Skip to main content
U.S. flag
An official website of the United States government    Here's how you know
Español
Multilingual Resources
Official Government Website

Official websites use .gov
A .gov website belongs to an official government organization in the United States.

Secure Website

Secure .gov websites use HTTPS
A lock ( A locked padlock ) or https:// means you've safely connected to the .gov website. Share sensitive information only on official, secure websites.

U.S. Department of Homeland Security Seal, U.S. Citizenship and Immigration Services
 
Sign In  
Access USCIS online services.
  • Sign In
  • Create Account
Sign In
Create Account
  • Topics

    • Family

      • Family of Green Card Holders (Permanent Residents)
      • Family of Refugees and Asylees
      • Family of U.S. Citizens
    • Adoption

      • Before You Start
      • Immigration through Adoption
    • Military

      • Citizenship for Military Family Members
      • Naturalization Through Military Service
    • Humanitarian

      • Humanitarian Parole
      • Refugees and Asylum
      • Temporary Protected Status
    • Visit the U.S.

      • Change My Nonimmigrant Status
      • Extend Your Stay
    • Working in the United States

      • Permanent Workers
      • Temporary (Nonimmigrant) Workers
    • Avoid Scams

      • Common Scams
      • Find Legal Services
      • Report Immigration Scams
    • Careers at USCIS

      • Career Opportunities
      • Special Hiring Programs
  • Forms

    • Most Accessed Forms

      • I-485, Application to Register Permanent Residence or Adjust Status
      • I-765, Application for Employment Authorization
      • I-90, Application to Replace Permanent Resident Card (Green Card)
      • N-400, Application for Naturalization
    • All Forms

    • File Online

    • Family Based Forms

      • I-129F, Petition for Alien Fiancé(e)
      • I-130, Petition for Alien Relative
      • I-360, Petition for Amerasian, Widow(er), or Special Immigrant
      • I-600, Petition to Classify Orphan as an Immediate Relative
      • I-751, Petition to Remove Conditions on Residence
    • Employment Based Forms

      • I-9, Employment Eligibility Verification
      • I-129, Petition for a Nonimmigrant Worker
      • I-140, Immigrant Petition for Alien Workers
      • I-526, Immigrant Petition by Standalone Investor
      • I-539, Application to Extend/Change Nonimmigrant Status
    • Humanitarian Based Forms

      • I-134A, Online Request to be a Supporter and Declaration of Financial Support
      • I-589, Application for Asylum and for Withholding of Removal
      • I-730, Refugee/Asylee Relative Petition
      • I-821, Application for Temporary Protected Status
  • Newsroom

    • All News

      • Alerts
      • Fact Sheets
      • News Releases
    • Media Contacts

    • Multimedia Gallery

    • Social Media Directory

    • Speeches, Statements, Testimony

  • Citizenship

    • Learners

      • Apply for Citizenship
      • Learn About Citizenship
      • Naturalization Test and Study Resources
    • Educators

      • Educational Products for Educators
      • Resources for Educational Programs
      • Teacher Training Sessions
    • Organizations

      • Outreach Tools
      • Civic Integration
      • Interagency Strategy for Promoting Naturalization
      • Naturalization-Related Data and Statistics
    • Grants

      • Learn About the Citizenship and Integration Grant Program
      • Success Stories from Grant Recipients
  • Green Card

    • Green Card Processes and Procedures

      • Adjustment of Status
      • After We Grant Your Green Card
      • Employment Authorization Document
      • Visa Availability and Priority Dates
    • Green Card Eligibility Categories

    • How to Apply for a Green Card

    • Replace Your Green Card

    • While Your Green Card Application Is Pending with USCIS

  • Laws

    • Legislation

      • Immigration and Nationality Act
    • Class Action, Settlement Notices and Agreements

    • Unlawful Presence and Inadmissibility

    • Policy Manual

    • Regulations

    • Administrative Appeals

  • Tools

    • Self-Help Tools

      • Check Case Processing Times
      • Case Status Online
      • Change of Address
      • E-Request
      • Password Resets and Technical Support
    • Website Resources

      • Archive
      • A-Z Index
      • Website Policies
    • Additional Resources

      • Explore my Options
      • Immigration and Citizenship Data
      • Multilingual Resource Center
      • USCIS Tools and Resources
  • Contact us
  • Multilingual Resources
Main navigation
Skip to main content
  • Humanitarian
    • Abused Spouses, Children and Parents
      • Questions and Answers
    • Processes for Cubans, Haitians, Nicaraguans, and Venezuelans
      • Frequently Asked Questions About the Processes for Cubans, Haitians, Nicaraguans, and Venezuelans
    • Consideration of Deferred Action for Childhood Arrivals (DACA)
      • DACA Litigation Information and Frequently Asked Questions
      • Filing Tips for Deferred Action for Childhood Arrivals
      • Frequently Asked Questions
    • Deferred Enforced Departure
      • DED Covered Country - Liberia
      • DED Covered Country – Certain Hong Kong Residents
      • DED Covered Country – Venezuela
    • Information for Afghan Nationals
      • Re-Parole Process for Certain Afghans
        • A Quick Guide to Support The Afghan Workforce
        • Afghan Re-Parole FAQs
    • Uniting for Ukraine
      • Frequently Asked Questions About Uniting for Ukraine
    • Employment Resources for Parolees in the United States
    • Humanitarian Parole
      • Information for Afghan Nationals on Requests to USCIS for Humanitarian Parole
        • Frequently Asked Questions About Urgent Humanitarian and Significant Public Benefit Parole for Afghans
      • Parole Processing
      • Family Reunification Parole Processes
        • Frequently Asked Questions About the Family Reunification Parole Processes
      • Haitian Family Reunification
      • Filipino World War II Veterans Parole Program
      • Cuban Medical Professional Parole (CMPP) Program
      • Cuban Family Reunification
    • Refugees and Asylum
      • Refugees
        • Refugee Eligibility Determination
        • Refugee Adjudications: Policy and Procedures
        • Refugee Processing and Security Screening
      • Asylum
        • Affirmative Asylum Frequently Asked Questions
        • Affirmative Asylum Interview Scheduling
        • Asylum Merits Interview with USCIS: Processing After a Positive Credible Fear Determination
        • Establishing Good Cause or Exceptional Circumstances for Rescheduling Affirmative Asylum Interviews
        • The 180-Day Asylum EAD Clock Notice
        • FACT SHEET: Implementation of the Credible Fear and Asylum Processing Interim Final Rule
        • Types of Affirmative Asylum Decisions
        • The Affirmative Asylum Process
        • Preparing for Your Affirmative Asylum Interview
        • Obtaining Asylum in the United States
    • Statelessness
    • Temporary Protected Status
      • Afghanistan
      • Burma (Myanmar)
      • Cameroon
      • El Salvador
      • Ethiopia
      • Haiti
      • Honduras
      • Nepal
      • Nicaragua
      • Syria
      • Somalia
      • Sudan
      • South Sudan
      • Ukraine
      • Venezuela
      • Yemen
    • Victims of Human Trafficking and Other Crimes
      • Victims of Criminal Activity: U Nonimmigrant Status
      • Victims of Human Trafficking: T Nonimmigrant Status
      • Resources for Victims of Human Trafficking and Other Crimes
    • Female Genital Mutilation or Cutting (FGM/C)
    • Forced Marriage
Breadcrumb
  1. Home
  2. Humanitarian
  3. Humanitarian Parole
  4. Information for Afghan Nationals on Requests to USCIS for Humanitarian Parole
  5. Frequently Asked Questions About Urgent Humanitarian and Significant Public Benefit Parole for Afghans (Pashto)

