د افغانانو لپاره معلومات
قانوني مسيرونه متحده ايالتونو کې ميشتو په شرايطو برابر افغان اتباعو لپاره د کډوالۍ
د ۲۰۲۲ کال د مارچ په ۱۶، د کورني امنیت وزیر الیجاندرو-ان-میاروکاس اعلان وکړ چې افغانستان د یوه نوي هیواد په توګه، د یوې ۱۸ میاشتنۍ دورې لپاره د موقت محفوظ اقامت (ُTPS) د امتیاز د شرایطو وړ و ګرځیده. د لاډیرو معلوماتو لپاره، دا اعلامیه و ګورئ.
د متحده ایالاتو د کورني امنیت وزیر د موقت محافظت اقامت لپاره یو بهرنی هیواد هغه وخت ټاکي کله چې حالات په هغه هیواد کې په موقتې توګه د خپلو وګړو د پرسکونه راستیدو مخه و نیسي یا په ځانګړو حالاتو کې، کله چې یو هیواد و نه تواینږي په مناسبه توګه خپلو وګړو راستنیدنه سمباله کړي. د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ اداره کولی شي د موقت محافظت اقامت د ځینو هیوادونو (یا د هیوادونو د یوي برخي) هغه وګړو ته ورکړي چې مخکې له مخکې په متحده ایالاتو کې وي. همداراز، مونږ به د موقت محافظت اقامت هغو وړو کسانو ته ورکړو چې تابعیت نه لري او د آخر ځل لپاره په ټاکل شوي هیواد کې میشت شوي وي.
کله چې دغه امتیاز صادریږي په دي دوره کې ذینفع کسان (یا هغه کسان چې د دوي د قضیو د لومړنې څیړنې څخه وروسته د موقت محافظت اقامت لپاره وړ و بلل شي، هغوي:
- له متحده ایالاتو څخه به شړل کیږي نه؛
- کولی شي د کار اجازه تر لاسه کړي؛ او
- کیدای شي د سفر اجازه ورکړل شی.
کله چې یو کس د موقت محافظت اقامت درلودونکې شو، د داخلې امنیت وزارت نشي کولی هغه په متحده ایالاتو کې د کډوالۍ د حالت په بنیاد توقیف کړي.
د موقت محافظت اقامت یوه موقتې امتیاز ده. موقت محافظت اقامت نه شي کولی د کډوالۍ هیڅ ډول حالت ته، د دایمې قانونې استوګنې حیثیت (شنه کارت) په شمول، لاره هواره کړي. ولي موقت محافظت اقامت ته ستاسو غوښتنلیک لاندي مواردو ته ستاسو مخنیوی نه کوي:
- د غیر مهاجر دریځ لپاره غوښتنه؛
- د کورنې د غړو د کډوالې د تقاضا په بنیاد، د دایمې اقامت غوښتنه؛ یا
- د کډوالۍ د نورو ګټو یا محافظت غوښتنه، چې کیدای شي تاسو یې وړ و اوسئ.
په یاد ولرئ: ددي لپاره چې د کډوالې له نورو ګټو څخه هرې یوي ته لاسرسی ولري، تاسو باید د وړتیا ټول شرایط پوره کړئ. د موقت محافظت اقامت تقاضا ستاسو د مهاجرت، د موقتې اقامې د اجازې او یا د کډوالۍ په هرې بلې ګټې باندي اغیز نه کوي. که مونږ ستاسو د مهاجرت او یا هرې بلې کډوالۍ د ګټې تقاضا رد کړو، دا به د موقت محافظت اقامت پر تقاضا ستاسو پر وړتیا کوم اغیز و نه کړي. خو مونږ ستاسو د موقت محافظت اقامت تقاضا د هم هغو شواهدو په بنیاد ردوو د کومو په بنیاد مو چې ستاسو نورې تقاضاوي رد کړي.
د لا ډیرو معلوماتو لپاره د موقت محافظت اقامت ویب پاڼه و ګورئ.
په متحده ایالاتو کې د افغان وګړو لپاره چې د موقتې اقامې اجازه یې تر لاسه کړي وي: کیدای شي تاسو هم د موقت محافظت اقامت د تقاضا، او یا د کډوالۍ نورو حالاتو لپاره چې کیدای شي تاسو یې وړتیا ولري، وړ و اوسئ. تاسو باید د وړتیا ټول شرایط پوره کړي تر څو د موقت محافظت اقامت لپاره تایید تر لاسه کړئ. موقت محافظتي اقامت نه شي کولی د کډوالۍ هیڅ ډول حیثیت ته، د دایمې قانوني استوګنې حیثیت (شین کارت) په شمول، لاره هواره کړي.
هغه افغانان چې په متحده ايالتونو کې دننه او بهر ژوند کوئ او د متحده ايالتونو دولت لهلوري/ لهپاره ګمارل شوي وي د ګرين کارت ترلاسه کولو لهپاره لومړی باید I-360فورم، د امريکايي کوڼډې/ کونډ ـ د ځانګړې کډوالۍ د ډلبندي غوښتنليک لهپاره د امريکا متحده ايالتونو د اتباعو او کډوالو د خدماتو دفتر (USCIS) ته مراجعه وکړئ او د افغان ځانګړي کډوال ويزې (SIV) د غوښتوونکي لهپاره د ځانګړې کډوال د ډلبندۍ غوښتنليک لهپاره د متحده ايالتونو د بهرنيو چارو وزارت (DOS) د DS-157 فورم ډک کړئ.
