Skip to main content
U.S. flag
An official website of the United States government    Here's how you know
Español
Multilingual Resources
Official Government Website

Official websites use .gov
A .gov website belongs to an official government organization in the United States.

Secure Website

Secure .gov websites use HTTPS
A lock ( A locked padlock ) or https:// means you've safely connected to the .gov website. Share sensitive information only on official, secure websites.

U.S. Department of Homeland Security Seal, U.S. Citizenship and Immigration Services
 
Sign In  
Access USCIS online services.
  • Sign In
  • Create Account
Sign In
Create Account
  • Topics

    • Family

      • Family of Green Card Holders (Permanent Residents)
      • Family of Refugees and Asylees
      • Family of U.S. Citizens
    • Adoption

      • Before You Start
      • Immigration through Adoption
    • Military

      • Citizenship for Military Family Members
      • Naturalization Through Military Service
    • Humanitarian

      • Humanitarian Parole
      • Refugees and Asylum
      • Temporary Protected Status
    • Visit the U.S.

      • Change My Nonimmigrant Status
      • Extend Your Stay
    • Working in the United States

      • Permanent Workers
      • Temporary (Nonimmigrant) Workers
    • Avoid Scams

      • Common Scams
      • Find Legal Services
      • Report Immigration Scams
    • Careers at USCIS

      • Career Opportunities
      • Special Hiring Programs
  • Forms

    • Most Accessed Forms

      • I-485, Application to Register Permanent Residence or Adjust Status
      • I-765, Application for Employment Authorization
      • I-90, Application to Replace Permanent Resident Card (Green Card)
      • N-400, Application for Naturalization
    • All Forms

    • File Online

    • Family Based Forms

      • I-129F, Petition for Alien Fiancé(e)
      • I-130, Petition for Alien Relative
      • I-360, Petition for Amerasian, Widow(er), or Special Immigrant
      • I-600, Petition to Classify Orphan as an Immediate Relative
      • I-751, Petition to Remove Conditions on Residence
    • Employment Based Forms

      • I-9, Employment Eligibility Verification
      • I-129, Petition for a Nonimmigrant Worker
      • I-140, Immigrant Petition for Alien Workers
      • I-526, Immigrant Petition by Standalone Investor
      • I-539, Application to Extend/Change Nonimmigrant Status
    • Humanitarian Based Forms

      • I-134A, Online Request to be a Supporter and Declaration of Financial Support
      • I-589, Application for Asylum and for Withholding of Removal
      • I-730, Refugee/Asylee Relative Petition
      • I-821, Application for Temporary Protected Status
  • Newsroom

    • All News

      • Alerts
      • Fact Sheets
      • News Releases
    • Media Contacts

    • Multimedia Gallery

    • Social Media Directory

    • Speeches, Statements, Testimony

  • Citizenship

    • Learners

      • Apply for Citizenship
      • Learn About Citizenship
      • Naturalization Test and Study Resources
    • Educators

      • Educational Products for Educators
      • Resources for Educational Programs
      • Teacher Training Sessions
    • Organizations

      • Outreach Tools
      • Civic Integration
      • Interagency Strategy for Promoting Naturalization
      • Naturalization-Related Data and Statistics
    • Grants

      • Learn About the Citizenship and Integration Grant Program
      • Success Stories from Grant Recipients
  • Green Card

    • Green Card Processes and Procedures

      • Adjustment of Status
      • After We Grant Your Green Card
      • Employment Authorization Document
      • Visa Availability and Priority Dates
    • Green Card Eligibility Categories

    • How to Apply for a Green Card

    • Replace Your Green Card

    • While Your Green Card Application Is Pending with USCIS

  • Laws

    • Legislation

      • Immigration and Nationality Act
    • Class Action, Settlement Notices and Agreements

    • Unlawful Presence and Inadmissibility

    • Policy Manual

    • Regulations

    • Administrative Appeals

  • Tools

    • Self-Help Tools

      • Check Case Processing Times
      • Case Status Online
      • Change of Address
      • E-Request
      • Password Resets and Technical Support
    • Website Resources

      • Archive
      • A-Z Index
      • Website Policies
    • Additional Resources

      • Explore my Options
      • Immigration and Citizenship Data
      • Multilingual Resource Center
      • USCIS Tools and Resources
  • Contact us
  • Multilingual Resources
Main navigation
Skip to main content
  • Humanitarian
    • Abused Spouses, Children and Parents
      • Questions and Answers
    • Processes for Cubans, Haitians, Nicaraguans, and Venezuelans
      • Frequently Asked Questions About the Processes for Cubans, Haitians, Nicaraguans, and Venezuelans
    • Consideration of Deferred Action for Childhood Arrivals (DACA)
      • DACA Litigation Information and Frequently Asked Questions
      • Filing Tips for Deferred Action for Childhood Arrivals
      • Frequently Asked Questions
    • Deferred Enforced Departure
      • DED Covered Country - Liberia
      • DED Covered Country – Certain Hong Kong Residents
      • DED Covered Country – Venezuela
    • Information for Afghan Nationals
      • Re-Parole Process for Certain Afghans
        • A Quick Guide to Support The Afghan Workforce
        • Afghan Re-Parole FAQs
    • Uniting for Ukraine
      • Frequently Asked Questions About Uniting for Ukraine
    • Employment Resources for Parolees in the United States
    • Humanitarian Parole
      • Information for Afghan Nationals on Requests to USCIS for Humanitarian Parole
        • Frequently Asked Questions About Urgent Humanitarian and Significant Public Benefit Parole for Afghans
      • Parole Processing
      • Family Reunification Parole Processes
        • Frequently Asked Questions About the Family Reunification Parole Processes
      • Haitian Family Reunification
      • Filipino World War II Veterans Parole Program
      • Cuban Medical Professional Parole (CMPP) Program
      • Cuban Family Reunification
    • Refugees and Asylum
      • Refugees
        • Refugee Eligibility Determination
        • Refugee Adjudications: Policy and Procedures
        • Refugee Processing and Security Screening
      • Asylum
        • Affirmative Asylum Frequently Asked Questions
        • Affirmative Asylum Interview Scheduling
        • Asylum Merits Interview with USCIS: Processing After a Positive Credible Fear Determination
        • Establishing Good Cause or Exceptional Circumstances for Rescheduling Affirmative Asylum Interviews
        • The 180-Day Asylum EAD Clock Notice
        • FACT SHEET: Implementation of the Credible Fear and Asylum Processing Interim Final Rule
        • Types of Affirmative Asylum Decisions
        • The Affirmative Asylum Process
        • Preparing for Your Affirmative Asylum Interview
        • Obtaining Asylum in the United States
    • Statelessness
    • Temporary Protected Status
      • Afghanistan
      • Burma (Myanmar)
      • Cameroon
      • El Salvador
      • Ethiopia
      • Haiti
      • Honduras
      • Nepal
      • Nicaragua
      • Syria
      • Somalia
      • Sudan
      • South Sudan
      • Ukraine
      • Venezuela
      • Yemen
    • Victims of Human Trafficking and Other Crimes
      • Victims of Criminal Activity: U Nonimmigrant Status
      • Victims of Human Trafficking: T Nonimmigrant Status
      • Resources for Victims of Human Trafficking and Other Crimes
    • Female Genital Mutilation or Cutting (FGM/C)
    • Forced Marriage
Breadcrumb
  1. Home
  2. Humanitarian
  3. Humanitarian Parole
  4. Information for Afghan Nationals on Requests to USCIS for Humanitarian Parole
  5. Information for Afghan Nationals on Requests to USCIS for Parole (Pashto)

د افغان وګړو لپاره د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو ادارې (USCIS) ته د پارول لپاره د غوښتنو په هکله معلومات

  • English
  • دری
  • پښتو

افغانانو ته د موقتې اقامې د اجازې (Parole) لپاره د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو ادارې (USCIS) ته د غوښتنليک وړاندې کولو په اړه معلومات

خبرتیا: د پارول د پروسی وختونه

مونږ اوسمهال د پارول لپاره په خورا لوی شمېر غوښتنې ترلاسه کوو. که څه هم موږ هڅه کوو د پارول لپاره ټولې غوښتنې په ګړندۍ او اغېزناکه توګه پروسس کړو، غوښتونکي باید د پروسې په جریان کې د ځنډ تمه وکړي. دا به زمونږ لپاره خورا وخت نیوونکې وي چې په مني ۲۰۲۱م کال کې بې ساري شمېر د پارول ترلاسه شویو غوښتنو ته رسېدنه وکړو او د پروسس عادي وختونو ته راوګرځو. مونږ ټول اړین ګامونه اخلو ترڅو د دې غوښتنو لپاره د پروسس هدف وختونو ته ژر تر ژره ستانه شو.