د افغانانو لپاره د مشروط بشردوستانه اوعام المنفعه اقامت په اړه معمولي مطرحه کيدونکې پوښتنې

  • English
  • دری
  • پښتو

د افغانانو لپاره د مشروط بشردوستانه اوعام المنفعه اقامت په اړه معمولي مطرحه کيدونکې پوښتنې

د متحده ايالتونو د اتباعو او کډوالۍ خدماتو دفتر (USCIS) د مشروط اقامت بهير او پر هغو افغان اتباعو باندې د تطبيق د بڼې په اړه څو پوښتنې ترلاسه کړي چې متحده ايالتونو ته د رسيدو په هڅه کې دي. موږ ژمن يو چې په خپل ويب سايټ کې د عمومي پوښتنو د ځوابونو په اړه کره معلومات وړاندې او د وخت په تېريدو سره معمولي پوښتنې ور زياتې کړو.

د مشروط اقامت غوښتنلیک

يو افغان تبعه څنګه کولای  شي د مشروط اقامت بهير پيل کړي؟

په مهربانۍ سره د بيړني بشردوستانه او عامه المنفعه مشروط اقامت غوښتنلیک په باره کې د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د متحده ايالتونو د اتباعو او کډوالۍ خدماتو دفتر (USCIS) ويب پاڼې د مشروط بشردوستانه اقامت په اړه د افغان اتباعو د اطلاعاتو څانګې څخه  ليدنه وکړئ. کولای  شي د مشروط بشردوستانه اقامت په باره کې د اړتيا وړ فورمو او په شرایطو برابروالي معيارونو په اړه د لازياتو معلوماتو لپاره د بشردوستانه او عمومي ګټو پر بنسټ مشروط اقمات ويب سايټ وګورئ.

د بيړنيو بشردوستانه يا عمومي ګټو د دلايلو شتون په صورت کې د مشروط اقامت لپاره د شرایطو برابروالي معيارونه کوم دي؟
موږ د مشروط اقامت ټول غوښتنلیکونه او وړاندې شوي شرایط په موردي صورت او د ټولو شرایطو په پام کې نيولو سره پلټو. د کډوالۍ او تابعيت قانون( 212(d)(5 برخه وګورئ). په عمومي توګه د بين‌المللي پناه غوښتنې د ملاتړ سیسټم له لارې  ملاتړ ته اړمنو افغان اتباعو په شمول ملاتړو اړتیاوو ته عمومی رسیدنه د متحده ايالتونو دولت د پخوانۍ پاليسۍ برخه ده چې د متحده ايالتونو د کډوالۍ منلو پروګرام (USRAP) له‌لارې بیاميشتيدنه هم په‌کې شاملېږي.

په ځينو مواردو کې محافظي اړتياوې دومره بيړنۍ وي چې د کوربه هېواد يا د متحده ايالتونو د کډوالۍ هرکلي پروګرام  (USRAP) له لارې د ملاتړ ترلاسه کول له واقعيت سره سم نه‌ وي. يو غوښتوونکی بايد خپل نېږدې پيښيدونکی خطر يا زيانمنتيآ ثابته کړي چې موږ ورته مشروط اقامت ورکړو. په ويب پاڼه کې د بشردوستانه يا عمومي ګټو پر بنسټ مشروط اقامت غوښتنلیکونو د مشخصو ډولونو په اړه د شواهدو په اړه لارښود عمومي معلومات وړاندې شوي چې مشخصو او هدفي يا شخصي زيانونو پر وړاندې د محافطت په موخه د مشروط اقامت ترلاسه کولو په اړه  د تصميم نيونې پر مهال د ځينو لاملونو پوهيدو په موخه پام کې نيسو، درسره مرسته کولای  شي. کولای  شئ د مشروط اقامت په ويب سايټ کې د هغو کسانو په اړه  معلومات وګورئ چې ښايي د مشروط اقامت پر شرایطو برابر وي. 