هغه افغانان چې د ځانګړې کډوالۍ ويزې (SIV) غوښتنليک بهير يې د 2022 کال تر جولای 20 نېټې يا وروسته له هغه پيل کړی وي، ښايي د ځانګړي کډوالۍ ويزو د ډلبندۍ لهپاره له غوښتنليک سره د DS-157 فورم په ډک کولو او د ماموريت رئيس (COM) له تأييد سره د متحده ايالتونو د بهرنيو چارو وزارت سره ځانګړی کډوال په توګه ومنل شي د لازياتو معلوماتو لهپاره د بهرنيو چارو وزرات د ويب پاڼې لارښوونو هغو افغانانو لهپاره د ځانګړې کډوالۍ ويزې ـ چې د متحده ايالتونو له لوري يا لهپاره ګمارل شوي وي ته مراجعه وکړئ.
د هغو افغان اتباعو يوه برخه چې له مخکې يې د ځانکړې کډوالۍ ويزې (SIV) لهپاره د غوښتنليک بهير پيل کړی او د 2022 کال د جولای تر20 پورې يې د ماموريت د رئيس تأييد ترلاسه کړي وي، بايد د خپل ځان لهخوا فورم I-360 د متحده ايالتونو د اتباعو او کډولۍ خدماتو دفتر ته واستولی، له استثاء پرته. که چېرې د ماموريت رئيس د تأييدي مکتوب دا ښيي چې ستاسو DS-157 استول شوی فورم لاسليک او له غوښتليک سره د ماموريت رئيس لهخوا تأييد شوی او تاسو د INA 203(b)(4) پر بنسټ د يو ځانګړي کډوال په توګه ډلبندي شوي ياست، I-360 فورم استولو ته اړتيا نه لري.
څه وخت باید د I-360 فورم د امريکا متحده ايالتونو د اتباعو او کډوالۍ خدماتو دفتر کې ثبت کړئ
افغان تبعه/ اتباع چې مخکې يې د ځانګړې کډوالۍ ويزو (SIV) غوښتنليک بهير پيل کړی او د 2022 کال د جولای تر 20 پورې يا له هغه مخکې يې د ماموريت رئييس تأييد ترلاسه کړی وي، باید د ځان لهخوا د I-360 فورم د متحده ايالتونو د اتباعو او کډوالۍ دفتر ته واستوي. هغه کسان چې غوښتنليک يې د 2022 کال تر 20 پورې د متحده ايالتونو د ماموريت رئيس لهخوا د انتظار په حالت کې وي، په مهربانۍ سره دې لاندې جدول ته مراجعه وکړي.
په متحده ايالتونو کې ميشت افغان اتباع | |
که چېرې | نو بیا |
د ماموريت رئيس د انتظار په حالت کې تأييد او يو لاسليک شوی DS-157 فورم ولري. | د ماموريت رئيس له تأييد او له DS-157، وروسته، I-485 فورم ثبت کړئ. |
د ماموريت رئيس د انتظار په حالت کې تأييد او يو نا لاسليک شوی DS-157 فورم ولري. |
د ماموريت رئيس له تأييد وروسته I-360 فورم ثبت کړئ. |
د ماموريت رئيس تأييد او يو نا لاسليک شوی DS-157 فورم نه لري. |
د ماموريت رئيس له تأييد وروسته I-360 فورم ثبت کړئ. |
د ماموريت رئيس له 7/20/22 نېټې مخکې تأييد کړی دی. |
د فورم ثبت |
د متحده ايالتونو د اتباعو او کډوالۍ خدماتو دفتر لهخوا د انتظار په حالت کې I-360 فورم لرئ. | د I-360، فورم له تأييد وروسته I-485 فورم ثبت کړئ. |
د لازياتو معلوماتو لهپاره زموږ I-360 فورم پانې ته مراجعه وکړئ
که چېرې له متحده ايالتونو څخه بهر ژوند کوئ
که چېرې ستاسو I-360 فورم تأييد کړو، ښايي تأييد شوی غوښتنليک مو د ځانګړې کډوالۍ ويزې (SIV) د کنوسلي پړاوو بشپړولو لهپاره د بهرنیو چارو وزارت ته استوو. له هېواد څخه بهر د ځانګړې کډوالۍ ويزې (SIV) په اړه د لازياتو معلوماتو لهپاره کنسولي پړاوونو بشپړولو سايټ ته مراجعه وکړئ.
که چېرې په متحده ايالتونو کې دننه ژوند کوئ:
که چېرې موږ ستاسو I-360 فورم یا د متحده ايالتوو د بهرنيو چارو وزارت ستاسو DS-157 فورم تأييد کړي، خو تاسو متحده ايالتونو ته په دغې ځانکړې کډوالۍ ويزې (SIV) سره دننه شوي نهياست، د ګرين کارټ ترلاسه کولو لهپاره د
I-485 فورم ، د دايمي اقامت د تنظيم له لارې د دايمي اقامت يا د وضعيت تنظيم د ثبت غوښتنليک وړاندې کړئ.