که چېرې تاسې د پارول لپاره د خپلې غوښتنې د ثبتولو پر مهال اړین شواهد وړاندې نه کړئ یا هم که چېرې موږ اړتیا ولرو چې له تاسې څخه د اضافي معلوماتو غوښتنه وکړو، دا به زموږ لپاره ستاسو د قضیې په پروسس کولو کې ډیر وخت ونیسي.

که چېرې تاسې غواړئ په خپله خوښه د تجدید شویو ځانګړتیاوو له بیاکتنې څخه وروسته د خپل پارول په هکله اضافي شواهد وړاندې کړئ چې زموږ په "په متحده آیالاتو کې مېشتو پارول لرونکو افغان اتباعو په اړه د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو ادارې (USCIS) معلوماتي پاڼه" پاڼه کې (چې له "وړتیا" څخه ښکته موقعیت لري) یا هم "د ځانګړو ډولونو بشردوستانه یا د پام وړ عامه ګټې پیرول د غوښتنې لپاره د شواهدو لارښود" پاڼه کې د پارول لپاره د وړتیا ټاکلو پر مهال د قوي مثبتو عوامل په توګه ورته ارزښت ورکول کیږي، تاسو کولای شئ دا شواهد په خپل USCIS آنلاین حساب کې د "ناغوښتل شويو شواهدو" په انتخابولو سره وړاندې کړئ.

که چېرې تاسې خپله د پارول غوښتنه د کاغذ پر مخ ثبت کړي وي، تاسو کولای شئ له "آنلاین لاسرسي کوډ" څخه کار واخلئ ترڅو ستاسو کاغذي غوښتنه ستاسې له USCIS آنلاین حساب سره وصل کړي.که چېرې تاسو د خپل USCIS آنلاین حساب تاییدولو د څرنګوالي په هکله پوښتنې لرئ یا هم غواړئ چې موږ ستاسو د آنلاین لاسرسي کوډ بیا ځلې تنظیم کړو، مهرباني وکړئ زه څرنګه د آنلاین لاسرسي نوی کوډ ترلاسه کولای شم؟ یا هم د USCIS د اړیکو مرکزپاڼو ته لاړ شئ.

که چېرې تاسې نه غواړئ چې په خپل USCIS انلاین حساب کې اضافي شواهد وړاندې کړئ، تاسې کولای شئ زمونږ دفتر ته یې د لیک یا برېښنالیک (ایمیل) له لارې راولېږئ. مهرباني وکړئ د پارول خبرتیا لپاره ستاسو د غوښتنې په رسید کې د لېست شوي لیک او بریښنالیک آدرس (ایمیل) وګورئ. مونږ سپارښتنه کوو چې اړوند شواهد په خپل USCIS انلاین حساب کې وړاندې کړئ ځکه چې دا به زمونږ لپاره خورا وخت نیوونکې وي چې زمونږ دفتر ته د لیک یا برېښنالیک له لارې رالېږل شوي شواهد پروسس کړو.

شالید

که چېرې تاسې له متحده ایالاتو څخه  بهر یاست،  ښايي تاسې یا بل کس ستاسو په استازيتوب تاسو ته د عاجلې بشري یا د اړینې عامه ګټې د لاملونو پر بنسټ، د لنډمهالې مودې لپاره، متحده ایالاتو ته د داخلېدلو د موقتې اقامې د اجازې یا پارول غوښتنه وکړي. د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو اداره د قضیې – پر – قضیې پر بنسټ د موقتې اقامې اجازه ورکوي او په داخل کې د اوسېدلو موده ټاکي. په داسې حال کې چې د موقتې اقامې اجازه یا پارول په متحده ایالاتو کې د لنډمهاله قانوني اوسېدنې اجازه ورکوي، دا د کډوالۍ حیثیت نه لري او نه هم قانوني او دایمي اوسېدنې (گرین کارت) یا د کډوالۍ کوم بل قانوني حیثیت ترلاسه کولو ته لار هواروي. که چېرې د موقتې اقامې اجازه ترلاسه کړئ، نو به د منل کېدو لپاره غوښتونکي پاتې شئ او که چېرې مستحق یاست، ښايي په متحده ایالاتو کې د قانوني حیثیت لپاره غوښتنه وکړای شئ.

افغان وګړي په افغانستان کې

اوس مهال په کابل کې د متحده ایالاتو سفارت بند دی او په افغانستان کې ټول قونسلي خدمتونه ځنډېدلي دي نو د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو اداره نه شي کولای ستاسو د موقتې اقامې د اجازې یا پارول د غوښتنې پروسه، په داسې حال کې چې په افغانستان کې یاست، بشپړه کړي. (د افغان وګړو لپاره چې په افغانستان کې میشت دي، د بشري یا د اړینې عامه ګټې د لاملونو پر بنسټ برخه، د لنډمهالې مودې لپاره ، متحده ایالاتو ته د موقتې اقامې د اجازې یا پارول غوښتنې شپږمه برخه په د هغو اشخاصو لپاره چې له متحده ایالاتو څخه بهر دي د بشري یا اړینې عامه ګټې موقتې اقامې د اجازې یا پارول،  ویب پاڼه کې و ګورئ).  

که چېرې اوس مهال په افغانستان کې یاست، ښايي په‌ خپله یا کوم بل څوک تاسو لپاره د موقتې اقامې د اجازې یا پارول غوښتنه وکړي. که چېرې موږ پرېکړه وکړو، چې تاسو د موقتې اقامې د اجازې یا پارول لپاره مستحق نه یاست، نو ستاسو  متقاضي ته به د (نه) ځواب خبر درکړو.  که اوس مهال په افغانستان کې یاست او مونږ پریکړه وکړو چې تاسو په پیل کې د موقتې اقامې د اجازې یا پارول وړ ښکاري نو مونږ به ستاسو متقاضي ته د موقتې اقامې اجازې د پروسې د دوام خبرتیا درکړو. دغه خبرتیا به تشریح کړي چې تاسو باید زموږ له لورې ستاسو د موقتې اقامې د اجازې یا پارول د غوښتنې تر بشپړې پروسې مخکې له افغانستان څخه داسې يوه بهرني هېواد ته سفر و کړئ چې د متحده ایالاتو سفارت یا قونسلګري په ‌کې موجوده وي.

د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو اداره اوس مهال له تاسو سره له افغانستان څخه د وتلو په برخه کې مرسته نه شي کولای. د موقتې اقامې اجازې د پروسې د دوام له خبرتیا څخه وروسته، کله چې تاسو داسې یوه موقعیت ته و رسیږي چې هلته د متحده ایالاتو سفارت او یا قونسلګرې موجوده وی نو مونږ ته خبر راکړئ. مونږ به ستاسو په قضیه باندې غور و کړو او که د ټولو شرایطو په نظر کې نیولو سره، تاسو د موقتې اقامې د اجازي وړ پاته شې نو مونږ به د مشروط تایید خبرتیا صادره کړو او ستاسو په نوي موقعیت کې به د متحده ایالاتو سفارت یا قونسلګرۍ ته د مشروط تایید خبر ورکړو تر څو ستاسو د موقتې اقامې د اجازي قضې پروسې ته دوام ورکړي.  که چېرې تاسو د موقتې اقامې د اجازې یا پارول د یوه پیاوړي ذینفع په توګه د اضافي طی مراحل لپاره کوم درېیم هېواد ته سفر وکړئ، موږ به د مشروطې اقامې  لپاره ستاسو پر غوښتنه تر ممکن حده چټک کار وکړو. له دې سره سره، تاسو باید هلته د څو میاشتو تېرولو لپاره چمتووالی ولرئ.

