زما له فزیکي آدرس څخه توپیر ولري نو زه څنګه کولئ شم خپل پوستي او فزیکی ادرسونه لیست کړم؟
ځواب. اوس مهال د I-131 فورمه، په فورمه کې یوازې د یوې پتې یا آدرس د لیکلو اجازه ورکوی. د پوستې یا میل د ترلاسه کولو د ډاډ لپاره ،مهربانی وکړئ خپل پوستي ادرس د فزیکی ادرس په ځای کې ولیکئ.
په یاد ولرئ ، که تاسو کډه کوئ ، ډاډ ترلاسه کړئ چې د USCIS انلاین حساب له لارې USCIS online account خپل پته نوی کړئ یا د AR-11 فورمې Form AR-11, Alien’s Change of Address Card له لارې خپل ادرس تازه کړئ. د انلاین حساب له لارې پته نوی کولو په اړه ویډیویی لارښوونې شتون لری چې څنګه ستاسو د آنلاین حساب له لارې how to update your address through your account کولئ شئ خپله پته نوې کړئ او AR-11 فورمه څنګه how to submit Form AR-11 online په آنلاین توګه شریک کړئ. تاسو باید د 10 ورځو په ترڅ کې خپل نوی پتې یا آدرس په اړوند USCIS ته خبر ورکړئ ، حتی که تاسو په لنډمهاله توګه نوی آدرس ته کډه کوئ.
که تاسو د خپل د حرکت په لسو ورځو کې د خپل د پتې بدلون راپور نه وی ورکړی ، نو تاسو باید بیا هم هرڅومره ژر چې کیدلای شي له USCIS سره خپل ادرس تازه کړئ. مهربانی وکړئ په یاد ولرئ چې د متحده ایالاتو پوستی خدمت USPS یا د متحده ایالاتو د حکومت کومې بلې اداره کې د آدرس بدلول له USCIS سره هېڅ اړیکه نلري او ستاسو ادرس له USCIS سره نه بدلوي. مهربانی وکړئ خپل معلومات دواړه USCIS او USPS سره په جلا توګه تازه کړئ.
مهم یادونه: USCIS به EADs یا د کار جواز، په I-131 فورمه کې لیکل شوی پتې او یا زموږسره په اسنادو کې وروستي ادرس ته د پوستې له لارې واستوي.
د USCIS آنلاین حساب
۱ پ. ایا د نوی پیرول غوښتنلیک یوازې د USCIS انلاین حساب له لارې ډکولو لپاره شتون لری؟
ځواب. نه. په کتبي توګه هم غوښتنه کولئ شئ. په کاغذ کې د فایل کولو څرنګوالی په اړه د نورو معلوماتو لپاره د ځینو افغانانو لپاره د بیاپیرول پروسې پانېRe-Parole Process for Certain Afghans ته مراجعه وکړئ موږ تاسو هڅوو چې د انلاین حساب له لارې غوښتنلیکو واستوئ، که چېرې د بیا يېرول لپاره د USCIS انلاین حساب له لارې غوښتنه وکړئ، تاسو کولی شئ د غلطیو مخه ونیسئ لکه لاسلیک نکول، د فورمې د پاڼو نشتون، او نیمګړی غوښتنلیک. دا زمونږ لخوا د کتبي غوښتنلیک د نه منل کیدو یا رد کیدولو عمده دلیلونه دي.
همدارنګه دنورو ګټو تر څنک زموږ لخوا استول شوې خبرتیاوې، د قضیی ړوند تازه معلومات، د قصیی تاریخچه د ترلاسه کولوخبرتیاوې او دخپل کیس اړوند د ثبوت یا سند په اړه غوښتنې خپل انلاین حساب له لارې کتلی شئ.