د وضعيت د صلاحيت تعديل
ښايي د وضعيت تنظيم په شرایطو برابر واوسئ خو:
- تر پلټنې لاندې واوسئ او په متحده ايالتونو کې د منلو وړ يا په مشروط اقامت سره منل شوي واوسئ؛
- په فزيکي بڼه په متحده ايالتونو کې شتون لرئ؛
- د ځانګړې کډوالۍ ويزو ترلاسه کولو مستحق ياستئ ځکه چې I-360 فورم یا DS-157 فورم مو تأييد شوی دی؛
- د ثبت پر مهال ځانګړې کډوالۍ ويزه شمېره له ځنډ پرته تاسو ته درکول کېږي ( دا هغه مهال کېږي چې ستاسو د کډوالۍ کټګورۍ لهپاره د لومړيتوب نېټه په جريان کې وي. د لازياتو معلوماتو لهپاره
- د لومړيتوب نېټې سره د ويزی لاسرسی او د بهرنيو چارو وزارت د ويزو بولټن ) ته مراجعه وکړئ؛ او
- تاسو په متحده ايالتونو کې د قانوني دايمي استوګنې د منلو وړياستئ يا د نهمنل کيدو او دې ته ورته نورو مواردو له جبران څخه معافيت لرئ.
که چېرې د يو پناه غوښتوونکي په توګه متحده ايالتونو ته دننه شوي ياست، نهشئ کولای د هغه افغان په توګه خپل وضعيت تنظيم کړئ چې د متحده ايالتونو دولت لهلور/ لهپاره په دنده ګمارل شوي. او بايد د پناه غوښتوونکي په توګه غوښتنليک وړاندې کړئ د لازياتو معلوماتو لهپاره د پناه غوښتنې لهپاره زموږ ګرين کارټ پاڼه وګورئ.
که چېرې په افغانستان کې د بشردوستانه ناورين له امله د يو افغان تبعه يا د کورنۍ غړی ( له 21 کلنۍ ټېټ مجرد اولاد يا د ژوند ملګری) سره په متحده ايالتونو کې مشروط اقامت وروسته د ګرين کارټ لهپاره غوښتنليک وړاندې کوئ او د امريکا متحده ايالتونو د اتباعو او کډوالۍ خدماتو دفتر I-360 فورم او د متحده ايالتونو د بهرنيو چارو وزارت د DS-157 تأييد شوي فورم ولرئ د I-485 فورم، دائمي اقامت یا د وضعيت تنظیم وضعیت غوښتنليک استولو لهپاره لاندې لارښوونې تعقيب کړئ.
د I-485، فورم تشکيل لهپاره بايد په فزيکي بڼه په متحده ايالتونو کې واوسئ او په خپل فورم کې د متحده ايالتونو پته وړاندې کړئ.
لارښوونې:
- د کورنۍ هر هغه غړي لهپاره چې د وضعيت تنظيم په موخه غوښتنليک وړاندې کوي، بايد جلا جلا I-485 فورمونه بشپړ کړئ.
- د غوښتنليک ډول: په 1.c برخه کې دويمه شمېره، «د افغانستان يا عراق ځانګړي اتباع I-360 فورم یا DS-157" فورم غوره کړئ. د 2 برخې 3 شمېره د کډوالۍ غوښتنليک I-360فورم، او DS-157 فورم د ماموريت رئيس په تأييدي مکتوب کې د دوسيې شمېره يا د کډوالۍ غوښتنليک I-360 دننه کړئ. د خپل I-360 فورم د رسيد شمېره په خپله تأييدي اعلاميه (I-797 فورم) کې موندلی شئ.
په I-360 فورم کې د تأييدې اعلاميې يوه کاپي او د ماموريت د رئيس تأييدي مکتوب چې ستاسو د DS-157 فورم تأييدي ښيي، دننه کړئ.
- خپل I-485 فورم د 6.a برخې په 10 برخه کې لاسليک وکړئ. که چېرې ستاسو I-485 فورم لاسلیک ونهلري، د متحده ايالتونو د اتباعو او کډوالۍ دفتر نهشي کولی هغه ومني.
- د ثبت ځای: تاسو بايد خپل غوښتنلیک يوازې په لاندې پته د متحده ايالتونو د اتباعو او خدماتو په فينیکس دفتر کې ثبت کړئ. موږ د متحده ايالتونو فیدیکس FedEx، یو پی ایس UPS، و دی ایچ ایل DHL پوستي استونې خدمات منو.
>USCIS
Attn: AFGHAN NFB (Box 21281)
1820 E. Skyharbor Circle S
Suite 100
Phoenix, AZ 85034-4850
- د خپلې کورنۍ لهپاره ټول I-485 فورمونه په يو پاکټ کې واچوئ:
- که غواړئ هغه مهال چې د متحده ايالتونو د اتباعو او کډوالۍ خدماتو دفتر ستاسو غوښتنليک مني، الکترونيکي اطلاعیه ترلاسه کړئ G-1145 فورم، د غوښتنليک/ منلو الکټرونيکي اطلاعيې غوښتنليک بشپړل کړئ.