زما د کورنۍ يو غړی چې اوس له متحده ايالتونو څخه بهر د کورنۍ پر بنسټ کډوالۍ غوښتنې له شرایطو سره برابر وي، ايا د مشروط اقامت د غوښتنلیک له مخې د بيګانه خپلوانو لپاره د غوښتنلیک I-130فورم وړاندې کړم؟ که چېرې د کډوالۍ يا غير کډوالۍ لپاره د ويزې ترلاسه کولو په شرایطو برابر وي، څه وکړو؟

مشروط اقامت هدف پروسيجرونو ته د رسيدو، مهالوېش، د ناقانونه معافيت په پام کې نيولو يا کډوالۍ ته د رسيدو کانالونو ته ناقانونه رسيدنې څخه د معافيت لپاره دعادي بهيرونو د پړاوونو بشپړولو څخه مخنیوی نه ‌دی. که چېرې د مشروط اقامت لپاره مهم بشردوستانه اوعمومي ګټو لپاره بيړني دلايل موجود وي، د کورنۍ يو غړي( پلار، ميرمن له 21 کلنۍ کم عمره مجرد اولاد)  يا د متحده ايالتونو د يو تبعه يا د کورنۍ يو نېږدې غړی ( ميرمن، تر21 کلونو کم عمره اولاد)  د مشروط اقامت غوښتنليک د تأييد په اړه د تصميم نيونې پر مهال د ټولو شرايطو په پام کې نيولو سره د دايمي قانوني اقامت لروونکي کس شتون په قضيه کې يو مثبت عامل ګڼل کېږي. که د عادي پړاوونو بشپړولو ته رسيدنه ناممکنه وي يا بيړنۍ رسيدنې ته اړتيا وخت ونيسي، موږ تأييد شوی I-130 فورم د يو مطلوب عامل په توګه په پام کې نيسو. د افغان اتباعو لپاره د مشروط اقامت غوښتنلیک په اړه د لازياتو معلوماتو ترلاسه کولو په موخه د مشروط بشردوستانه اقامت  په اړه د متحده ايالتونو د اتباعو او کډوالۍ خدماتو دفتر (USCIS) ويب سايټ کې د افغان اتباعوغوښتنليک اطلاعاتو ته مراجعه وکړئ.

څنګه کولای  شم  د خپلې دوسيې د پړاوونو بشپړولو د چټکتيا په موخه غوښتنليک وړاندې کړم؟

کولای  شئ د مشروط بشردوستانه اقامت (I-131 فورم، د سفرسند غوښتنلیک) په پورتنۍ ښۍ څنډه کې په تور رنګ د چټکتيا (EXPEDITE) کلمې په ليکلو سره د غوښتنليک د پړاوونو بشپړولو د چټکټيا غوښتنه وکړئ. په عمومي توګه د مشروط اقامت  ټول غوښتنليکونه د بيړنۍ اړتيا پر بنسټ دي. له همدې امله بايد د غوښتنليک چټکتيا لپاره مهم اسناد موجود وي، د ژوند ګواښوونکي وضعيت ښودل يا نور ډېر بيړني شرایط. همدارنګه‌ داسې مهم سندونه وړاندې کړئ چې د پړاوونو چټکتيا لپاره ستاسو له غوښتنليک څخه ملاتړ وکړي موږ به غوښتنليکونه په موردي بڼه پروسس کړو. که چېرې د مشروط اقامت د لومړني غوښتنليک وړاندې کولو راهيسې ذینفع شرایط بدل شوي وي او په بيړه سره چټکې رسيدنې ته اړتيا ولري، غو‌ښتنليک وړاندې کوونکی يا يې پخوانی استازی کولای  شي، غوښتنلیک له هر ډول شواهدو او اسنادو سره ضميمه په HumanitarianParole@uscis.dhs.gov پته بریښنا ليک راواستوئ. په مهربانۍ سره د « د چټکتيا غوښتليک expedite request »  موضوع او د رسيد شمېره د برښناليک موضوع په يوه برخه کې وليکئ. 

له فيس څخه د معافيت غوښتنلیک به زما پر دوسيې څه اغېز ولري؟

که چېرې مو له فيس څخه د معافيت غوښتنليک  ومنو، ستاسو د دوسيې پر اصلي ماهيت څه اغېز نه‌لري. که چېرې ستاسو د فيس د معافيت غوښتنلیک رد کړو،  ښایي ستاسو د مشروط اقامت غوښتنليک هم  رد شي،  نو له دې کبله باید د اړتيا وړ لګښتونه  او له فيس څخه د معافيت  غوښتنلیک د رد دلايلو د ځواب له سند سره بياځلي راولېږئ.

آيا د هغو اسنادو ژباړه لازمي ده چې په انګليسي ژبه نه دي؟

هو،  هر ډول اسناد ( د اړتيا پر بنسسټ کاپي يا اصلي اسناد) چې په بهرنۍ ژبه راواستول شوي وي، بايد د هغو  بشپړه انګليسي ژباړه د اسنادو له بشپړ کره والي څخه د ژباړن تصديق او د باصلاحيته ارګان له‌خوا  له بهرنۍ ژبې څخه انګليسي ته د ژباړن د ژباړې تأييد ورسره ضميمه وي.

آیا د مشروط اقامت ترلاسه کولو لپاره پاسپورت ته اړتيا لرم؟

کله چې ستاسو د مشروط اقامت غوښتنليک پلټو، بايد خپل هويت را ته مشخص کړئ. که چېرې په مشروط ډول ستاسو مشروط اقامت تأييد کړو، بايد د سفر سند له ترلاسه کولو مخکې د مرکې پر مهال د بهرنيو  چارو وزارت کونسلي افسر ته خپل هويت مشخص کړئ. د هويت لپاره د خپل پاسپورت د هويت پاڼې، تذکرې او يا هويتي سند کاپي چې د اړوند دولت له‌خوا چې ستاسو تابعيت تأييدوي او له دې شرحې سره چې ولې ستاسو پاسپورت د لاسرسي وړ نه‌د‌ي، وړاندې کړئ. که چېرې هيڅ داسې هويتي سند ( تذکره) ته چې د دولت له‌خوا صادره شوي وي، لاسرسی نه‌لري، بايد خپل ثانوي هويت د سند ډول له داسې وضاحت سره چې ولې دولت له‌خوا تأييد شوې تذکره يا د هوت سند ته لاسرسی نه‌لرئ، وړاندې کړئ. ښايي د ثانوي سند ډول کې مذهبي اسناد، روغتيايي اسناد او د ښوونځي يا کار سوابق شامل وي خو په دې پورې نه محدودېږي. موږ کولای  شو له افغان اتباعو سره مرسته وکړو څو د افغان دولت پاسپورت يا له هغه درېيم هېواد څخه د وتلو او دننه کيدو اجازه ترلاسه کړئ چې د سفر پر مهال پاسپورت ته اړتيا لرئ .