۲ پ. ولې د 18 کالو څخه کم عمر لرونکي ماشومان باید خپل د USCIS انلاین حساب ولری؟
ځواب. . هر غوښتونکی چې د نوی ساده پروسې له لارې غوښتنه کوی باید یو ځانګړی حساب او بریښنالیک آدرس ولری. که چیرې مور او پلار کم عمر لرونکی ماشوم په استازیتوب غوښتنلیک وړاندې کوي ، نو دوی کولی شی د ماشوم لپاره حساب جوړ کړی. د مور او پلار یا حقوقي سرپرست په نشتوالی کې ، قانوني همکار ممکن د I-131 فورمې او د EAD جواز کارت لپاره غوښتنلیک کې له ماشوم سره مرسته وکړی.
۳ پ. ایا والدین کولی شی د USCIS انلاین حساب رامینځته کړي او د کورنئ غړو لپاره یو ځای غوښتنه وکړي؟ ایا کورنۍ کولی شي د نورو پېرول پروسو په څیر دکرنئ ټولو غړو لپاره غوښتنه وکړي لکه د اوکراین لپاره د اتحاد د پروسې په څېر؟
د دې ساده پروسې له لارې نه. د کورنۍ هر غړی، حتی د 18 کالو څخه کم عمر لرونکی ماشومان باید خپل د USCIS آنلاین حساب ولري ځکه چې سیسټم ځانګړی بریښنالیک ادرس ته اړتیا لری. د اوکراین لپاره اتحاد پروسه د خپلو اړتیاو سره یوه جلا پروسه ده.
۴ پ. ایا د ۱۴ کالو څخه کم او ۱۴کالو څخه ډیر عمر لرونکي لپاره د ‐131 په فورمې په ډوکولو کې څه توپیر یا فرق شته؟
کله چې د USCIS انلاین حساب USCIS online account له لارې د بیا پیرول لپاره غوښتنه کوئ، والدین یا قانوني سرپرست ممکن د 14 کالو څخه کم عمر لرونکی ماشوم لپاره لاسلیک وکړي. د 14 کالو څخه کم عمر لرونکی ماشومان هم کولی شي خپل ځان لپاره لاسلیک وکړي. که چیرې مور او پلار د خپل ماشوم لپاره معلومات ډک کړی ، نو مور او پلار باید د "چمتو کونکی" برخې کې هم خپل معلومات ولیکي.
۵ پ. ما د 14 کالو څخه کم عمر لرونکی ماشوم لپاره د USCIS انلاین حساب له لارې بیا غوښتنه کړې. زه څنګه کولی شم د خپل ماشوم په استازیتوب انلاین فورمه کې خپل نوم لاسلیک کړم؟
افغان کوچنیان کولی شي د مور او پلار یا د قانونی سرپرست لاسلیک پرته په خپله خوښه د بیا پیرول لپاره غوښتنه وکړي. که چیرې مور او پلار د کوچنی ماشوم په استازیتوب لاسلیک وکړي، نو مور او پلار باید د خپل او ماشوم تر منځ د اړیکو لپاره د زیږون سند یا د برکټي/فرزندي اخیستلو سند وړاندې کړي.
یو قانونی سرپرست ښایي د 14 کالو څخه کم عمر لرونکی ماشوم په استازیتوب او همدارنګه د دماغي پلوه یوه ناتوانه یا معذور انسان لپاره هم لاسلیک وکړي ،. موږ یو سند ته اړتیا لرو چې د قانونی استازی واک په ګوته کړی چې د ذهنی ناتواني لرونکي کس یا د کم عمر ماشوم استازیتوب کوی ترڅو د امتیازاتو لپاره غوښتنه وکړی. د سرپرستئ حقوقي سندونه چې د محکمې یا با صلاحیته حکومتی حقوقي دفتر لخوا صارد شوي چیرې چې ماشوم یا د دماغي ناتواني کس هلته ژوند کوی د منلو وړ اسناد ګڼل کیږی. د نورو معلوماتو لپاره د PM Vol 1, Part B, Chapter 2 وېپپاڼه وګورئ.