زموږ د فيس په اړه معلومات: که چېرې په افغانستان کې د بشري ناورين له امله مو په متحده ايالتونو کې د مشروط اقامت ترلاسه کړي وي او د يو ځانګړي افغان کډوال په توګه غوښتنليک وړاندې کوئ، نو اړ نه ياست چې له I-485 فورم سره د دوسيې د تشکيل يا بايمټريک لګښټ ورکړئ.
له افغان متحدانو څخه د ساتنې 2009، کال قانون 602(b)، برخې په بياکتنې سره د هغو افغانانو لهپاره د کډوالۍ يوه ځانګړې کټګورئ رامنځته کړه چې د 2001 کال د اکټوبر له 7 څخه يې د 2023 کال د31 ډسمبر پورې د متحده ايالتونو دولت لهلوري/ لهپاره ګمارل شوي يا يې له بينالمللي ځواکونو سره د امنيت ټينګښت آيساف (ISAF) یا د کاري ځواک په توګه يې په هر بل نوم کم له کمه د يو کال لهپاره دنده ترسره کړي شوی او فعالیت يې کړی وي، بايد يو پېژند ليک او د مثبتې ارزونې يو سند ولرئ چې متحده ايالتونو دولت ته ارزښتناک او وفادارۍ خدمات وښيي او دا ثابته کړه چې د متحده ايالتونو دولت لهخوا ستاسو ګمارنې يو جدي او دوامداره ګواښ تجربه کړي او يا يې تجربه کوئ. له دې سربېره بايد داسې يوه مخينه او مناسبه پلټنه ولرئ چې د کورني امنيت وزارت لهخوا ترسره شوي وي او د ځانګړې کډوالۍ ويزې ترلاسه کولو شرایطو وړ وګڼل شي له هغه پرته په متحده ايالتونو کې د دايمي اقامت وړ نه ګرځئ.
د 2021 کال د جولای په 30 مه L. 117-31 (PDF) خپرونې د دغه قانون باندې بياکتنه وکړه او اصلاح يې کړ څو دغه پروګرام د 2023 کال د سپټمبر په31 پورې تمديد او د ټولو هغو غوښتوونکيو شمېر چې ښايي د ځانګړې کډوالۍ وضعيت وړاندې شي، 34500 تنو ته لوړ کړي.
د لازياتو معلوماتو لهپاره متحده ايالتونو د اتباعو او کډوالۍ خدماتو دفتر د پاليسۍ لارښود او او د افغانانو لهپاره د بهرنيو چارو وزارت د ځانګړيو ویزو ويب سايټ وګورئ
په دې وروستیو کې مونږ متوجع شو چې د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ اداره USCIS د هغو افغان اتباعو د ویزو کاغذي کڅوړې، چې د مهاجرت ځانګړی ویزه (SIV) تر کتګوري لاندي، د قانونې دایمې هستوګن په حیث امریکا ته داخل شوي دي، تر لاسه کړي ندي. د مخه مونږ دغه کڅوړې تر لاسه کولې او د هغو په بنسټ مو د دایمي هستوګنې د اقامت کارت صادر کول(شین کارت). مونږ له نورو ادارو سره کار کوو تر څو اړین معلومات په وخت سره تر لاسه کړو او ګرین کارتونه سمدستی صادر کړو. همدا راز، مونږ و کولی شو چې ځینې هغه کسانو چې د هغو د ویزه کاغذي کڅوړې مو تر اوسه تر لاسه کړې نه دې، معلوم او د هغوي ګرین کارتونه دهغو پتی ته لیږو چې مونږ یې په خپلو فایلونو کې لرو.
- که تاسو د مهاجرت ځانکړی ویزه SIV قانونی دایمی اقامه لرونکی LPR په حیث ۶ میاشتې مخکې امریکا ته داخل شوي یاست او تر اوسه مو خپل ګرین کارت نه وې تر لاسه کړی، مهربانې و کړئ د Case Inquiry ویب پاڼې له لارې له مونږ سره اړیکه ونیسئ.
- که تاسو د CQ مشروۍ اقامه لرونکی یا SQ لادرک ویزی کڅوړو اغیزمن کډوالو د ډلی ځخه یاست ، کیدای شي د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ اداری USCIS د غوښتنلیک ملاتړي مرکز تاسو ته د لیدنې وخت تعین او خبر درکړي تر څو ستاسو بایومیټریک (د تصویر یا د ګوتو نښې اخیستل یا دواړه) وسپاری. دا ډیرمهمه ده چې تاسو دغه لیدنی ته حاضر شئ تر څو مونږ و کولی شو ستاسو بایومیټریک تر سره کړو او په دې توګه ستاسو د ګرین کارت په صادرولو کې د لاډیر څنډ مخه و نیول شي.