که چېرې تاسو هغه مهال په افغانستان کې واست چې د موقتې اقامې د اجازې یا پارول لپاره مو غوښتنه کړي وي،  او بیا له افغانستان څخه ووځئ، په مهرباني سره د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو ادارې ته د خپل نوي موقعیت او اړیکو معلوماتو په اړه خبر ورکړئ. ستاسو متقاضي باید د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو ادارې په ویب پاڼې USCIS online account د خپل انلاین اکونټ له لارې ستاسو نوې پته درج کړي. که ستاسو مقتاضې د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو ادارې په ویب پاڼه کې د انلاین اکونټ له لارې ستاسو د اړیکو معلومات درج نه شي کړای نو که ممکنه وي، کولی شي HumanitarianParole@uscis.dhs.gov بریښنالیک ته ستاسو د نوې پتې او اړیکو معلوماتو (د تیلفون شمیره او بریښنالیک، که موجود وي او بدل شوي وي) په هکله یو بریښنالیک د “Beneficiary Relocated Outside of Afghanistan” تر عنوان لاندې  و لیږي. د موقتې اقامې د اجازي یا پارول د تقاضاو د ډیروالي له امله، په عمومي توګه، مونږ نشو کولی د دې لپاره چې په نورو هیوادونو کې د متقاضي د ویزې د مودې اعتبار لږ ده، د قضیو پروسې چټکې کړو.  په عمومې ډول د موقتې اقامې د اجازي یا پارول ټولې تقاضاوي عاجلې دي. د طي مراحلو د چټک تیا لپاره باید ستاسو متقاضي مهم دلایل لکه د ژوند له لاسه ورکولو خطر او یا نور ډیر بیړنې او جدي حالات، وړاندي کړئ.

له افغانستان څخه بهر افغانان

د متحده ایالاتو سفارت یا قونسلګري، د ياد هېواد د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو ادارې سره تر هغه مهاله ستاسو د موقتې اقامې اجازې د غوښتنې د طی مراحل په بشپړولو کې مرسته نه شي کولای، چې د قضیې لومړنۍ پروسه بشپړه نه کړي. که چېرې موږ وپوهېږو چې د موقتې اقامې اجازې لپاره مستحق یاست، مونږ به ستاسو متقاضي ته یو لیک و لیږو، چې موږ ستاسو قضیه د اضافي طی مراحلو لپاره د متحده ایالاتو سفارت ته راجع کړې ده. په دغه اضافي طی مراحلو کې به ستاسو د ګوتو د نښو اخیستل او اضافي معاینه شامله وي. که چېرې کومه استثنا نه وي، مخکې تر دې چې متحده ایالاتو ته مو سفر تصدیق شي،  باید په ‌خپل لګښت د پېنل د یوه ډاکټر له لورې له طبي معایناتو څخه تېر او واکسینونه وکړئ.

که څه هم موږ په چټکۍ سره د موقتې اقامې اجازې د ټولو بيړنيو غوښتنو د طی مراحل هڅه کوو، خو ښايي دغه کار څو میاشتې وخت ونیسي. موږ اوسمهال د هغو افغانانو د موقتې اقامې اجازې غوښتنلیکونو ته لومړیتوب ورکوو چې له افغانستان څخه بهر دي او  د متحده ایالاتو په سفارت یا قونسلګرۍ کې یې پروسې بشپړې شوي هم دي، خو په افغانستان کې دننه افرادو لپاره هم د موقتې اقامې اجازې غوښتن لیکونه طی مراحل کوو.

اصطلاحګانې:

مقتاضي:هغه شخص چې له متحده ایالاتو څخه بهر د یوه فرد په استازیتوب، چې  د موقتې اقامې اجازې غوښتونکی وي (یا بیا ځلې د موقتې اقامې اجازې یا پارول څنګه چې لاندې تشرېح شوي دي)  د سفر اسنادو لپاره غوښتنلیک د I-131  فورمه، ډکه کړي. “اصلي متقاضيان” هغه خلک دي، چې د ځان لپاره د I-131  فورمه ډکوي.

ذینفع:  ذینفع هغه څوک ده چې له متحده ایالاتو څخه بهر د موقتې اقامې اجازه ترلاسه کوي او یا په متحده ایالاتو کې دننه یو شخص وي چې د بیا ځلې موقتې اقامې اجازې غوښتنه کوي.

مالي مرسته کوونکی:  مالي مرسته کوونکی هغه شخص ته ویل کیږي چې د موقتې اقامې اجازه غوښتونې ذینفع لپاره مالي ملاتړ چمتو کوي او د دې لپاره د I-134 فورمه، د ملاتړ تحلیف پاڼه (PDF, 1.16 MB) ډکوي.

د موقتې اقامې اجازې درلودونکی: هغه شخص دی چې په متحده ایالاتو کې اوسېدو لپاره موقتې اقامې اجازه ورکړل شوي وي.

په شرایطو برابر کسان:

د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو اداره ښايي د بیړني بشردوستانه یا د اړینې عامه ګټې د لاملونو له مخې د وګړيو لپاره د قضیې – پر – قضیې پر بنسټ د موقتې اقامې اجازې په ورکولو کې له خپل صلاحیت څخه کار واخلي، څو په شرایطو برابر کسان د یوې لنډمهالې مودې لپاره متحده ایالاتو ته راشي.

موږ، د موقتې اقامې اجازې یا پارول غوښتوونکي هڅوو، چې د ځانګړې بشردوستانه یا مهمې عامه ګټې د موقتې اقامې اجازې غوښتنو لپاره د ثبوتونو په اړه لارښوونه وېبپاڼه ولولي. په پوره پاملرنې سره د هغه ثبوت بیاکتنه مهمه ده، چې  ښايي د موقتې اقامې اجازې یا پارول د ملاتړ یا غوښتنې لپاره ورته اړتیا ولرئ. که چېرې  د غوښتنې په پیل کې ټول اړین اسناد او ثبوتونه وسپارئ، نو کولای شو چې ستاسو غوښتنلیک په ډېر چټک او اغېزناک ډول طی مراحل کړو.

هغه افغانان چې د توکم، مذهب او ملیت له یوې ځانګړې ټولنیزې ډلې سره د تړاو یا سیاسي نظریې له امله په تېر وخت کې ګواښل شوي وي یا په راتلوونکي کې له ګواښ سره مخ وي، د کډوالو د بیا مېشتېدنې په اړه دې د لاندې  معلوماتو بیاکتنه وکړي:

دا د امريکا پالیسي ده چې د خوندیتوب اړتیاوو ته، د هغو افغانانو په ګډون چې خوندیتوب ته اړتیا لري، د متحده ایالاتو د کډوالو د قبولیت پروګرام (USRAP) د میکانیزم له لارې، د خوندیتوب اړتیاوې طی مراحل کړي. خو په ځینو محدودو شرایطو کې د خوندیتوب اړتیاوې دومره عاجلې وي، چې د یوه کوربه حکومت یا د متحده ایالاتو د کډوالو د قبولیت پروګرام (USRAP) له لارې د خوندیتوب ترلاسه کول یو واقعبینانه انتخاب  نه وي. د خوندیتوب اړتیاوو پر بنسټ د موقتې اقامې اجازې یا پارول غوښتنو لپاره،  د موقتې اقامې اجازې یا پارول غوښتنو لپاره د ځانګړې بشردوستانه یا مهمې عامه ګټې د ثبوتونو په اړه لارښوونه وېبپاڼې څخه لیدنه وکړئ او پر هغه برخه کلېک وکړئ چې خوندیتوب لپاره متحده ایالاتو ته له راتګ سره تړاو لري. دا د ثبوتونو د تصدیق د ډولونو په ګډون، د هغو اړونده ثبوتونو بېلګې چمتو کوي، چې تاسو به د موقتې اقامې اجازې یا پارول د یوې غوښتنې د ملاتړ لپاره، ورته اړتیا ولرئ.