۶ پ. ایا والدین یا قانونی سرپرست اړتیا لری چې د 14 کالو څخه کم عمر ماشومانو لپاره مختلف یا اضافی شواهد وړاندې کړی؟
ځواب. هر فرد باید د عمر په پام کې نیولو پرته خپل د بیا پیرول غوښتنلیک وړاندې کړي. مور او پلار یا قانونی سرپرست کولی شی د قانونی اړیکو ثبوت په چمتو کولو سره د 14 کالو څخه کم عمر لرونکی ماشوم لپاره د بیا پیرول غوښتنلیک بشپړ کوي، د ماشوم په استازیتوب لاسلیک وکړي، او یو قانونی سرپرست کولی شي د یوه دماغي ناتوانه کس په استازیتوب هم لاسلیک وکړي. موږ یو سند ته اړتیا لرو چې د قانونی استازی واک په ګوته کړی چې د ذهنی ناتواني لرونکي کس یا د کم عمر ماشوم استازیتوب کوی ترڅو د امتیازاتو لپاره غوښتنه وکړی. د سرپرستئ حقوقي سندونه چې د محکمې یا با صلاحیته حکومتی حقوقي دفتر لخوا صارد شوي چیرې چې ماشوم یا د دماغي ناتواني کس هلته ژوند کوی د منلو وړ اسناد ګڼل کیږی. د نورو معلوماتو لپاره د PM Vol 1, Part B, Chapter 2 وېپپاڼه وګورئ.
افغان کوچنیان کولای شی چې له مور او پلار یا د قانونی سرپرست له لاسلیک پرته هم په خپله د پېرول غوښتنه وکړی.
۷ پ. آیا قانونی استازي به د خپل مؤکلینو یا مشتریانو ټولو خبرتیاو او اسنادونو ته لاسرسی ولري؟
ځواب. که چیرې قانونی استازی د خپل مراجعینو USCIS انلاین حساب سره وصل او لاسرسئ ولری ، نو دوی کولای شي چې ټولو هغو خبرتیاو ته لاسرسی ولري چې موږ یې د مراجعینو حساب ته لیږو. مهربانی وکړئ زموږ د انلاین غوښتنلیک ډکولو لپاره Online Filing for Attorneys and Accredited Representatives د وکیلانو او اعتبار لرونکی استازو ویبپاڼه د لارښوونو لپاره وګورئ.
۸ پ. آیا د USCIS انلاین حساب په دری او پښتو کې شتون لری؟
ځواب. نه. د USCIS انلاین حساب یوازې په انګلیسی ژبه کې شتون لری. د USCIS ټولې فورمې یوازې په انګلیسی ژبه د لاسرسی وړ دی، په انلاین او کتبي توګه. موږ په پښتو او دري ژبو ویدیویي لارښوونې چمتو کړي دي.
د کار د اجازې سند (EAD)
۱: وروسته له دې چې د ساده پروسې له لارې زما بیا پېرول ومنل شي، څومره ژر به خپل نوی EAD ترلاسه کړم؟
ځواب. موږ به ژر تر ژره د ساده غوښتنلیک پروسې له لارې د وړ افغان اتباعو غوښتنلیک او د EAD جواز کارت پروسس بشپړ کړو. د انلاین غوښتنلیک سپارل د کتبي غوښتنلیک لیږلو اړتیا له مینځه وړی او د غوښتنلیک پروسې موده کموی او په لیکلی یا کتبي غوښتنو کې لیدل شوی عادی غلطیو مخه نیسی چې د غیر ضروری ځنډ لامل کیږی. وروسته له هغه چې تاسو د خپل پېرول لپاره ومنل شي، موږ په اتومات ډول ستاسو د EAD جواز کارت ستاسو په اسنادو کې لیکل شوي پتې ته د پوستې له لارې لیږو.