کوم کونسلي دفترونه کولای  د مشروط اقامت غوښتنليک ته کنسولي رسيدنه بشپړه کړي؟

تر هغه چې د متحده ايالتونو د اتباعو او کډوالۍ خدماتو دفتر (USCIS) د مشروط اقامت غوښتنليک لومړني پړاوونه بشپړ او مشروطه تأييدې يې صادره کړي نه‌وي، د متحده ايالتونو سفارت يا کنسلګرۍ نه‌شي کولای  د مشروط اقامت له ذينفع سره مرسته وکړي. د متحده ايالتونو ټول هغه سفارتونه او کنسلګرۍ چې د ويزې خدمات وړاندې کوي، د مشروط اقامت د پړاوونو بشپړولو کې مرسته کولای  شي. که څه هم ښايي د کرونا يا کويډ ـ 19 ناروغۍ د محدوديت له کبله د انټروي وخت توپير ولري. د لازياتو معلوماتو لپاره په ذينفعه کوربه هېواد د متحده ايالتونو سفارت او کونسلګرۍ له ويب سايټ څخه ليدنه وکړئ. د متحده ايالتونو د بهرنيو چارو وزارت د سفارت خونو رسمي لړليک وګورئ.

تر قانوني سن لاندې کسان کولای  شي د اصلي ذينفع په توګه د مشروط اقامت ترلاسه کولو لپاره اقدام وکړي؟

دا چې د مشروط اقامت لپاره هيڅ کوم اړوند مشتق وضعيت نشته، نو بايد د I-131فورم تر قانوني سن کسانو په شمول  هر کس  ته هم واستول شي. له متحده ايالتونو بهر هر کس کولای  شي د سن له په پام کې نيولو پرته د غوښتوونکي په توګه د مشروط اقامت ترلاسه کولو لپاره غوښتنليک وړاندې کړي. له دې سربېره، هر کس کولای  شي د هغو کسانو له‌خوا چې له متحده ايالتونو څخه بهر دي، د سن له پام کې نيولو پرته د مشروط اقامت غوښتنه وکړي. د ماشومانو لپاره د مشروط اقامت غوښتنلیک د ثبت په اړه د لازياتو معلوماتو لپاره ويب پاڼه کې د عمومي ګټې يا بشرپاله مشروط اقامت غوښتنليکونو د ځانګړو ډولونو وړاندې کولو لارښود کې د ماشومانو لپاره د مشروط غوښتنلیکونو د ثبت په اړه لازيات معلومات وړاندې شوي دي.

که چېرې کوم سازمان د I-131 فورم ډک کوي، د کارکوونکي يا سازمان شخصي معلومات ( د ټولنيز تأمين شمېره، د زېږون نېټه، مبداء هېواد) په کې درج کړي؟

هغه کس يا غوښتوونکی چې د I-131 فورم  ډک کوي، بايد د فورم لومړۍ برخه بشپړه، لاسليک او تأييد کړي چې په 8 برخه کې غوښتنلیک او د ټولو وړاندې شويو اسنادو معلومات سم دي. غوښتوونکی بايد همدارنګه يو روښانه او څرګند انځور لروونکی سند چې د دولت له‌خوا صادر شوی وي او د هغه نوم او د زېږون نېټه مشخصوي، وړاندې کړي، لکه:

  • د اوسنۍ ګمارنې د جواز سند، که چېرې موجود وي؛
  • د دولت له‌خوا صادر شوی د ډريورۍ معتبر ليسانس؛
  • د پاسپورت د هويت پاڼه؛
  • د I-551 فورم يا  دايمي اقامت کارت ( ګرين کارت)؛
  • يا هر ډول بل هويتي سند.
د ځنډ په حالت کې غوښتنلیکونه

څومره وخت نیسي چې USCIS د پارولي لپاره غوښتنې ته رسیدګي وکړي؟

موږ اوس د پارولي لپاره خورا زیات شمېر غوښتنې ترلاسه کوو. په داسې حال کې چې موږ هڅه کوو د پارولي لپاره ټولې غوښتنې په چټکۍ او ښه توګه ترسره کړو؛ متقاضیان باید په پروسه کې د ځنډونو تمه ولري. دا ډیر وخت نیسي چې موږ د 2021 کال له مني راهیسې ترلاسه کېدونکو د پارولي لپاره بې سابقې زیات شمېر غوښتنو ته رسیدګي وکړو او پروسه بېرته عادي وختونو ته راولو. موږ لازم اقدامات کوو چې پروسی ژر تر ژره بېرته خپل عادي وخت ته راولو.

که د پارولي لپاره د غوښتنې درج کولو پر وخت اړین شواهد او مدارک ونه سپارئ، یا موږ اړتیا ولرو چې له تاسو اضافي معلومات وغواړو؛ نو ستاسو د قضیې یا کیس پروسه به ډیر وخت ونیسي.

که تاسو د بشردوستانه یا مهمو عام المنفعه پارولي غوښتنو د ځینو ډولونو لپاره د مدارکو او شواهدو لارښود پاڼې تر بیاکتلو وروسته په داوطلبانه توګه غواړئ چې نور مدارک وړاندې کړئ، نو کولی شئ دا کار په خپل د یو سی آی اس آنلاین اکونټ کې د یا "ناغوښتل شوو شواهدو" (Unsolicited Evidence) په انتخابولو سره وکړئ.