- که تاسو د کډوالی د ځانګړې ویزه SIV قانونی دایمی ویزه لرونکی LPR په توګه متحده ایالاتو ته داخل شوي یاست او لا هم د کډوالی ویزه کاغذي کڅوړی مو تاسو سره موجود دی ، مهرباني و کړئ هغه مونږ ته د پوستې خدماتو له لارې په لاندي پته راولیږئ:
USCIS
Attn: IV
2501 S State Hwy 121 Business
Ste 400
Lewisville, TX 75067
د مشروط اقامت له حالت څخه وتل:
که تاسو د مهاجرت ځانګړو ویزه SIV قانونی دایمی ویزه لرونکی LPR تر کتګوري لاندي متحده ایالاتو ته د مشروط اقامه (CQ1, CQ2 or CQ3), په توګه امریکا ته داخل شوي یاست نو باید د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ د اداریUSCIS د اړیکو له مرکز سره تیلفونې اړیکه و نیسئ، له دغه مرکز څخه د USCIS سیمه ایزه مرکزکی د کتنې وخت واخلئ تر څو I-693 فورمه، د واکسین ریکارډ او د روغتیایې معایناتو راپور چې د دغې ادارې د ټاکل شوي روغتیاپال USCIS-designated civil surgeon لخوا تر سره شوي وي، دغې ادارې ته تسلیم کړي. کله چې مونږ ستاسو د I-693 فورمه تر لاسه کړه او باورې شو چې دغه فورمه د ټاکل شوي ډاکټر لخوا په صحیح توګه بشپړ شوی او د نه منلو لاملونه شتون و نلري، نو مونږ به ستاسو پر قانونې دایمې اقامهLPR باندې تړل شوی مشروط حالت لري کړو.
که چیری کډه کوی، تاسو باید د ۱۰ ورځو د مخه خپل نوې پتې معلومات له مونږ سره شریک کړئ کله چه پته مو بدلیږی. د پتې د بدلولو په هکله د لاډیرو معلوماتو لپاره د How to Change Your Address ویب پاڼې څخه کتنه وکړئ.
که پوښتنی لرئ او یا غواړئ چئ د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ اداره کی موجود ستاسی په شخصي معلوماتو مو بدلون راولی، نو د دغې ادارې د اړیکو له مرکز USCIS Contact Centerسره اړیکه ونیسې او له استاذې سره یې خبرې و کړئ.
د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ اداره د USCIS.GOV ویب پاڼې له لاري لا ډیر خدمات او لاری برابروی تر څو د هغه معلوماتو په موندلو کی مرسته وکړی چه تاسو ورته اړتیا لری.
یادونه:. که تاسو مشروط هستوګنې لرونکې افغان تبعه یا ( افغان پارولي ) یاست چې له رارسیدو سره سم مو د CBP څخه د افغان پارولي د معلوماتو پاڼه یا د متحده ایالتونو د سفارت د کونسلګرۍ مامور څخه د مشروط هستوګنې (پارول) شرایطو په اړه خبرتیا ترلاسه کړې وي، ستاسو پارول د ځینو طبي شرایطو تابع دی. که تاسو متحده ایالتونو ته د سفر دمخه طبي شرایط نه وې بشپړ کړي یا مو په دولتي موقعیتونو کې چې هلته دا خدمتونه وړاندې کېږي، معاینات نه وي کړي، تاسو اړ یاست چې له دې طبي شرایطو سره د خپل مطابقت په اړه خبر ورکړئ. تاسو باید خپل راپور د افغان پارولي د واکسیناسیون حالت USCIS ته وړاندې کړئ.
د ټولو هغو مشروط هستوګنې لرونکې افغانانو ( افغان پارولي ) لپاره چې کار کول غواړي، په متحده ایالتونو کې په قانوني بڼه تر کار کولو وړاندې باید د متحده ایالتونو د تابعیت او کډوالۍ د خدمتونو اداره (USCIS) ستاسو د
I-765 فورمې، د استخدام د جواز غوښتنلیک تصدیق کړي.
د یوه افغان پارولي په حیث څوک د کار کولو اجازې لپاره غوښتنه کولای شي
تاسو ښايي د یوه افغان پارولي په توګه هغه مهال د کار کولو اجازې لپاره غوښتنه وکړئ چې:
- تاسو د 2021 کال د جولای میاشتې پر 30 مه نېټه یا له هغه وروسته، متحده ایالتونو کې د چټکو بشردوستانه لاملونو یا د کډوالۍ او تابعیت تر قانون لاندې د مهمو عامه ګټو د لاملونو (INA) 212(d)(5) له مخې مشروط هستوګنه درکړل شوی وی یا پارول شوي یاست.
د کار کولو لومړنۍ اجازې لپاره غوښتنه کول
که چېرې تاسو د یوه افغان پارولي په توګه خپله د I-765 فورمه ثبتوئ، د مهربانۍ له مخې لاندې یادې شوې لارښوونې تعقیب کړئ. ستاسو د لومړنۍ I-765 فورمې په بدل کې هېڅ ډول فیس نشته.
- د I-765 فورمه بشپړه کړئ (08/25/20 نسخه)
- په 1 برخه کې، د غوښتنلیک لامل ساحه کې، ” 1.a. د استخدام قبلولو لومړنۍ اجازه“ غوره کړئ
- په 2 برخه، 27 شمېره، ستاسو د مستحق کېدلو د کټګورۍ په اړه معلومات، “(c)(11).” کې ولیکئ. دا د پاروليز د کټګورۍ شمېره ده. د لا زیاتو معلوماتو لپاره د I-765 فورمې ویبپاڼې ته ورشئ.