په یاد ولرئ ، که تاسو کډه کوئ ، ډاډ ترلاسه کړئ چې د USCIS انلاین حساب له لارې USCIS online account خپل پته نوی کړئ یا د AR-11 فورمې Form AR-11, Alien’s Change of Address Card له لارې خپل ادرس تازه کړئ. د انلاین حساب له لارې پته نوی کولو په اړه ویډیویی لارښوونې شتون لری چې څنګه ستاسو د آنلاین حساب له لارې how to update your address through your account کولئ شئ خپله پته نوې کړئ او AR-11 فورمه څنګه how to submit Form AR-11 online په آنلاین توګه شریک کړئ. تاسو باید د 10 ورځو په ترڅ کې خپل نوی پتې یا آدرس په اړوند USCIS ته خبر ورکړئ ، حتی که تاسو په لنډمهاله توګه نوی آدرس ته کډه کوئ.
که تاسو د خپل د حرکت په لسو ورځو کې د خپل د پتې بدلون راپور نه وی ورکړی ، نو تاسو باید بیا هم هرڅومره ژر چې کیدلای شي له USCIS سره خپل ادرس تازه کړئ. مهربانی وکړئ په یاد ولرئ چې د متحده ایالاتو پوستی خدمت USPS یا د متحده ایالاتو د حکومت کومې بلې اداره کې د آدرس بدلول له USCIS سره هېڅ اړیکه نلري او ستاسو ادرس له USCIS سره نه بدلوي. مهربانی وکړئ خپل معلومات دواړه USCIS او USPS سره په جلا توګه تازه کړئ.
مهم یادونه: USCIS به EADs یا د کار جواز، په I-131 فورمه کې لیکل شوی پتې او یا زموږسره په اسنادو کې وروستي ادرس ته د پوستې له لارې واستوي.
۲ پ. ایا د بیا پېرول او د کار جوا کارت EAD د غوښتنلیک په اړه د USCIS د رسید خبرتیا به په اتومات ډول د تمدید یا غزیدو ښکارندوئ وي؟
ځواب. نه. کله چې تاسو د بیا پیرول لپاره غوښتنه کوئ ، تاسو د نوی دورې لپاره غوښتنه کوئ، نه د لومړنۍ پېرول د دورې تمدید لپاره. که موږ ستاسو د بیا پېرول غوښتنه تصویب کړو، نو تاسو د پېرول له مخې د کار وړ کس پېژندل کېږئ.
۳ پ. که زما نوم زما د لومړنی پېرول پراساس زما د اوسنی EAD کې غلط ډول لیکل شوی وی، او ما بیا پېرول لپاره غوښتنه نه وي کړې ، ایا دا پدې مانا ده چې زه نشم کولی بیا پېرول لپاره بیا غوښتنه وکړم؟
ځواب. نه. د بیا پارول غوښتنې برخې په توګه ، تاسو باید د I-131 فورمه خپل نوم په سمه توګه ولیکئ. سربیره پردې ، تاسو اړتیا لرئ د حکومت لخوا درکړل شوي شواهد یا اسناد وړاندې کړئ چې ستاسو سم نوم ښکارندوی وي، کیدای شي دا سند ستاسو تذکره، یا ستاسو د پاسپورت د معلوماتو پاڼه وي. تاسو باید د انګلیسی نه پرته په بله ژبه کې د اسنادوانګلیسی ژباړې هم ضمیمه کړئ.
