یادونه: هغه ځانګړي افغان او اوکرایینی اتباع چې پارول یا د موقتي استوګنې جواز لري کولی شي خپل پارول د کار جواز په توګه وکاروي.
د متحده ایالاتو د کډوالۍ او تابعیت اداره یا USCIS د ۲۰۲۲ کال د نوامبر پر ۲۱ نیټه اعلان وکړ چې هغه ځانګړۍ اوکرایینی او افغان اتباع چې د لنډمهاله استوګنې جواز یا پارول لري او متحده ایالاتو ته د ننوتلو ځانګړې کټګورۍ پکې شامل دي کولی شي د خپل پارول سند د کار جواز په توګه وکاروي.
- هغه خلک چې متحده ایالاتو ته I-94 معتبره فورمه، یا د ننوتلو سند کې د UPH یا OAR منلو کټګورۍ شامله وي کولاي شي دا د منلو وړ سند په توګه د لنډمهاله هویت او کار مجوز په حیث چې په لیست A اسنادونو کې درج شوي د کار موندنې لپاره د وړتیا او کاري شرایطو تصدیق کولو لپاره د I-9 فورمې سره په مطابقت کې وکاروي.
- هغه خلک چې امریکا ته د I-94 معتبره فورمه، یا د ننوتلو سند کې د DT داخلې کټګورۍ شامله ده او د ۲۰۲۲ کال د فیبروری د ۲۴ او د ۲۰۲۳ کال د سیپټمبر 30 تر منځ صادر شوي وي، او اوکراین د تابعیت هیواد په توګه څرګنده کړي کولاي شي هغه د لنډمهاله هویت سند په توګه چی پهA لیست کې درج شوی د منلو وړ سند د کار موندلو لپاره د I-9 فورمې مطابق وکاروي.
د ګمارني وروسته تر ۹۰ ورځو پوري ( یا د بیا تائيدي په صورت کې، چې د کار د جواز تاریخ تیریږي) کارمند باید یو سند د لاندې اسناد څخه وړاندي کړي:
- یو تاریخ درلودنکي د کار مجوزسند (EAD) یا
- یو ټولنیز امنیتې کارډ ۱ یا social security card چې محدودیتونه ونه لري او د هویت د B لیست سند د قبول شوي اسنادو څخه وي.
هغه کسان چې د I-94 فورمه یې امریکا ته د ننوتلو پر وخت تر لاسه کړی دي باید د I-94 ویب سایټ وګوري او خپل د I-94 فورمه پرینټ کړي.
دا پالیسی یوازې د هغو وړ کسانو لپاره پلي کیږي چې د داخلي امنیت وزارت لخوا د پارول یا لنډمهاله استوګنې جواز نه دی لغوه شوی.
د نور معلوماتو لپاره د USCIS Temporary Workers pageد موقت کارګرانو پاڼه وګورئ
۱ ټولنيز امنیتی کارډ چې کاري محدویتونه ونه لري ممکن د هغو اشخاصو لپاره چې په دائمی ټوګه به متحده ایالاتو کې نه دی منل شوي ممکن شتون و نه لري. لاندي ویب سایټ وګورئ
https://www.ssa.gov/ssnumber/cards.htm