کله چې مونږ د موقتې اقامې اجازې یا پارول لپاره د عاجلې بشردوستانه او مهمې عامه ګټې لاملونه د خپل صلاحیت په چوکاټ کې ارزو، مونږ ټول مثبت او منفې فاکتورونه پرتله کوو. کله چې د موقتې اقامې اجازې مثبت او منفې فاکتورونه سر پرتله کیږي، نو د افغان وګړو لپاره،  د موقتې اقامې اجازې یا پارول د یوه ذینفع لاندې ځانګړتیاوې به پیاوړی مثبت فکتور وي:

  • د متحده ایالاتو تابعیت درلودونکي شخص د کورنۍ نږدې غړی (مېړه\ښځه، تر ۲۱ کلنۍ کم عمره مجرد اولادونه، یا مور او پلار)؛
  • د متحده ایالاتو د یوه قانوني دایمي استوګن د کورنۍ نږدې غړی (مېړه\ښځه، تر ۲۱ کلنۍ کم عمره مجرد اولادونه)؛
  • په کابل کې د متحده ایالاتو په سفارت کې محلي کارکوونکي او د هغوي د کورنۍ نږدې غړي (مېړه\ښځه، تر ۲۱ کلنۍ کم عمره مجرد اولادونه)؛
  • د کډوالۍ د ځانګړې وېزې (SIV) غوښتونکي، چې د ماموریت د مشر له لورې یې غوښتنلیکونه تایید شوي وي او د هغوي په قضیه کې شامل د کورنۍ نږدې غړي؛
  • د هغو افغانانو د کورنۍ نږدې غړي چې پخوا د (OAW) له لارې په متحده ایالاتو کې مېشت شوي وي (مېړه\ښځه، تر ۲۱ کلنۍ کم عمره مجرد ماشومان، او که چېرې بې سرپرسته ماشومان وي، د هغوي مراقبت کوونکي، چې مور او پلار یا قانوني ساتونکی په کې شامل دي، خو ورپورې محدود نه وي، او د مراقبت کوونکي مېړه\ښځه او تر ۲۱ کلنۍ کم عمره متکي ماشومان)؛ او
  • هغه کسان چې د سفارت د P1  یا د P2 ډلې راجع کولو له لارې د متحده ایالاتو د کډوالو د قبولیت پروګرام (USRAP) ته راجع شوي وي او د ستنېدنې په څرګند خطر یا له افغانستان څخه بهر په هغه هېواد کې، چې هغوي په کې میشت وي، له جدي او هدف وړ زیان سره مخ وي.

مونږ د موقتې اقامې اجازې یا پارول قضیې او وړاندي شوي شواهد، د ټولو اړوندو شرایطو په پام کې نیولو سره، د قضیې– پر– قضیې پر بنسټ څیړو. د موقتې اقامې اجازې یا پارول د قضیې تایید په متقاضي پورې مربوط ده چې څرنګه یې وړاندي کوي. د کورنې د روابطو او د په نښه شوي خطر او زیان په هکله د شواهدو د څرنګوالي لپاره مهرباني و کړئ د هغو اشخاصو لپاره چې د امریکا د متحده ایالاتو څخه بهر وی، د ځانګړې بشردوستانه یا مهمې عامه ګټې د موقتې اقامې اجازې یا پارول غوښتنو ویب پاڼه او د ځانګړې بشردوستانه یا مهمې عامه ګټې د موقتې اقامې اجازې یا پارول غوښتنو د ثبوتونو په اړه لارښوونه ویب پاڼه کورئ. په دغو ویب پاڼو کې مونږ یو څه محدود معلومات برابر کړي تر څو د هغو فاکټورونو په هکله چې مونږ یې د موقتې اقامې اجازې یا پارول د عامو قضیو په هکله، چې آیا تایید شي او که نه، د خلکو په پوهولو کې مرسته وشي.

د غوښتنليک څرنوالی:

له متحده ایالاتو څخه بهر هر څوک کولای شي چې د ځان لپاره د موقتې اقامې اجازې یا پارول غوښتنه وکړي. سربیره پر دې، هر څوک کولای شي چې د بل چا په استازیتوب غوښتنه وکړي؛ دا د یوه ذینفع لپاره د د متقاضي له لورې د موقتې اقامې اجازې یا پارول غوښتنه ګڼل کیږي. باید د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو ادارې ته د I-131 فورمه، د سفر اسنادو لپاره غوښتنلیک وسپارئ، څو د موقتې اقامې اجازې یا پارول غوښتنه وکړئ. د دغو معلوماتو لپاره چې خپل غوښتنلیک چېرته واستوئ، په مهربانۍ سره زموږ د I-131 فورمې لپاره د پتو لیکل وېبپاڼې کې د “بشردوستانه موقتې اقامې اجازه” برخه وګورئ. 

تاسو باید د کورنۍ هر غړي لپاره یوه جلا د I-131 فورمه ډکه کړئ. همدا راز تاسو کولای شئ ټولې I-131 فورمې یو ځای په یوه پاکټ کې وسپارئ. که فورمې په یوه پاکټ کې وي نو باید هره فورمه جلا جلا قات کړئ او ټول ملاتړي سندونه باید په جلا پاکټ کې واچوئ.

د فورمې ډکولو فیس د معافيت غوښتنه

په I-131 فورمه کې باید د فورمې ډکولو فیس یا د فیس معافۍ غوښتنه شامله وي (د I-912 فورمه د فیس معافۍ لپاره غوښتنه، یا لیکلې غوښتنه وکاروئ). د فیس معافۍ غوښتنې په اړه اضافي معلومات وېبپاڼه وګورئ. متقاضي باید د تحویلۍ د وړتیا نه درلودلو پر بنسټ د فیس د معافۍ غوښتنه وکړي. که چېرې د بل چا په استازیتوب فورمه ډکوئ، د ذینفع نه، بلکې د فیس ورکولو لپاره د خپلې وړتیا نه درلودلو پر بنسټ د فیس د معافيت غوښتنه وکړئ.

ښايي د کورنۍ اړوند ټولو غوښتنلیکونو لپاره، چې په عین وخت کې ډک شوي وي، د I-912 فورمه ډکه یا د فیس معافيت لیکلې غوښتنه وسپارئ. د فیس د معافيت هر غوښتونکی کس باید د I-912 فورمه یا د فیس معافيت لیکلې غوښتنه لاسلیک کړي. که چېرې نه ‌شئ کولای چې د یوه متقاضي  په توګه د فیس ورکولو د وړتیا نه درلودلو ښودونکي اسناد چمتو کړئ، باید تفصیلي تشريح ورکړئ.  که چېرې دغه تفصیلي تشرېح چمتو کړئ او د فیس د معافۍ لپاره مستحق یاست، نو فیس معافۍ لپاره له مرستندویه اسنادو پرته غوښتنه وکړئ.

تاسو باید د موقتې اقامې اجازې یا پارول له هرې غوښتنې سره د I-134 فورمه، د مالی ملاتړ پاڼه او ملاتړي اسناد چمتو کړئ. I-134 فورمه د دي لپاره کارول کیږي چې وښيې چي ذینفع په کافې اندازه مالې سر چینې او ملاتړ لري تر څو و کولی شې په متحده ایالاتو د خپلې لنډ مهالې دورې لګښت پوره کړي. کیدای شي یو ذینفع له یوه څخه ډیر مالې ملاتړي ولري او د هغوي هر یوه لپاره د I-134  فورمه بشپړه کړي. یو ذینفع کولی شي د خپل ځان لخوا هم I-134 فورمه بشپړه کړي. یوه موسسه هم کولی شي د یوه ذینفع لپاره د I-134 فورمه و سپاري. که چېرې موسسه مالي ملاتړ په غاړه واخلي، خو د هغې موسسې کارکوونکی د I-134 فورمه نه شي بشپړولی، ښايي د موقتې اقامې اجازې یا پارول له غوښتنلیک سره د موسسې له لورې یو لیک یو ځای کړی، چې د موقتې اقامې اجازې یا پارول درلودونکي مالې ملاتړ ته ژمنتیا په ‌کې ښودل شوي وي.  