بایومټریک
۱ پ. د بیا پېرول د ساده پروسې غوښتنلیک له لارې ایا زه اړتیا لرم چې د بایومتریک معلومات لکه د ګوتو نښې یا نوی عکس وسپارم؟
ځواب. ستاسو د بیا پېرول لپاره د I-131 غوښتنلیک فورمه ترلاسه کولو او منلو وروسته ، موږ به تاسو ته خبر درکړو که تاسو بایومیټریک معلوماتو د سپارلو لپاره بایومیټریک معلوماتو ملاقات وخت ته اړتیا لرئ. بایومیټریک معلومات به فیس نلري، او د USCIS بایومیټریک معلوماتود مرکز، نیټه، وخت او موقعیت به په لیږل شوی خبرتیا کې شامل وي. که تاسو د بایومیټریک معلوماتو لپاره ټاکل شوی وخت کې ګډون ونه کړئ ، نو ستاسو غوښتنه ممکن ونه منل یا رد شی. که ستاسو د ځینو افغان اتباعو لپاره د متحدینو د هرکلی ماموریت په جریان کې ترلاسه شوی بایومیټریک معلومات بیا وکارول شي، نو تاسو به بایومیټریک معلوماتو او بایومیټریک لپاره د ملاقات وخت ته اړتیا ونلرئ.
طبی معاینات
۱ پ. ایا زه اړتیا لرم چې د بیا پیرول لپاره د نوي غوښتنلیک پروسې لاندې د مهاجرت د طبي معایناتو او د واکسین راپور I-693 فورمه وسپارم؟
ځواب. نه. موږ د بیا پېرول لپاره د I-693 فورمې ته اړتیا نلرو.
د قضیې یا کیس په اړه د معلوماتو ترلاسه کول
۱ پ. زه څنګه کولی شم خپل د بیا پېرول او د کارجوازEAD غوښتنلیکونو په اړه معلومات لاس ته راوړم؟
ځواب. که تاسو د خپل USCIS انلاین حساب له لارې I-131 فورمه سپارلې وی ، نو تاسو کولی شئ د خپل انلاین حساب له لارې USCIS online account د خپل فایل یا قضیې په اړه معلومات ترلاسه کړئ. موږ د انلاین حساب له لارې ستاسو د قضیې په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو څرنګوالی په اړه لنډ ویډیو short video چمتو کړې. تاسو کولی شئ د قضیې Case Status Online له لارې هم دکارجوازEAD او خپلې قضیې او غوښتنلیک په اړه د رسید شمیرې په لیکلو سره معلومات ترلاسه کړئ.
د اداري لړئ یا پروسس موده:
۱ پ. د افغان اتباعو لپاره د دې نوی غوښتنلیک پروسې له لارې د ادارري لړئ اټکل شوی موده څومره ده؟
ځواب. اوس مهال، موږ نشو کولی اټکل وکړو چې د پروسس وخت به څومره وخت واخلي. مګر مهربانی وکړئ په یاد ولرئ چې د بیا پېرول غوښتنلیک نوی پروسې له لارې، موږ به ژر تر ژره د مستحقو افغان وګړو لپاره د غوښتنلیکونو په اړه تصمیم نیول پیل کړو او د هغه وخت څخه چې موږ غوښتنلیک ترلاسه کوو غوښتنلیکونو ته لومړیتوب ورکړو. د انلاین حساب له لارې د غوښتنو لیږل د پروسې وخت کموی او په لیکلی غوښتنلکونو کې معمولو غلطیو مخه نیسی چې د غیر ضروری ځنډ لامل کیږی.
۲ پ. د بیا پېرول غوښتنلیکونه څنګه پروسس کیږی؟ د بېلګې په توګه، آیا تاسوغوښتنلیکونو ته د پېرول د نېټې د ختمېدو له مخې لومړیتوب ورکوئ یا تاسو ته د غوښتنلیکنو د رسیدلو د نېټې له مخې؟
ځواب موږ د غوښتنلیک د رسیدو له وخت څخه بیا د غوښتنلیک په اړه پریکړه پیل کوو او عمومی وضعیت په پام کې نیولو سره، پشمول د غوښتونکی د پېرول د پای نیټه، مګر مهربانی وکړئ په یاد ولرئ چې د په فورمونو کې غلطي (لکه د لاسلیک نشتوالی ، په کتبي غوښتنلکونو کې د پاڼې نشتوالی) کولی شی د بیا پېرول غوښتنلیک د پروسې د ځنډیدولامل شی.