- د خپلې I-94 فورمې، پاسپورت یا د سفر د نورو هغو اسنادو یو نقل وساتئ چې متحده ایالتونو کې د چټکو بشردوستانه لاملونو یا د کډوالۍ او تابعیت تر قانون لاندې د مهمو عامه ګټو د لاملونو (INA) 212(d)(5) له مخې تاسو ته د پارول درکول څرګندوي. د I-94 فورمې د ترلاسه کولو په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره د ګمرکاتو او سرحد خوندیتوب ادارې (CBP) د I-94 فورمې وېبپاڼه وګورئ.
- که چېرې تاسو پاسپورت نه لرئ، تاسو کولای شئ په پورته یاده شوې وېبپاڼه کې د ”تر ټولو تازه I-94 تر لاسه کړئ“ په انتخابولو سره، د خپلې A – شمېرې په کارولو خپله I-94فورمه بېرته ترلاسه کړئ. د پاسپورت شمېرې په ساحه کې خپله A – شمېره ولیکئ او د پاسپورت د ورکوونکي هېواد په ځای کې “USA” ولیکئ.
- ډاډه اوسئ چې د فورمې ټولې برخې بشپړې کړئ. که چېرې له دغو برخو څخه کومه برخه تشه پاتې وي، مونږ به ستاسو فورمه رد کړو:
- 1 برخه – د غوښتنې لامل
- 2 برخه – کورنی نوم
- 2 برخه – د زېږېدلو نېټه
- 2 برخه – پته
- 2 برخه – د مستحق کېدلو کټګوري
- 3 برخه – لاسلیک
- د I-94 فورمه، پاسپورت یا د پورته تشرېح شوو نورو سفري اسنادو له یوې کاپي سره د I-765 فورمه وسپارئ.
د سپارلو پته او د فیس معلومات
خپله لومړنۍ د I-765 فورمه له پورته ثبوت او معلوماتو سره لاندې یادې شوې پتې ته واستوئ.
USCIS Chicago Lockbox
:U.S. Postal Service (USPS)
USCIS
Attn: AOS
P.O. Box 805887
Chicago, IL 60680
:FedEx, UPS, and DHL deliveries
USCIS
Attn: AOS (Box 805887)
131 South Dearborn-3rd Floor
Chicago, IL 60603-5517
د فیس معلومات: هغه افغانان چې په افغانستان کې د بشري بحران له امله متحده ایالتونو ته پارول شوې وي، د خپلې I-765 فورمې لپاره د فیس په ورکولو اړ نه دي.
مهرباني وکړئ په یاد ولرئ: د غوښتنلیکونو د ملاتړ په مرکزونو کې د مهالوېشونو په ترتیبولو سره به د افغانانو غوښتنلیکونو ته لومړیتوب ورکړل شي څود هغوي بایومترېک ترلاسه شي. هغه ادارې چې له غوښتنلیک سپارونکو سره د هغوي د I-765 فورمې په برخه کې مرسته کوي، د متحده ایالتونو د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو ادارې ته یې باید په ډله ییزه توګه وسپاري.
د I-765 فورمې له ډکولو وروسته
USCIS ښايي له تاسو وغواړي چې د مرکې لپاره حاضر شئ یا د بایومتریک (د ګوتو نښان، عکس، او/یا لاسلیک) لپاره ورشئ چې ستاسو د هویت تصدیق کولو، اضافي معلوماتو ترلاسه کولو، او مخینې او امنیتي معایناتو ترسره کولو لپاره ترسره کېږي، په دې کې د جرمي تاریخي سوابقو کتل هم شامل دي چې د فدرالي تحقیقاتو بیورو (FBI) لخوا پر مخ وړل کېږي، مخکې له دې چې ستاسو د I-765 غوښتنلیک په اړه پریکړه وکړل شي.
وروسته له دې چې موږ ستاسو غوښتنلیک ترلاسه او ومنو، موږ به تاسو ته په لیکلي ډول خبر درکړو چې تاسو د بایومیټریک خدماتو لیدنه کې برخه اخیستلو ته اړتیا لرئ که نه. که اړتیا وي، هغه خبرتیا چې موږ یې تاسو ته لیږو، تاسو ته به ستاسو د محلي یا ټاکل شوي USCIS د غوښتنلیکونو د ملاتړ مرکز موقعیت او ستاسو د ملاقات نیټه او وخت ښيي. که تاسو د خپل بایومټریک خدماتو ملاقات ته حاضر نه شئ، موږ ښايي ستاسو غوښتنلیک رد کړو.
که موږ ستاسو I-765 فورمه تائید کړه، نو موږ به ستاسو د استخدام جواز سند (EAD) تاسو ته ستاسو په ثبت شوې پته درولیږو. تاسو باید په خپله پته کې د هر ډول بدلون په اړه په 10 ورځو کې USCIS ته خبر ورکړئ ترڅو ډاډ ترلاسه کړئ چې ستاسو EAD په وخت او سمه توګه تحویل شوی دی. (تاسو باید USCIS ته د پتې د بدلون په اړه د AR-11 فورمې، د بهرنیانو د پتې د بدلون کارت، په آنلاین ډول ډکولو له لارې د پتې د بدلولو ویب پاڼې په کارولو سره خبر ورکړئ.)
ستاسو د استخدام جواز د نوي کولو یا ستاسو د EAD بدلولو غوښتنې لپاره، د I-765 فورمې پاڼه وګورئ.