کانګرس هغو افغانانو لپاره د بیا مېشتېدنې مرستې تایید کړي چې د ۲۰۲۱ کال د جولای د ۳۱ څخه د ۲۰۲۲کال د ډیسمبر د ۱۶ مې نېټې پورې په متحده ایالاتو کې د موقتې اقامې اجازه یا پارول ورکړل شوي وي، او د ځینو ځانګړو کورنیو غړو ته  د ۲۰۲۲ کال د ډیسمبر له ۱۶مې نېټې څخه وروسته هم د موقتې اقامې اجازه ورکړل شوې ده. موږ به د دغې مرستې شتون هغه مهال په پام کې ونیسو چې  پرېکړه کوو ایا د موقتې اقامې اجازې یا پارول درلودونکی متحده ایالاتو ته له رسېدلو سره کافي ملاتړ لري کنه. د هغه افغانانو لپاره چې د بیا مېشتېدنې د ګټو د شتون په وخت کې یې د موقتې اقامې اجازه  ترلاسه کړي وي د هغو لپاره مونږ یو مالې ملاتړ ته اړتیا ولرو،  تر څو وښیې چې متحده ایالاتو ته د رسیدو څخه نیولي د بیا میشتیدنې مرستو د تر لاسه کولو پورې، چې ښايي څو اوونۍ وخت ونیسې، د ذینفع مالې ملاتړ کوي.

د موقتې اقامې اجازې یا پارول د مودې په ترڅ کې د مالي ملاتړ اړونده معلوماتو کې باید د ذینفع هر ډول ځانګړې اړتیاوې شاملې وي. له متحده ایالاتو څخه بهر  کسانو  لپاره بشردوستانه یا د مهمې عامه ګټې د موقتې اقامې اجازې یا پارول وېبپاڼې ”یوه مالې ملاتړ کوونکې لپاره اړتیا“ برخه وګورئ.

د ذینفع د اړیکو معلومات

د موقتې اقامې اجازې یا پارول په غوښتنلیک کې باید د I-131 فورمې په ځانګړې برخه یا په یوه اضافي سند کې د ذینفع د اړیکو معلومات (برېښنالیک پته، ټیلیفون شمېره او فزیکي پته) شامله وي او باید د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو ادارې ته په دې معلوماتو کې د هر ډول بدلون خبر ورکړئ. کله چې  ذینفع وتوانیږي چې داسې یوه درېیم هېواد ته په خپلو امکاناتو سفر وکړي چې د متحده ایالاتو سفارت یا قونسلګري په کې موجوده وي، نو متقاضي باید سمدستي د ذینفع نوې پته د کډوالۍ خدمتونو ادارې د ذینفع په انلاین حساب کې و رسوې او په دې پته  HumanitarianParole@uscis.dhs.gov  د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو ادارې ته بریښنالیک واستوي او په موضوع کې “Beneficiary Relocated Outside of Afghanistan” ولیکي او د ذینفع اوسنۍ پته او د اړیکې معلومات (ټلیفون شمېره او برېښنالیک پته که چېرې موجوده وي)، البته که چېرې بدل شوي وي، ولیکي.

د موقتې اقامې اجازې یا پارول لپاره د مستحق کېدو او فورمې ډکولو لپاره د لارښوونو په اړه لازیاتو معلوماتو لپاره، له متحده ایالاتو څخه بهر کسانو لپاره بشردوستانه یا د مهمې عامه ګټې د موقتې اقامې اجازې یا پارول وېبپاڼه وګورئ.

د فورمې ډکولو چېک لست

څنګه چې د I-131  فورمې لپاره لارښوونې (PDF, 364.5 KB)  کې تشرېح شول، د بشردوستانه یا مهمې عامه ګټې د موقتې اقامې اجازې یا پارول په غوښتنو کې باید لاندې موارد شامل وي:

  • د I-131 بشپړه او لاسلیک شوې فورمه (لاندې د فورمې ډکولو د معلوماتو برخه وګورئ)؛
  • اړین فیس( یا یوه بشپړه شوې او لاسلیک شوې د I-912 فورمه یا د فیس معافیت لیکلې غوښتنه) لاندې د فورمې ډکولو د معلوماتو برخه وګورئ)؛
  • د ذینفع، متقاضي او مالې ملاتړ کوونکې د هؤیت د رسمي انځور لرونکو اسنادو یوه یوه کاپي؛
  • د ذینفع د پاسپورټ د هؤیت پاڼې کاپي، یا د حکومت له لورې د هؤیت بل سند، چې د ذینفع تابعیت څرګندوي او دا هم باید ووايي چې پاسپورټ ولې نه لري (که چېرې د حکومت له لورې ورکړل شوی د هؤیت هېڅ سند و نه لري، د هؤیت کوم بل ډول سند باید ولري او دا تشرېح هم ورکړي چې د حکومت له لورې ورکړل شوی د هؤیت سند ولې نه لري)؛
  • د موقتې اقامې اجازې یا پارول لپاره د بيړنۍ بشردوستانه یا مهمې عامه ګټې لامل یوه تشرېح او مرستندویه ثبوت، د چټک پر مخ بیولو لپاره د اړتیا د سند او هغه مودې په شمول چې ذینفع په‌ کې د موقتې اقامې اجازې یا پارول ته اړتیا لري؛
  • څنګه چې د فورمې په لارښوونو کې تشرېح شوي ، له مناسبو اسنادو سره یوه بشپړه شوې د I-134 فورمه؛
  • که چېرې ذینفع د متحده ایالاتو ویزه نه شي ترلاسه کولای یا د کډوالو د طی مراحل کولو له چېنلونو ګټه نه شي اخیستلی، د لامل څرګندولو لپاره یې یوه بیانیه؛
  • که چېرې یو ذینفع متحده ایالاتو ته د داخلیدو د منع څخه د معافیت سند نه شي وړاندی کولی،  د لامل څرګندولو لپاره یې یوه بیانیه؛ او  
  • که چېرې ذینفع د کډوالۍ یا غیر کډوالۍ کوم ځنډېدلی غوښتنلیک یا عریضې لري، د دغو غوښتنلیکونو یا عریضو ثبوت او په اړه یې د پرېکړو یوه کاپي.
د دوسيې په اړه څو مهم ټکي:

د غوښتنلیک تر سپارلو مخکې، لارښوونې په  ځيرتيا سره ولولئ او دا باوري کړئ چې لاندې  کارونه مو ترسره کړي دي:

د  I-131 فورمه، د سفر اسنادو لپاره غوښتنلیک:

  • په اتمه برخه کې I-131 فورمه، 1.a، ”د غوښتنلیک سپارونکي لاسلیک“ لاسلیک کړئ.
    • لاسلیک باید اعتباري وي او الېکترونیکي (کمپیوتری) نه وي.
    • د غوښتنلیک سپارونکی باید ”د غوښتنیک درلودونکي لاسلیک“ برخه کې لاسلیک وکړي. که چېرې له متحده ایالاتو څخه بهر کوم شخص په استازیتوب غوښتنلیک سپارئ، په‌ خپله باید غوښتنلیک لاسلیک کړئ، نه هغه شخص چې تاسو یې استازیتوب کوئ.
    • که یو څارنوال، تائید شوي استازي او یا بل شخص د دغې فورمې په چمتو کولو کې درسره مرسته کړي وي، هغوي باید نهمه برخه ”د هغه شخص په اړه معلومات چې دغه غوښتنلیک یې چمتو کړی دی، که په خپله د موقتې اقامې اجازې یا پارول غوښتونکی نه وي“ بشپړه، فورمه لاسلیک وکړي او نېټه پرې ووهي.
    • په لومړۍ برخه کې خپله پته ولیکئ. که چېرې له متحده ایالاتو څخه بهر د کوم شخص په استازیتوب غوښتنه کوئ، په لومړۍ برخه کې خپل معلومات ولیکئ. مونږ د پتې له معلوماتو پرته د موقتې اقامې اجازې یا پارول پر غوښتنو غور نه شو کولای.
    • په دویمه برخه کې د ذینفع د ټلیفون شمېره او اوسنۍ پته ولیکئ. مونږ  د اړیکې له معلوماتو پرته د مشروطې اقامې  پر غوښتنو غور نه شو کولی او دا معلومات باید بشپړ وي. ”بېځایه شوی“ لیکل کافي نه دي. که ذینفع په افغانستان کې په یو ځای کې پټ وي د هغه یا هغې وروستني ته و لیکئ.