۳ پ. کچېرې پداسې حال کې زما د لومړني پېرول نېته پای ته ورسیږی چې زما د بیا پېرول غوښتنلیک په اړه پرېکړه نده شوې؟ ایا تاسو به زما د بیا پیرول غوښتنلیک پروسس کولو پرمهال زما پیرول وغځوئ؟
ستاسو د لومړنی پېرول دورې پای ته رسیدو وروسته. تاسو به د خپل استوګنې قانونی موده له لاسه ورکړئ، مګر دا چې ستاسو د کډوالۍ قانونی حالت، لکه د پناهغوښتنی حالت یا لنډمهاله خوندیتوب حالت (TPS) ومنل شی. یا ستاسو د پناه غوښتنې غوښتنلیک، لنډمهاله خوندیتوب حالت (TPS) یا قانونی دایمی استوګنې (ګرین کارت) په اړه د پریکړې پراساس په قانونی استوګنې په موده کې اوسئ. موږ تاسې هڅوو چې ژر تر ژره د بیا پېرول لپاره غوښتنه وکړئ.
I-94 فورمه
۱ پ. ایا زه به د ګمرکونو او سرحدونو د ساتنې CBP د ادارې لخوا څخه نوی I-94 فارمه یا د تګ/ راتګ د سوابقو فورمه ترلاسه کړم؟
ځواب. که تاسو د ساده غوښتنلیک پروسې له لارې د I-131 فورمې په داخلولو سره ستاسو بیا پېرول غوښتنه زمونږ لخوا ومنل شي، نو ستاسو د I-94 فورمه به د USCIS لخوا لیږل شوی خبرتیا سره نوی او ضمیمه شی. وروسته له هغې چې تاسو بیا پېرول ومنل شي، تاسو کولی شئ خپل نوی I-94 فورمه د متحده ایالاتو د ګمرکونو او سرحدونو د ساتنې (CBP) د ادارې له وېبپاڼې U.S. Customs and Border Protection (CBP)Form I-94 website څخه ترلاسه کړئ.
۲ پ. زه څنګه کولی شم وګورم چې آیا زه د OAR یا PAR کتګورئ لرم؟
ستاسو د راتګ کتګورئ په I-94 فورمه کې شامل دی. هغه خلک چې متحده ایالاتو ته د رارسیدو په وخت کې یې د I-94 فورمه ترلاسه کړې وی باید د CBP CBP Form I-94 website وېبپاڼې څخه لیدنه وکړی ترڅو خپل I-94 فورمه وګوری او چاپ کړی، او د دوی I-94 فورمه ترلاسه کولو لپاره تاسو مکمل نوم (نوم او تخلص) ، د زیږون نیټه ، د سند شمیره یا A - شمیره (د A حرف په شمول) او ستاسو د تابعیت هیواد ته لیکلو ته اړتیا لرئ. د CBP یا د سرحدونو او ګمرکونو د ساتنې اداره په پښتو، دری او انګلیسی ژبو کې Form I-94 in English, PashtoDari (PDF) د I-94 فورمې د ترلاسه کولو څرنګوالی په اړه لارښوونې چمتو کړي دي.
که ستاسو د I-94 فورمه د PAR یا OAR کټګورئ لیکل شوې نه وي، مهربانی وکړئ لومړی د I-94 فورمې Form I-94 website څخه لیدنه وکړئ ترڅو خپل د راتګ کټګورئ وګورئ، که نه نو د CBP سرحد او ګمرک محافظت اداره ته پدې آدرس oawi94adjustments@cbp.dhs.gov بریښنالیک واستوئ.