که مو د پارولي غوښتنه په پاڼه کې وکړه، کولی شئ د "لاسرسي انلاین کوډ" (Online Access Code) څخه کار واخلئ چې خپلې پاڼې ته د USCIS له انلاین اکونټ حساب سره لېنک ورکړئ. که په دې اړه پوښتنې لرئ چې د USCIS انلاین اکونټ حساب مو څنګه تایید کړئ یا موږ د لاسرسي انلاین کوډ تنظیم کړو؛ مهرباني وکړئ د لاسرسي نوی انلاین کوډ څنګه ترلاسه کړم؟یا د یو سی آی اس د اړیکو مرکز پاڼې وګورئ.

که نه غواړئ د USCIS انلاین اکونټ حساب ته مو اضافي معلومات زیات کړئ؛ دغه راز کولی شئ خپل مدارک زموږ دفتر ته د پوسټ یا ایمیل له لارې را واستوئ. مهرباني وکړئ د پوسټ ادرس او ایمیل ادرس «د پارولي لپاره د غوښتنې د ترلاسه کولو خبرتیا» کې وګورئ. موږ سپارښتنه درته کوو چې خپل مدارک او شواهد د USCIS انلاین اکونټ حساب له لارې وړاندې کړئ، ځکه د هغو مدارکو او شواهدو پروسه چې د پوسټ له لارې استول شوي یا زموږ دفتر ته ایمیل شوي، ډیر وخت نیسي.

آيا د پتې په اړه د معلوماتو وړاندې کول زما د پروسې بشيړولو پر وخت اغېز کوي؟

اړتيا ده چې د مشروط اقامت غوښتنليک کې هم د متقاضي او هم د ذينفع کس د اړېکو لپاره د I-131 فورم په اړونده برخه يا اضافي سند کې لاښه معلومات ( بریښناليک پته، د ټيلفون شمېره او فزيکي پته) ولرو. که د هر کس د اړېکو په اړه اطلاعات بدلون مومي، باید موږ ته خبر راکړي.

موږ له افغانستان څخه بهر د هغو ذينفع افغانانو د مشروط اقامت غوښتنليک ته لومړيتوب ورکوو، چې د ذينفعانو په کوربه هېواد کې  يې د متحده ايالتونو له کونسلګريو او سفارتونو څخه د مشروط اقامت غوښتنليکونو د تأييدي په ترلاسه کولو سره د مشروط اقامت غوښتنليک بشپر کړي.  په هم‌مهاله توګه په افغانستان کې د مشروط اقامت غوښتنليکونو پلټنې ته هم  دوام ورکوو.

که چېرې د متحده ايالتونو د اتباعو او کډوالۍ خدماتو دفتر (USCIS) لاهم زما غوښتنليک ته رسيدنه نه‌ده کړې، کولای  شم د خپل مشروط بشردوستانه اقامت غوښتنليک لپاره خپل ورکړی  فيس بېرته ترلاسه کړم؟

کوم فيس چې تاسو ورکوئ، هغه د دولتي خدماتو ترسره کولو لپاره دی، ورکړل شوي فيسونه د دې له په پام کې نيولو پرته چې ستاسو د غوښتنلیک، غرض‌پاڼې اوغوښتنې په اړه څه ډول اقدام کېږي، د بايمټريک خدماتو لپاره دی، دا چې غواړئ له خپل غوښتنلیک څخه انصراف وکړئ، دا موضوع وروستۍ شوې او د بيا ورکړې وړ نه‌ده. که چېرې د لګښتونو او پاليسۍ په برخه کې بدلون راځي، موږ به يې په اړه خلکو ته معلومات ورکړو.

که چېرې په داسې حال کې چې د متحده ايالتونو د اتباعو او کډوالۍ خدماتو دفتر (USCIS) د غوښتوونکي د مشروط اقامت غوښتنليک د پلټنې په حال کې وي،  ولادت وکړي، آيا نوی زېږيدلی ماشوم I-131 فورم ته اړتيا لري؟

هو، موږ د هر ذينفع لپاره چې په متحده  ايالتونو کې د مشروط اقامت غوښتنليک وړاندې کوي، I-131 فورم ته اړتيا لرو. موږ د مشروط اقامت هر غوښتنليک په موردي بڼه پلټو. د کوچنيو ماشومانو مندې/ پلرونه بايد د مشروط اقامت غوښتنليک وړاندې کولو پر مهال د خپل کوچني ماشوم نوم، د زېږون نېټه،  د رسيد شمېره ( که چېرې وي) هم وړاندې کړي، د عمومي ګټو يا بشردوستانه مشروط اقامت غوښتنليکونو د ځانګړو ډولونو وړاندې کولو د سندونو په اړه  لازيات معلومات په ويب سايټ کې د ماشومانو لپاره د مشروط اقامت غوښتنليک د ثبت لارښود کې وړاندې شوي دي.  

آيا کولای  شئ په داسې حال کې چې لاهم په افغانستان کې يم زما د مشروط اقامت غوښتنلیک پړاوونه بشپړ کړئ؟

د متحده ايالتونو د اتباعو او کډوالۍ خدماتو دفتر (USCIS) کولای  شي چې ستاسو د مشروط اقامت غوښتنليک پړاوونه بشپړ کړي چې لاهم په افغانستان کې ياستئ. که مو پام شو چې تاسو د مشروط اقامت په شرایطو برابر نه ياستئ، يو د مستردي اطلاعيه به درته صادره کړو. که څه هم تر هغه چې تاسو په هغه هېواد يا سيمه کې ياستئ چې د متحده ايالتونو سفارت يا کونسلګرۍ په‌کې نه‌ وي، نه شو کولای  ستاسو د مشروط اقامت غوښتنليک په مشروط ډول تأييد کړو. که چېرې مو  لومړی د مشروط اقامت په شرایطو برابر وګنلئ، غوښتوونکي ته د مشروط اقامت د پړاوونو بشپړولو لپاره هغه  هېواد يا سيمې ته د سفر اطلاعيه صادرو چې د متحده ايالتونو سفارت يا کونسلګرۍ په کې فعاله وي څو يې د مشروط اقامت غوښتنلیک ته د رسيدنې بهير بشپړ شي.