د I-912 فورمه، د فیس معافيت غوښتنه، یا د فیس معافيت لپاره لیکلې غوښتنه:

  • په مهربانۍ زموږ د فیس معافيت غوښتنې په اړه اضافي معلومات وېبپاڼه ولولئ.
  • که چېرې  د I-131 فورمې لپاره فیس نه ورکوئ، باید د I-912 فورمه (یا د فیس معافیت لپاره یوه لیکلې غوښتنه) او اړین مرستندویه اسناد وسپارئ، له دې پرته به مو د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو اداره د فیس نه ورکولو له امله د I-131 فورمه رد کړي.
  • په ۷ مه برخه، ۶ مه شمېره، ”د غوښتونکي لاسلیک“ برخه کې د I-912 فورمه یا لیکلې غوښتنه لاسلیک کړئ.
    • لاسلیک باید اعتباري وي او الېکترونیکي (کمپیوتری) نه وي.
    • هغه عارض چې د I-131 فورمه ډکوي، په دغه برخه کېI-912  فورمه باید لاسلیک کړي (یا باید لیکلې غوښتنه لاسلیک کړي). که چېرې له متحده ایالاتو څخه بهر د کوم شخص په استازیتوب غوښتنلیک سپارئ، باید په‌ خپله غوښتنلیک لاسلیک کړئ، نه هغه شخص چې تاسو یې استازیتوب کوئ.
  • د دې تشرېح لپاره مرستندویه اسناد چمتو کړئ چې وښيي د I-131 فورمې ډکوونکی ولې فیس نه شي ورکولای.
    • د متقاضي شخص د مالي ستونزو په اړه اسناد وسپارئ. که چېرې د بل چا په استازیتوب د موقتې اقامې اجازې یا پارول غوښتنه کوئ، نو مرستندویه اسناد باید ستاسو د مالي ستونزو په اړه وي، نه د ذینفع.

که چېرې اسناد ترلاسه کولای نه شئ، مالي ستونزې او دا چې ولې د عاید ثبوت چمتو کولای نه شئ، تشرېح کړئ البته که ممکنه وي.

د خپل پارول غوښتنې له ثبتولو څخه وروسته

د رسید شمیرې

د رسید شمیره یو ځانګړی ۱۳-حروف لرونکی پیژندکوډ دی چې موږ یې د پارول د هرې غوښتنې لپاره چمتو کوو چې موږ ته رالېږل کیږي. موږ دا شمېره زموږ د قضیې پیژندلو او تعقیب لپاره کاروو. د رسید شمیره عموماُ ۳ حروفو (لکه EAC، WAC، LIN، SRC، NBC، MSC یا IOE) او بیا ورپسې له ۱۰ شمیرو څخه جوړه شوي وي. تاسو کولای شئ دا شمېره د عمل په خبرتیاوو کې ومومئ چې موږ تاسو ته لیږلي دي.

د ۲۰۲۱ کال په نومبر میاشت کې، موږ د I-131 عاجلې بشري او د پام وړ عامه ګټې پارول غوښتنې ټولې پاتې شوي فورمې چې د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر په لومړۍ یا ورڅخه وروسته ثبت شوي، د قضیې مدیریت نوي سیسټم ته ولیږدولې. د قضیې د مدیریت دې نوي سیسټم ټولو پاتې غوښتنو ته د IOE د رسید نوې شمیرې ټاکلې دي. د دې نوي رسید شمیرې ټاکل د رسید په نیټې یا پر دې اغېز نه کوي چې څومره ژر به موږ ستاسو قضیه پروسس کړو. مهرباني وکړئ له مونږ سره د خپل پارول په هکله د اړیکې نیولو پر مهال د نوي رامینځته شوې رسید شمیره (چې له "IOE" سره پیلیږي) وکاروئ.

د پروسس مهالوېشونه

مونږ اوسمهال د پارول لپاره په خورا لوی شمېر غوښتنې ترلاسه کوو. که څه هم موږ هڅه کوو د پارول لپاره ټولې غوښتنې په ګړندۍ او اغېزناکه توګه پروسس کړو، غوښتونکي باید د پروسې په جریان کې د ځنډ تمه وکړي. دا به زمونږ لپاره خورا وخت نیوونکې وي چې په ۲۰۲۱م کال کې د افغان دولت له سقوط راهیسې په بې ساري شمېر د پارول ترلاسه شویو غوښتنو ته رسېدنه وکړو او د پروسس عادي وختونو ته راوګرځو. مونږ ټول اړین ګامونه اخلو ترڅو د دې غوښتنو لپاره د پروسس هدف وختونو ته ژر تر ژره ستانه شو.

که چېرې تاسې د پارول لپاره د خپلې غوښتنې د ثبتولو پر مهال اړین شواهد وړاندې نه کړئ یا هم که چېرې موږ اړتیا ولرو چې له تاسې څخه د اضافي معلوماتو غوښتنه وکړو، دا به زموږ لپاره ستاسو د قضیې په پروسس کولو کې ډیر وخت ونیسي.

د پاتې غوښتنلیکونو لپاره د اضافي معلوماتو رالېږل

که چېرې تاسې غواړئ په خپله خوښه د تجدید شویو ځانګړتیاوو له بیاکتنې څخه وروسته د خپل پارول په هکله اضافي شواهد وړاندې کړئ چې زموږ په "په متحده آیالاتو کې مېشتو پارول لرونکو افغان اتباعو په اړه د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو ادارې (USCIS) معلوماتي پاڼه" کې (چې له "وړتیا" څخه ښکته موقعیت لري) یا هم "د ځانګړو ډولونو بشردوستانه یا د پام وړ عامه ګټې پیرول د غوښتنې لپاره د شواهدو لارښود" پاڼه کې د پارول لپاره د وړتیا ټاکلو پر مهال د قوي مثبتو عوامل په توګه ورته ارزښت ورکول کیږي، تاسو کولای شئ دا شواهد په خپل USCIS آنلاین حساب کې د "ناغوښتل شويو شواهدو" په انتخابولو سره وړاندې کړئ.

که چېرې تاسې خپله د پارول غوښتنه د کاغذ پر مخ ثبت کړي وي، تاسو کولای شئ له "آنلاین لاسرسي کوډ" څخه کار واخلئ ترڅو ستاسو کاغذي غوښتنه ستاسې له USCIS آنلاین حساب سره وصل کړي. که چېرې تاسو د خپل USCIS آنلاین حساب تاییدولو د څرنګوالي په هکله پوښتنې لرئ یا هم غواړئ چې موږ ستاسو د آنلاین لاسرسي کوډ بیا ځلې تنظیم کړو، مهرباني وکړئ "زه څرنګه د آنلاین لاسرسي نوی کوډ ترلاسه کولای شم؟" یا هم د USCIS د اړیکو مرکز پاڼو ته لاړ شئ.

که چېرې تاسې نه غواړئ چې په خپل USCIS انلاین حساب کې اضافه شواهد وړاندې کړئ، تاسې کولای شئ زمونږ دفتر ته یې د لیک یا برېښنالیک (ایمیل) له لارې راولېږئ. مهرباني وکړئ د پارول خبرتیا لپاره ستاسو د غوښتنې په رسید کې د لېست شوي لیک او بریښنالیک آدرس وګورئ. مونږ سپارښتنه کوو چې اړوند شواهد په خپل USCIS انلاین حساب کې وړاندې کړئ ځکه چې دا به زمونږ لپاره خورا وخت نیوونکې وي چې زمونږ دفتر ته د لیک یا برېښنالیک له لارې رالېږل شوي شواهد پروسس کړو.