د پېرول نورې برخي د (ډي تيDT) راتګ کتګوری سره
۱: لکه څنګه چې د کورنیو ا وزارت (DHS) ویب پاڼه کې یادونه شوې د ځینې اوکرایني پېرول لرونکو د لومړنی پېرول موده تمدید شوه. ولې د متحده ایاالتو حکومت د افغان اتباعو لپاره په اتومات ډول پیرول نه غزوي؟
ځواب. په اوکراین باندې د روسیې له بې سببه یرغل وروسته، ځینې اوکراینی وګړي او د دوی د کورنۍ غړی د 2021 په جریان کې د اوکراین لپاره د یووالي برنامې له پیل کیدو دمخه نږدې 8 اونیو لپاره متحده ایالاتو ته رغلل. په هغه وخت کې، د اوکراین لپاره د یووالی پروګرام شتون نه درلود او دوی ته د یو کال پېرول ورکړل شو، پداسې حال کې چې هغه کسان چې د اوکراین لپاره د یووالي پروګرام له لارې متحده ایالاتو ته ننوتل د دوه کلونو لپاره پېرول صادر شوی. DHS یا د کورنی امنیت وزارت د یو کال پیرول لرونکو اشخاصو پېرول موده وغځوله ترڅو د هغو کسانو په څیر ورته شی چې د اوکراین لپاره د یووالي برنامې له لارې دوه کلن پېرول ترلاسه کړی. لکه څنګه چې DHS یا د کورنی امنیت وزارت په 2022 په جولای میاشت کې د ځینو افغان وګړو لومړنی پېرول د دوه کلونو لپاره وغځاوه.
۲ پ. ایا افغان وګړي چې د دي تي DT کتګوري لری د دې نوی غوښتنلیک پروسې له لارې بیا پیرول او کارجواز کارت EAD ته غوښتنه کولی شی؟
ځواب. د ډي تيDT د راتګ کتګوري معمولا د یو کال یا لږ وخت مودې لپاره ورکول کیږي. ګنشمېر افغانانو دراتګ له وخته تر اوسه خپل د راتګ کټګوري او اِې آر OAR ته تبدیله کړې ده او خپل د پېرول موده یې دوه کلونو لپاره اړولې ده. هغه خلک چې متحده ایالاتو ته د رارسیدو په وخت د خپل I-94 فورمه ترلاسه کړې باید د CBPیا کورني امنیت وزارت له وېبپاڼې CBP Form I-94 website څخه لیدنه وکړی ترڅو خپل I-94 فورمه وګوری او چاپ کړي. د سرحدونو او ګمرکاتود ساتنې اداره په پښتو او دری ژبو لارښوونې چمتو کړی دی، او دلته Form I-94 in Pashto (PDF)، Form I-94 in Dari (PDF) په پښتو او دری ژبو خپل I-94 فورمه پیدا کولئ شئ.
مخکې لدې چې ستاسو د بیا پېرول غوښتنه وړاندې کړئ ، تاسو کولی شئ د CBP یا د ګمرکونو او سرحدونو محافظت ادارې سره اړیکه ونیسئ اوخپل د راتلو کتګوري نوی کړئ. که تاسو د I-94 فورمه کې د "OAR" یا PAR کټګوري نوي لیکل شوي او تاسو:
- یو افغان وګړئ یاست چې د ۲۰۲۱ کال د جولای میاشتې له ۳۱مې نېټې څخه د ۲۰۲۲ کال د سپتمبر میاشتې تر ۳۰مې نېټې پورې د پېرول لرونکي په توګه امریکا ته راغلی وی؛
- د هغه کس میرمن یا ماشوم یاست څوک چې د2021 کال د جولای 31 ، څخه د 2022 کال د سپتمبر میاشتې 30 ترمینځ د پیرول لرونکی په توګه متحده ایالاتو ته راغلي، او تاسو د2022 کال د سپتمبر 30 ، وروسته د پیرول لرونکی په توګه متحده ایالاتو ته راغلي یاست.