غوښتنلیک وړاندې کوونکی بايد د متحده ايالتونو د اتباعو او کډوالۍ خدماتو دفتر (USCIS) ته په هغه هېواد کې چې د متحده ايالتونو سفارت يا کونسلګرۍ فعاليت لري، د مشروط اقامت غوښتنلیک وړاندې کولو لپاره ستاسو د حضور او  د مشروط اقامت د پړاوونو بشپړولو وړتيا په اړه معلومات ورکړي. له هغه وروسته ستاسو د مشروط اقامت غوښتنليک پلټل کېږي او پړاوونه يې بشپړېږي. که چېرې مو نوي موهن( منفي) اطلاعات ترلاسه نه‌کړل او تاسو مو د مشروط اقامت په شرایطو برابر وګڼلئ، نو د مشروط  اقامت تأييدي په اړه به اطلاعيه درته صادرو. او په همغه هېواد کې چې تاسو اقامت لرئ، د متحده ايالتونو سفارت او کونسلګرئ ته د مشروطې تأييدئ او تصويب معلومات ورکوو. په مشروط تأييدي اعلاميه کې د پروسې د راتلوونکيو پړاونو او د غير کډوالۍ ويزې د غوښتنليک  DS-160فورم بشپړولو په شمول معلومات درجوو. په معمولي توګه تر هغه چې ستاسو د مشروط اقامت غوښتنليک پړاوونه بشپړو، د څو میاشتو لپاره په درېيم هېواد کې د پاتې کيدو ته چمتووالی ونيسئ.

که زما د مشروط اقامت غوښتنليک تأييد کړئ آيا له افغانستان څخه د وتلو په برخه کې راسره مرسته کوئ؟

نه، موږ نه‌ شو کولای  چې له افغانستان څخه ستاسو په تلو کې مرسته وکړو. مشروط اقامت تاسوته  دا امکان برابروي چې په لنډمهاله توګه متحده ايالتونو ته راشئ او په قانوني بڼه په متحده ايالتونو کې حضور ولرئ، د بل هېواد پرېښودو په برخه کې درسره مرسته نه ‌شو کولای .

کله چې په افغانستان کې ووم ، د مشروط اقامت لپاره مې غوښتنليک وړاندې کړ، که وکولای  شم له افغانستان څخه ووځم، څنګه کولای  شم د متحده ايالتونو د اتباعو او کډوالۍ خدماتو دفتر (USCIS) ته خبر ورکړم؟

وروسته له هغه مو چې افغانستان پرېښود او يو داسې درېيم هېواد ته ورسيدئ، چې په هغه کې د متحده ايالتونو سفارت يا کونسلګرۍ فعاليت لري، بايد خپله اوسنئ پته او د اړېکو په اړه معلومات ( د ټيلفون شمېره او بریښناليک که چېرې يې لرئ) « افغانستان څخه بهر ذينفع کس لېږد» سرليک دغه HumanitarianParole@uscis.dhs.gov برښناليک ته واستوئ.

د مشروط اقامت له غوښتنليک وړاندې کولو وروسته که وکولای  شم درېيم هېواد ته سفر وکړم، آيا بيا هم دا باید ثابته کړم چې له خطر سره مخ يم؟

که چېرې له هغه هېواد پرته چې د مشروط اقامت غوښتنلیک مو په کې وړاندې کړی، بل هېواد ته سفر وکړئ، موږ به ستاسو د نويو شرایطو په اړه معلومات وغواړو. په همدې حال کې، که چېرې له مخکې څخه ستاسو د مشروط اقامت غوښټنليک پروسس شوي وي او د مشروطې تأييدۍ اطلاعيه يا  مشروط اقامت ته د رسيدنې دوام په اړه معلومات درته صادر شوي وي، په معمولي ډول ستاسو د غوښتنلیک د پړاوونو بشپړولو ته دوام ورکوو، مګر دا چې نوي شرایط بدل شوي وي او تاسو په شرایطو برابر ونه‌ګڼي. د بېلګې په ډول، که چېرې ستاسو د مشروط اقامت د غوښنليک اصل بيړنۍ روغتيايي ستونزې وي او تاسو هغه هېواد ته سفر کړی وي چې روغتيايي ستونزې مو له منځه تللي وي او روغتيايي مراقبتونو ته لاسرسی ولري، ښايي ستاسو د مشروط اقامت غوښنتليک رد کړو. که چېرې پوه شو چې په افغانستان کې د نوي پيښدونکي شديد خطر پر بنسټ د مشروط اقامت په شرایطو برابر یاستئ او کولای  شئ داسې درېيم هېواد ته سفر وکړئ چې په هغه کې په دايمي توګه ميشت نه‌ياستئ او ملاتړ ته هم هيڅ ډول لاسرسی نه‌لرئ، نو په حتمي توګه به ستاسو د غوښتنليک د پړاوونو بشپړولو ته دوام ورکړو. که چېرې ټول الزامات ترلاسه شي، لکه د امنيتي موضوعاتو هر ډول سوابقو تصفيه، نو غوښتوليک به مو په مطلوب ډول په پام کې ونيسو.