که چېرې مونږ ستاسې غوښتنه رد کړه او تاسې غواړئ چې نوې غوښتنه ثبت کړئ یا هم اضافي معلومات راولېږئ، تاسې باید د I-290B فورمه، د بیاځلې غور یا اعتراض خبرتیا ثبت کړئ، یا هم له ملاتړو (اړین) شواهدو سره د I-131 فورمه، د سفر د اسنادو غوښتنلیک، ثبت کړئ.

I-290B فورمه، د بیاځلې غور یا اعتراض خبرتیا

که چېرې تاسې فکر کوئ چې مونږ ستاسې د قضیې په هکله ناسمه پرېکړه کړې، تاسې کولای شئ د عریضې په وړاندې کولو سره له مونږ څخه وغواړئ چې پخپله پرېکړه باندې بیاځلې غور وکړو، ستاسې قضيې ته د رسېدنې پروسه بېرته پرانېزو، یا هم دواړه چارې پر مخ یوسو. تاسې نشئ کولای یوه اداري "غوښتنه" ثبت کړئ.

تاسې باید د رد په خبرتیا کې له ذکر شوې نېټې څخه تر ۳۳ ورځو پورې د I-290B فورمه، د بیاځلې غور یا اعتراض خبرتیا ثبت کړئ او د اړتیا پر مهال یې اړین مقدار لګښت ورکړئ (یا هم I-912 فورمه، د فیس معافیت غوښتنه راولېږئ). که چېرې مونږ د I-131 فورمه د ۲۰۲۱ کال د اګست له لومړۍ څخه د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر تر ۳۰مې پورې رد کړې وي، مونږ شاید د I-290B لومړۍ فورمې لګښت معاف کړو چې د یو افغان وګړي په استازیتوب د پارول غوښتنې په رد باندې د بیاځلې غور یا هم یادې غوښتنې ته د رسېدنې پروسې د بېرته پرانیستلو د غوښتنې په موخه د عریضې په توګه ثبت شوې وي. د I-290B له هرې فورمې سره چې تاسې غواړئ ثبت یې کړئ ستاسې د غوښتنې د رد خبرتیا یوه کاپي شامله کړئ او د خپلې I-290B فورمې په عنوان کې "Afghan Parole" ولیکئ. که چېرې تاسې د ۳۳ ورځو تنظیمي مهالوېش پر مهال د I-290B فورمه ډکه نکړئ، موږ شاید ستاسې د I-290B فورمه رد کړو، مګر موږ به بیا هم هر ډول اړوندو شواهدو باندې بیاکتنه وکړو ترڅو معلومه کړو چې آیا د "بیا پرانستلو لپاره د خدماتو وړاندیز" مناسب دی او که نه. د I-290B فورمې په ویب پاڼه کې د غوښتنې د ثبت د لګښت یا فیس یا هم د فیس د معافیت غوښتنې، د ثبت ځای او نورو شرایطو په هکله وروستي معلومات موجود دي.

په بدیله توګه، تاسې همدارنګه کولای شئ یوه نوې د I-131 فورمه، د سفر د اسنادو غوښتنلیک د غوښتنې له لښګت یا فیس او د پام وړ نويو حقایقو په شمول ملاتړو شواهدو سره ثبت کړئ چې د پارول له غوښتنې سره تړاو لري (یا هم د فیس د معافیت غوښتنه وکړئ چې کولای شئ د I-912 فورمې، د فیس د معافیت غوښتنې، له لارې یې راولېږئ).

متحده ایالاتو ته له رسېدلو وروسته:

د موقتې اقامې اجازه یا پارول، په متحده ایالاتو کې د لنډمهالې قانوني اوسېدنې اقامه ده، خو د کډوالۍ کوم قانوني حیثیت نه لري او نه هم د کډوالۍ قانوني حیثیت ته لاره هواروي. کله چې متحده ایالاتو ته ورسېږئ، د موقتې اقامې اجازې یا پارول د مودې له ختمېدلو څخه وړاندې باید اضافي ګامونه واخلئ څو باوري شي چې په متحده ایالاتو کې د موقتې اقامې اجازې یا پارول د مودې له پای ته رسېدلو وروسته په قانوني ډول پاتې شئ. که چېرې ونه توانېږئ چې په متحده ایالاتو کې دايمي قانوني اوسېدنې لپاره لاره هواره کړئ، د کډوالۍ له جدي پایلو سره مخ کېدی شئ.

  • د موقتې اقامې اجازې یا پارول شرایط: که چېرې خبر درکړل شي چې د موقتې اقامې اجازې یا پارول د یوه شرط په توګه خپل روغتیایی سکریننګ او واکسینونه ترسره کړئ، باید دغه کارونه ترسره او متحده ایالاتو ته د رسېدلو څخه وروسته په ۶۰ ورځو کې د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو ادارې د واکسینونو وېبپاڼې له لارې خپل موافقت څرګند کړئ.  
  • د بیا مېشتېدنې ګټې. کانګرس هغو افغانانو لپاره د بیا مېشتېدنې مرستې تصویب کړې ده، چې د ۲۰۲۱ کال د جولای له ۳۱ څخه د ۲۰۲۲ کال د سپتمبر د ۳۰ مې پورې  په متحده ایالاتو کې د موقتې اقامې اجازې یا پارول ورکړل شوي وي او د ځینو ځانګړو کورنیو غړو ته هم، چې د ۲۰۲۲ کال د سپتمبر تر ۳۰ مې نېټې وروسته د موقتې اقامې اجازې یا پارول ورکړل شوي وي. د بیا مېشتېدنې مرستو ترلاسه کولو په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره، متحده ایالاتو ته تر را رسېدلو وروسته د بیا مېشتېدنې له یوې ځايي ادارې سره اړیکه ونیسئ. د بیا مېشتېدنې ادارو لړلیک به د کډوالو د طی مراحل د مرکز د اړیکو په لست په وېبپاڼه R&P Agency Contacts کې د "R&P مربوطې داریکتوري" لاندې ومومئ.
  • د پتې بدلون: د موقتې اقامې اجازې یا پارول غوښتونکی چې په متحده ایالاتو کې له ۳۰ ورځو څخه ډیر میشت وي نو باید د خپلې فزیکې پتې په هکله راپور ورکړې. که چیري متحده ایالاتو ته له داخلېدلو وروسته ستاسو پته بدلیږي، باید د لاندې  لارښوونو سره سم په لسو ورځو کې موږ ته خبر راکړئ:
    • زموږ د پتې د بدلون انلاین فورمه کارول؛ یا
    • ستاسو د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو ادارې د موجود انلاین حساب له لارې (که تاسو یې لرئ).  د انلاین حساب جوړونې په هکله د لاډیرو معلوماتو لپاره د د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو ادارې انلاین حساب څه ډول جوړ کړو و ګورئ.
  • بیا – د موقتې اقامې اجازه یا پارول.  ښايي د موقتې اقامې اجازې یا پارول د مودې له پای ته رسېدلو څخه لږ تر لږه ۹۰ ورځې مخکې، د یوې نوې I-131 فورمې په ډکولو، د  موقتې اقامې اجازې یا پارول بیا غوښتنه وکړئ. په دې غوښتنه کې باید لاندې موارد شامل وي:
    • اړین فیس یا ( د I-912 فورمه، د فیس معافيت لپاره غوښتنه، یا د فیس معافيت لپاره یوه لیکلې غوښتنه)؛
    • یوه نوې د I-134 فورمه؛ او
    • تازه ملاتړي ثبوتونه، چې د بیا ځلې موقتې اقامې اجازې یا پارول له مخې په متحده ایالاتو کې د پاتې کېدلو اړتیا څرګنده کړي.
  • د کار اجازه. د I-765 فورمه د کار اجازې لپاره غوښتنلیک  فورمه ډکه کړئ څو متحده ایالاتو ته د موقتې اقامې اجازې یا پارول له مخې تر داخلېدلو وروسته تر (c)(11) کټګورۍ لاندې د کار د اجازې غوښتنه وکړئ.
  • له متحده ایالاتو څخه وتل. له متحده ایالاتو څخه بهر ذینفع ته د موقتې اقامې اجازې یا پارول یو چمتو شوی سند، متحده ایالاتو ته د ننوتلو په بندر کې یوازې یو ځل د اعتبار وړ دی. که چېرې ذینفع له متحده ایالاتو څخه ووځي، له وتلو سره سم به یې د موقتې اقامې اجازه پای ته ورسیږي. که چېرې هغه وغواړي چې له متحده ایالاتو څخه بهر سفر وکړي او بیا بېرته راستون شي، باید بهر ته تر سفر وړاندې د موقتې اقامې اجازې یا پارول غوښتلو لپاره پر I – 131 فورمه یو جلا غوښتنلیک وسپاري. په متحده ایالاتو کې دننه اوسېدلو پر مهال د مخکې له مخکې د موقتې اقامې اجازې یا پارول غوښتنې په اړه معلوماتو لپاره، د I-131 فورمې لارښوونې (PDF, 327.03 (KB (PDF, 364.5 KB)  وګورئ. ذینفع ښايي له متحده ایالاتو څخه بهر د ویزې او یا یو ځل بیا د موقتې اقامې اجازې یا پارول لپاره غوښتنه وکړي څو بېرته دغه هېواد ته راستون شي.
  • شین کارت (ګرین کارت). که چېرې  د یوه تصدیق شوي I-130 فورمه، نږدې خپلوانو لپاره عریضي ذینفع یاست او یوه ویزه موجوده وي، د I-485 فورمه د دایمي مېشتېدنې د ثبت یا د حیثیت د تعدیل لپاره غوښتنلیک وسپارئ څو د قانوني دایمي مېشتېدنې لپاره د حیثیت تعدیل غوښتنه وکړئ او شین کارت ترلاسه کړئ.
  • خپلوانو– سره–یو–ځای– کېدل. که چېرې  د یوه تصدیق شوي د I-730 فورمه، د کډوال/ پناه غوښتونکي د خپلوان عریضې (PDF, 219.42 KB) ذینفع یاست، ښايي متحده ایالاتو ته د ننوتلو پر مهال د یوه کډوال یا پناه غوښتونکي په حیث د کډوالۍ حیثیت ترلاسه کړئ. باید د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو ادارې د اړیکو مرکز ته زنګ ووهئ څو د نوموړې ادارې له ساحوي دفتر سره، چې ستاسو پر مېشتېدنې واک او کنټرول لري، د یوه وخت ټاکلو غوښتنه وکړئ څو ستاسو د کډوالۍ حیثیت تصدیق کړي.
  • پناه. که  باور لرئ چې د توکم، مذهب، ملیت، د ځانګړې ټولنې غړیتوب یا سیاسي نظریې له امله ځورېدلي یاست یا له ځورېدلو وېرېږئ، د I-589 فورمه، د پناه او د لیرې کولو مخنیوي لپاره غوښتنلیک وسپارئ. تاسو باید متحده ایالاتو ته د وروستني داخلیدو له نیټې څخه د یوه کال په موده کې د پنا غوښتنه و کړئ. مګر داچې و ښیې چي:
    • پناغوښتنې ته ستاسو په وړتیا د حالاتو د بدلون د پام وړ اغیز،  او یا غیرمعمولي حالات چې ستاسو د غوښتنې په سپارلو کې د تاخیر سبب شوی وي: او
    • د هغه مهال ویش په دوران کې چې د استثنا لپاره ټاکل شوی وي، تاسو په یو مناسب وخت کې غوښتنه سپارلې.