مهرباني وکړئ په یاد ولرئ: فدرالي قانون هر کار ګومارونکی چې په متحده ایالاتو کې استخدام کوي، د فیس لپاره یې راجع کوي، یا یو کس په متحده ایالاتو کې د کار لپاره ګوماري، مکلفوي چې د I-9 فورمه ، د کار وړتیا تصدیق، ډکه کړي. د I-9 فورمې او د کارکوونکي په توګه ستاسو د حقونو په اړه نور معلومات د I-9 مرکزي ویب پاڼه کې ومومئ.
د EAD د تصحیح غوښتنه څنګه ترسره کړئ
که ستاسو EAD غلط معلومات یا تېروتنه ولري، تاسو باید USCIS ته لاندې اسناد وسپارئ:
- اصلي کارت چې تېروتنه لري؛
- د کارت د تېروتنې تفصيلي وضاحت (لکه ناسم نوم، د زېږېدو نېټه، او داسې نور)؛
- ستاسو د متحده ایالتونو پُستي پته؛ او
- د سمو معلوماتو د ملاتړيزو/حمایوي اسنادو نقل.
په حمایوي اسنادو کې ستاسو د سمو معلوماتو لرونکي لومړني یا ثانوي اسناد شامل دي. که تاسو لاندې لست شوي ثانوي اسناد سپارئ، نو باید په اړه یې توضیحات ورکړئ چې ولې لومړني اسناد شتون نلري.
- لومړني اسناد:
- پاسپورت؛
- تذکره؛ یا
- د زېږیدنې سند.
- ثانوي اسناد:
- د موټر چلولو جواز/لایسنس
- بیوګرافیک معلومات یا حمایوي اسناد چې د USCIS یا د متحده ایالتونو د حکومت پخوانیو غوښتنلیکونو یا عریضو لپاره وړاندې شوي، یا نور رسمي سوابق چې لاندې اسناد په کې شامل دي:
- I-360 فورمه؛
- DS-157، د کام اپروول ( عمومی رییس) د تائید خبرتیا؛
- I-130 فورمه؛
- I-730 فورمه؛
- د متحده ایالتونو د ویزې غوښتنلیکونه (DS-160, DS-260);
- مذهبي یا طبي اسناد چې ستاسو نوم او د زیږون نیټه ولري؛ یا
- د ښوونځي یا د کار موندنې سوابق چې ستاسو نوم او د زیږون نیټه لري؛ یا
- د زیږون یو ثبت شوی حلف، چې باید لاندې معلومات په کې شامل وي:
- ستاسو د زیږون نیټه، د زیږون ځای، او ستاسو د بشپړ نوم سمه املا؛
- ستاسو د دواړو والدینو بشپړ نومونه؛ او
- حلف کوونکی څنګه ستاسو د زیږون په اړه پوهیږي.
یادونه: د محرمیت محدودیتونه کیدای شي د I-730 فورمې په ځینو معلوماتو باندې پلي شي، چې په دې پورې اړه لري چې معلومات چا سپارلي، له چا سره تړاو لري، او له چا سره شریک کیږي.
که تاسو نشئکولای د پورتنیو غوښتل شويو اسنادو یا ثبت شوو حلفونو څخه کوم یو چمتو کړئ، نو مفصل لیکلي توضیحات وړاندې کړئ چې دا تشریح کوي چې ولې تاسو نشئکولای یاد معلومات وړاندې کړئ. په خپل وضاحت کې لاندې معلومات شامل کړئ:
- ستاسو سم بشپړ نوم، د زیږون نیټه، او د زیږون ځای؛ او
- ستاسو د مور او پلار بشپړ نومونه، د زیږون نیټه، او د زیږون ځای.
تاسو باید د خپل بیان اعتبار هم تصدیق کړئ چې تاسو نشئکولای لومړني یا ثانوي اسناد وړاندې کړئ. تصدیق باید وښیي چې په بیانیه کې هغه معلومات چې تاسو وړاندې کړي د اعتبار وړ دي. تاسو باید خپل تصدیق لاسلیک کړئ، مګر اړینه نه ده چې په قضا کې ثبت شي.
دا معلومات په لاندې پته ولېږئ:
U.S. Department of Homeland Security
Attn: OAW EAD Card Corrections
P.O. Box 648003
Lee’s Summit, MO 64002
تاسو اړتیا نلرئ چې د I-765 نوې فورمه وسپارئ یا د تصحیح شوي کارت د غوښتنې کولو لپاره فیس ورکړئ.
که هغه تېروتنه چې تاسو یې راپور ورکوئ دا وي چې ستاسو په کارت کې ورکړل شوی عکس ناسم دی، موږ ښايي تاسو ته د USCIS د غوښتنلیکونو د ملاتړ مرکز کې د نوي عکس اخیستلو لپاره د ملاقات لپاره خبرتیا واستوو.
د بشپړې شوې I-765 فورمې او د EAD تولید حالت څنګه وګورئ
که تاسو د I-765 فورمې سپارلو وروسته خپل EAD نه وي ترلاسه کړی، د قضیې آنلاین حالت وګورئ یا د USCIS د اړیکو مرکز سره په 800-375-5283 (TTY 800-767-1833) شمېره، له دوشنبې تر جمعې، د سهار له 8 بجو د ماسخوتن تر 8 بجو پورې د Eastern په وخت اړیکه ونیسئ، چې د خپل غوښتنلیک د وضعیت په اړه معلوماتو ترلاسه کړئ.