مشروطه تأييدئ

د متحده ايالتونو د اتباعو او کډوالۍ خدماتو دفتر (USCIS)  له‌خوا د مشروط اقامت غوښتنليک له مشروطې تأييدئ وروسته څنګه کولای  شم له مشروطې تأييدئ وروسته د سفر اسناد ترلاسه کړم؟

که چېرې ستاسوغوښتنليک په مشروط ډول تأييد کړو، د DS-160 فورم بشپړولو لپاره به درته د مشروطې تأييدۍ اطلاعيه واستوو نو بايد د انټرويو لپاره د بهرنيو چارو وزارت کونسلۍ برخې ته ورشئ څو مو د لازياتو امنيتي پلټونو لپاره هويت تأييد او بايمټريک شئ. که چېرې موعمر 14 کاله او يا له هغه څخه زيات وي، بايد بايمتريکي معلومات وړاندې کړئ. له دې سربېره، له مرکې مخکې د کونسلګرۍ کونسلي افسر ته د ډاکټر پينل اسناد وړاندې کړئ چې دا په مشروطه تأييدي اعلاميه کې يادو شويو لازمي روغتيايي سندونه بشپړوي. که چېرې ستاسو د هويت په اړه موهن( منفي) يا نوي هويتي اطلاعات تشخيص نه‌شي او روغتيايي الزمات مو بشپړ کړي وي، د متحده ايالتونو سفارت يا کونسلګرۍ د بیاراستنیدنې جواز په نوم سند درته صادروي چې د بیاراستنیدنې جواز  له صادريدو نېټې څخه تر 30 ورځو پورې د يو سوداګريز شرکت له‌خوا متحده ايالتونو ته سفر لپاره د پرواز اجازه درکوي.

متحده ايالتونو ته د سفر لپاره د بیاراستنیدنې جواز او مشروطه تأييدئ تر منځ څومره موده ده؟

غوښتوونکيو ته د مشروطه تأييدې له صادريدو سره هم‌مهاله موږ د متحده آيالتونو سفارت يا کونسلګرۍ ته د جواز يو يادښت صادرو چې غوښتوونکي د I-131فورم په 3 برخه کې ليسټ کړي دي. د  مشروط اقامت لروونکيو افغاناتو دغه يادښت د متحده ايالتونو سفارت يا کونسلګرئ ته اجازه ورکوي، څو د جواز يادښت له صادريدو وروسته د 120 ورځو په ترڅ دغه د مشروط اقامت غوښتنليک پروسس کړي. که چېرې د متحده ايالتونو سفارت يا کونسلګرۍ ونه توانېږي چې جواز له صادريدو وروسته د 120 ورځو په ترڅ کې بیاراستنیدنې جواز صادر کړي، بايد د جواز د نوي يادښت د صادريدو لپاره د متحده ايالتونو د اتباعو او کډوالۍ خدماتو دفتر (USCIS) سره اړېکه ونيسي.  

د مشروط اقامت لپاره مجازي مرکو پاليسۍ څه ده؟

مشروط اقامت د متحده ايالتونو په سفارت يا کونسلګرۍ کې ستاسو  شتون ته اړتيا لري چې په هغه کې د حضوري هويت تأييد، د ګوتې نښې او مرکه  شاملېږي.

په افغانستان کې د مشروط اقامت د ذينفع کسانو لپاره د انځور لرلو شرایط، آيا کولای  شم سر پټ کړم؟

غوښتنلیک وړاندې کوونکی بايد له I-131 فورم سره ضمیمه ستاسو انځور راواستوي. که چېرې د مشروط اقامت لپاره ستاسو مشروط غوښتنليک تأييد کړو، غوښتنليک وړاندې کوونکي د DS-160 فورم بشپړولو په اړه د مشروطې تأييدئ اطلاعيه استو چې بايد مرکې لپاره د هويت د تأييد او بايمټريک مشخصاتو ترلاسه کولو لپاره د بهرنيو چارو وزارت  کونسلګرۍ ته ورشئ او د امنيتي پلټنو لپاره يو انځور له ځانه سره ولري. ټول 14 کلن او له هغه د پورته عمر ذينفعان بايد له کونسلګرۍ سره د مرکې لپاره يو انځور وړاندې کړي.

د متحده ايالتونو د اتباعو او کډوالۍ خدماتو دفتر (USCIS) د سر پټولو په شمول د بهرنيو چارو وزات د انځور الزاميت څخه متابعت کوي.  

متحده ايالتونو ته له دننه کيدو وروسته

د رامنځته کيدونکې تشې د مخيني په موخه د مشروط اقامت (  نوي مشروط اقامت ) د نوي کولو لپاره څومره ژر بايد غوښتنليک وړاندې کړم؟

مشروط اقامت هغه مهال پايته رسېږي چې:

  • ستاسو د مشروط اقامت وخت پايته رسيدلی وي؛
  • ستاسو مشروط اقامت لغو شوی وي؛
  • متحده ايالتونه مو پرېښې وي؛ يا
  • يا مو د کډوالۍ وضعيت ترلاسه کوي؛ هر کوم يو چې لومړی ترسره شي.

مشروط اقامت لنډمهاله دی او تمديدېږي نه‌. خو په ځينو مواردو کې ښايي مشروط اقامت لروونکی د مشروط اقامت مودې له‌ پایته رسيدو وروسته په متحده ايالتونو کې پاتې شي. په دغسې مواردو کې کولای  شئ په متحده ايالتونو کې دننه د بياځلي مشروط اقامت غوښتنه وکړئ.

که چېرې  مو لومړی د متحده ايالتونو په سرحدي بندرونو کې د متحده ايالتونو د سرحد ساتنې او ګمرک ادارې (CBP) له‌خوا متحدانو ته د ښه‌ راغلاست عملياتو تر چتر لاندې د مشروط اقامت جواز ترلاسه کړی وي، د کورني امنيت وزارت د مشروط اقامت بهير لپاره ځينې غواروي تر پلټنې لاندې نيسي او موږ د لاسرسي په صورت کې په خپل ويب سايټ کې لازيات لارښودونه خپاره کړو.  