یا
د هغه چا پلار ، مور یا قانونی سرپرست یاست چې د2021 کال د جولای 31 ، څخه د 2022 کال د سپتمبر میاشتې 30 ترمینځ د پیرول لرونکی په توګه متحده ایالاتو ته او د بې سرپرسته ماشوم په توګه پیژندل شوی.
CBP یا د ګمرکونو د ساتنې ادارې ته پدې آدرس oawi94adjustments@cbp.dhs.gov برېښنالیک واستوئ.
فدرالی ګټې او خدمتونه
۱ پ. که تاسو زما د بیا پېرول غوښتنه منظور کړئ، زه به لاهم وکولی شم ګټې ترلاسه کړم ، لکه د مهاجرو د بیا میشته کولو دفتر (اوآرآرORR) د نغدو پیسو او طبی مرستې ؟
ځواب. هو. د مستحقو افغانانو لپاره د اوارار ORR لخوا تمویل شوی خدماتو ورکړه تمدید کیږي، د هغو کسانو په شمول چې پېرول یې د پېرول د نوی پروسې له لارې چې د جون په میاشت کې پیل شوی غزول شوی، همدارنګه افغان پناهغوښتونکي، هغو افغانانو ته چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې منل شوی ، ځانګړی کډوال او نور مستحق خلک (د نورو معلوماتو لپاره د Policy Letters 16-01 او 22-02 (PDF) پالیسۍ لیکونه وګورئ) په یاد ولرئ چې ځینې افغانان چې د لنډمهاله خوندیتوب حالت یا (TPS) یې ترلاسه کړی د افغانانو پېرول لرونکو اړونده مرستو مستحق نه دی. کیداي ښی پېرول لرونکي افغانان د نورو امتیازونو مستحق وي.
۲ پ. ایا افغان پېرول لرونکي کسان کولای شی چې د اوآرآرORR له تمویل شویو خدمتونو څخه په ګټې اخیستنې سره د ساده پروسې له لارې بیا پېرول لپاره غوښتنه وکړی؟
ځواب. هو افغان پیرول لرونکي، چې د پیرول جواز په موده کې دی، کولی شی د اوارار ORR لخوا تمویل شوی خدماتو له طریقه د USCIS ساده پروسې پر بنسټ د بیا پېرول لپاره بیا غوښتنه وکړی.
یادونه: ORRR د نوی راغلو افغانانو لپاره د حقوقی مرستو پروژه (ELSA) تمویلوی چې مستحقو افغانانو ته په متحده ایالاتو کې وړیا او بې لګښته حقوقی خدمتونه وړاندې کوی. السا د دایمی استوګنې لارو کې همکاری کوې لکه دپناهغوښتنې او ځانګړی کډوالۍ وضعیت ترلاسه کول، او همدارنګه د کورنۍ یوځای کیدو په برخه او د مهاجرت نور لارو به برخه کې همکاری کوی. د نورو معلوماتو لپاره ، مهربانی وکړئ دا وېبپاڼه https://ilsaa.acf.hhs.gov وګورئ.
۳: ایا هغه افغانان چې د پېرول موده یې پای ته ورسیږي، د او آر آر ORR تمویل شویو خدمتونو لپاره مستحق ګڼل کېږي؟
د کډوالو د بیا میشته کولو دفتر (او آر آر ORR) یو نوئ لارښود خپور کړی ترڅو د افغان پیرول لرونکو لپاره د او آر آر ORR خدماتو ترلاسه کولو په اړه وضاحت ورکړئ څوک چې د بیا پېرول غوښتنلیک، د پناه غوښتنې غوښتنلیک، یا د USCIS سره وضعیت تنظیم کولو په اړه پریکړې ته انتظار باسی. دا لارښوود په هغو افغانانو پورې اړه لری چې د USCIS ته د خپلو غوښتنو په اړه د پریکړې په انتظار کې د دوی لومړنۍ پېرول موده ختمېږي.