که چیرې تاسو د پنا غوښتنه و کړئ او ستاسو د موقتې اقامې اجازې یا پارول غوښتنه لا معتبره وي یا ستاسو د موقتې اقامې اجازې یا پارول غوښتنې د دورې له پای ته رسیدو څخه وروسته په یوه مناسب وخت کې وي، په عمومې ډول مونږ دغه غیر معمولي حالت بولو.  د لا ډیرو معلوماتو لپاره د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو ادارې  د پنا غوښتنې ته مراجعه و کړئ.

د پناه اخېستوونکيو ته د رسيدهګۍ  او د کډوالۍ ځانګړو  وېزو په اړه اضافي معلومات:

مشروطه اقامه باید د دې لپاره ونه کارول شي، چې یوازې د عادي ویزې د طی مراحل د کړنلارو یا مهالوېشونو مخه ونیسي یا د کډوالۍ د طی مراحل د چینلونو ځای ونیسي.

که تاسو د توکم، مذهب، ملیت، د ځانګړې ټولنې د غړیتوب یا سیاسي نظریې له امله ځورېدلي وي یا له ځورېدلو وېرېږي او له افغانستان څخه د باندي یاست، د بیا مېشتېدنې لپاره د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمیشنرۍ ته مراجعه وکړئ. که په افغانستان کې یاست او باور لري چې محفاظت ته اړتیا لري تاسو کولی شي له awaazaf.org  سره اړیکه و نیسئ او یا د ۴۱۰ له لاري آواز بشري مرستی Awaaz لاین ته زنګ ووهئ.

د متحده ایالاتو د کډوالو د منلو پروګرام ته د لاسرسي په اړه اضافي معلوماتو لپاره، د بهرنیو چارو وزارت د کډوالو منلو پروګرام وېبپاڼه وګورئ. تاسو کولی شي د متحده ایالاتو د کډوالو د منلو پروګرام ته د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمیشنرۍ په حواله، یا د ستاسو د کورنۍ د  هغه غړي د خپلوي د سند په واسطه، چې په متحده ایالاتو کې د پناغوښتونکي یا ځانګړي ویزې درلودونکي وي، لاسرسی پیدا کړئ. سربیره پر دې، د بهرنیو چارو وزارت د کډوالو د منلو پروګرام ځانګړو افغانانو لپاره د دویم لومړیتوب ټاکنه اعلان کړه، دا هغه افغانان دي، چې د متحده ایالاتو له حکومت، د دغه هېواد له مالي ملاتړه برخمنو پروګرامونو یا پروژو او یا د ياد هېواد له نادولتي مؤسسو او رسنیو سره یې، کار کړی وي.

د متحده ایالاتو حکومت هغو افغانانو لپاره د غوښتنلیکونو چټک او اغېزناک  طی مراحل ته ژمن دی، چې د کډوالو د ځانګړې وېزې (SIV) مستحق وي. د کډوالو ځانګړې وېزو لپاره د مستحق ګڼلو په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره، په مهربانۍ د بهرنیو چارو وزارت وېبپاڼې هغو افغانانو لپاره د کډوالۍ ځانګړې ویزې (SIV) جې د متحده ایالاتو د حکومت له لوري یا یې په استازیتوب ګومارل شوي وو ته مراجعه وکړئ.

اړونده لېنکونه:

 

له متحده ایالاتو څخه بهر اشخاصو لپاره بشردوستانه یا د مهمې عامه ګټې د موقتې اقامې اجازې یا پارول

د ځانګړې بشردوستانه یا مهمې عامه ګټې د موقتې اقامې اجازې یا پارول غوښتنو لپاره د ثبوتونو په اړه لارښوونه

د I-131 فورمه، د سفر اسنادو لپاره غوښتنلیک

د I-134، د مالې ملاتړ فورمه

د I-912 فورمه، د فیس معافيت لپاره غوښتنه

د فیس معافيت غوښتنې په اړه اضافي معلومات

 

 

Last Reviewed/Updated:
11/07/2023
Was this page helpful?
0 / 2000
To protect your privacy, please do not include any personal information in your feedback. Review our Privacy Policy.
Return to top
  • Topics
  • Forms
  • Newsroom
  • Citizenship
  • Green Card
  • Laws
  • Tools
U.S. Department of Homeland Security Seal, U.S. Citizenship and Immigration Services
Facebook
Twitter
YouTube
Instagram
LinkedIn
Email
Contact USCIS
U.S. Department of Homeland Security Seal
Agency description

USCIS.gov

An official website of the U.S. Department of Homeland Security

Important links
  • About USCIS
  • Accessibility
  • Budget and Performance
  • DHS Components
  • Freedom of Information Act
  • No FEAR Act Data
  • Privacy and Legal Disclaimers
  • Site Map
  • Office of the Inspector General
  • The White House
  • USA.gov
Looking for U.S. government information and services?
Visit USA.gov