که چېرې ستاسو د مشروط اقامت لومړنۍ موده د I-131 فورم پر بنسټ د متحده ايالتونو د اتباعو او کډوالۍ خدماتو دفتر (USCIS) له‌خوا د تأييد وړ وګرځيده، له موږ څخه د بياځلي مشروط اقامت غوښتنه وکړئ. د بشردوستانه مشروط اقامت لپاره د متحده ايالتونو د اتباعو او کډوالۍ خدماتو دفتر (USCIS) څخه د غوښتنې په اړه د  افغان اتباعو د اطلاعاتو پاڼې ته په مراجعې سره  متحده ايالتونو ته له دننه کيدو وروسته د بياځلي مشروط اقامت فرعي برخه مطالعه کړئ. له موږ څخه د بياځلي مشروط اقامت غوښتنې لپاره باید د مشروط اقامت له انقضاء مخکې د 90 ورځو په ترڅ کې نوي د I-131 فورم راواستوئ. متحده ايالتونو څخه بهر کسانو لپاره د بشردوستانه يا عمومي ګټو مشروط اقامت  پاڼه کې د بياځلي مشروط اقامت د غوښتنليک ثبت په اړه لازيات معلومات ترلاسه کولای  شئ.  

که چېرې بياځلي مشروط اقامت غوښتنليک استوئ، بايد لاندې موارد په‌کې شامل وي:

  • د اړتيا وړ فيس ( له فيس څخه د معافيت غوښتنليک يا I-912 فورم) يا د فيس معافيت لپاره ليکلی غوښتنليک)؛
  • يا I-134 نوی فورم د مالي ملاتړ اعلاميه؛ او
  • هغه نوي شوی ملاتړي شواهد چې په مشروط اقامت سره په متحده ايالتونو کې ستاسو پاتې کيدو اړتيا ښيي.
مشروط اقامت مستردول

که چېرې د متحده ايالتونو د اتباعو او کډوالۍ خدماتو دفتر (USCIS) زما د مشروط اقامت غوښتننليک رد کړي، آيا دا په راتلوونکې کې د مشروط اقامت د غوښتنليک وړاندې کولو پرمهال پرما منفي اغېز نه‌ کوي؟

که چېرې د مشروط اقامت لپاره ستاسو غوښتنليک مسترد شو، دا به په يوازې توګه په راتلوونکې کې ستاسود مشروط اقامت پر غوښتنليک اغېز ونه‌ لري، که څه هم ستاسو په نوي غوښتنليک کې د مشروط اقامت لپاره اغېزناک اضافي او نويو معلومات ونه ‌لري. په احتمالي توګه به د هغو دلايلو پر بنسټ  چې ستاسو لومړنی غوښټنليک مو رد کړی، ښايي ستاسو نوی غوښتنليک  هم رد کړو، موږ د مشروط اقامت هر غوښتنليک او وړاندې شوي شواهد په موردي ډول او د ټولو شرایطو په پام کې نيولو سره پروسس او طی مراحل کوو. په همدې حال کې تاسو بايد دا ثابته کړئ چې د مشروط اقامت غوښتنليک پر بنسټ يا نوي بشردوستانه دلايلو يا عمومي ګټې د پام وړ دي او تاسو د مطلوب لزوم ‌ديد ترلاسه کولو مستحق ياستئ.

د لازياتو معلوماتو لپاره په ويب سايټ کې له متحده ايالتونو څخه بهر وګړيو لپاره بشر دوستانه يا عمومي ګټو  مشروط اقامت برخه وګورئ.

اضافي سرچينې

د افغانانو لپاره معلومات

  • د افغان اتباعو لپاره معلومات
  • د افغان اتباعو لپاره د متحده ايالتونو د اتباعو او کډوالۍ خدماتو دفتر (USCIS) ته د مشروط بشردوستانه اقامت لپاره د غوښتنليک وړاندې کولو په اړه معلومات
  • له متحده ايالتونو څخه بهر کسانو لپاره د بشردوستانه يا عمومي ګټو پر بنسټ مشروط اقامت
  • د بشردوستانه يا عمومي ګټو پر بنسټ د مشروط اقامت غوښتنليکونو د ځانګړيو ډولونو وړاندې کولو اسنادو په اړه لارښود.

ګډوال

  • کډوال

پناه‌اخېستنه

  • پناه‌اخېستنه

د افغان اتباعو لپاره د ځانګړې کډوالۍ ويزې

  • د  افغانانو لپاره د ځانګړې کډوالۍ ويزې ـ هغه کسان چې د متحده ايالتونو له‌خوا يا لپاره په دنده ګمارل شوي دي.

د دائمي اقامت کارت (گرین کارت)

  • د ګرين کارت په شرایطو برابروالي کټګورۍ
  • د هغو افغانانو لپاره ګرين کارټ چې د متحده ايالتونو له‌خوا يا لپاره په دنده ګمارل شوي دي.

 

د پتې يا ځای د بدلون په صورت کې، د خپلې نوې پتې په اړه  د متحده ايالتونو د اتباعو او کډوالۍ خدماتو دفتر (USCIS) ته خبر ورکړئ.

  •  د پتې بدلون د تنظيم  په اړه معلومات -  CoA  

 

Last Reviewed/Updated:
12/15/2023
Was this page helpful?
0 / 2000
To protect your privacy, please do not include any personal information in your feedback. Review our Privacy Policy.
Return to top
  • Topics
  • Forms
  • Newsroom
  • Citizenship
  • Green Card
  • Laws
  • Tools
U.S. Department of Homeland Security Seal, U.S. Citizenship and Immigration Services
Facebook
Twitter
YouTube
Instagram
LinkedIn
Email
Contact USCIS
U.S. Department of Homeland Security Seal
Agency description

USCIS.gov

An official website of the U.S. Department of Homeland Security

Important links
  • About USCIS
  • Accessibility
  • Budget and Performance
  • DHS Components
  • Freedom of Information Act
  • No FEAR Act Data
  • Privacy and Legal Disclaimers
  • Site Map
  • Office of the Inspector General
  • The White House
  • USA.gov
Looking for U.S. government information and services?
Visit USA.gov