که تاسو په خپل EAD کې ستونزه لرئ، نو لاندې کارونه ترسره کړئ
که چېرته تاسو.... | نو... |
---|---|
په امن خونو کې د I-765 فورم بشپړ او د کار جواز لپاره د متحده ايالتونو د اتباعو او کډوالۍ خدماتو دفتر ته پست کړی وي خو لا مو کارت نهوي ترلاسه کړی |
|
که مو د کار جواز نهوي ترلاسه کړی او بايد خپله پوستي پته نوې کړئ. |
|
د بریښناليک له لارې کار جواز نه ترلاسه کولو يا نه تحويلۍ ريپورټ استولو ته اړتيا لري. |
د متحدهايالتونو د پستي خدماتو (USPS) دفتر لهخوا د پست استولو په صورت کې: USCIS د فیدیکس، یو پی ایس او دی ایچ ال پُستي خدمات USCIS
|
غواړئ چې د کار جواز د لومړني اعتبار نېټه د مشروط اقامت له I-94 فورم سره يو شان نوې کړئ. يادونه: ځينې افغانان چې د متحدانو د هرکلي عملياتو له لارې له 2 کلونو څخه کمې مودې لپاره مشروط اقامت لري، د ګمرک او سرحد ساتنې ادارې يې د مشروط اقامت موده پوره 2 کلونو ته اصلاح کړه. |
|
که تاسو د EAD یا د کارموندنې جواز لپاره د ځنډیدلي غوښتنلیک په اړه پوښتنې لرئ، مهرباني وکړئ د نورو معلوماتو لپاره زموږ سره په اړیکه کې شئ ویب پاڼه وګورئ.
USCIS هغو افغان اتباعو او د دوی د کورنۍ نږدې غړو ته چې متحده ایالتونو ته انتقال شوي د کډوالۍ خدمتونه وړاندې کوي چې تر ننوتلو وروسته د کډوالۍ اضافي پروسس ته اړتیا لري. افغان اتباع او د هغوی کورنۍ چې متحده ایالتونو ته کډه شوي دي له بیلابیلو ډلو څخه جوړ شوي دي:
د هغو افغان اتباعو لپاره چې د قانوني دایمي اوسیدونکو په توګه داخل شوي دي (د مهاجرت د ځانګړي ویزې لرونکو په شمول)، د مشروط دایمي اوسیدونکو په توګه چې د مهاجرت ځانګړي ویزې ولري، یا هغه چې تر رارسیدو وروسته د افغان ځانګړي مهاجر په توګه طبقه بندي شوي دي
که چېرته تاسو... | نو... |
---|---|
د متحده ایالتونو د ګمرکونو او سرحدونو محافظت (CBP) لخوا په متحده ایالتونو کې د قانوني دایمي اوسیدونکي په توګه داخل شوي یاست | موږ به ستاسو د دایمي استوګنې کارت (چې د ګرین کارت په نوم هم یادیږي) په ثبت شوې پته در واستوو. |
د CBP لخوا متحده ایالتونو ته پارول شوي او وروسته د افغان ځانګړي مهاجر په توګه طبقه بندي شوي یاست. ستاسو د I-94 فورمه، د رارسیدو / روانیدو سند به د "ځانګړي مهاجر حیثیت (SQ/SI) پارول" په ټکو سره ټاپه شوې وي. |
|
په متحده ایالتونو کې د مشروط دایمي اوسیدونکي په توګه د CBP م>ُهرسره داخل شوي یاست چې تاسو د CQ1، CQ2، یا CQ3 د داخلې ټولګي (COA) په توګه مني. |
|
د هغو افغان اتباعو لپاره چې د افغان ځانګړو مهاجرینو په توګه د طبقه بندي لپاره غوښتنه کوي
که چېرته تاسو... | نو... |
---|---|
متحده ایالتونو ته د CBP لخوا پارول شوي یاست |
|
هغو افغان اتباعو لپاره چې ځنډیدلي غوښتنلیکونه یا عریضې نه لري
که چېرته تاسو... | نو... |
---|---|
متحده ایالتونو ته د CBP په واسطه پارول شوي یاست |
|
د هغو افغان اتباعو لپاره د مهاجرت ځانګړې ویزې (SIV) د پروسې په اړه د معلوماتو لپاره چې د متحده ایالتونو د حکومت یا د نړیوالو امنیتي مرستندویه ځواکونو/ایساف لخوا ګومارل شوي وي، د ګرین کارټ د هغه افغان وګړي لپاره چې د امریکا د دولت لخوا یا د دی دولت په استازیتوب ګمارل شوی وي ویب پاڼه وګورئ.
هغه غوښتنلیک ورکوونکي، ګټه اخیستونکي، یا د سوابقو وکیلان، چې G-28 فورمې، د وکیل یا باوري استازي په توګه د حاضریدو خبرتیا، ولري، او د افغان ځانګړو مهاجرینو لپاره د ځنډیدلي غوښتنلیک په اړه پوښتنې لري کولای شي د USCIS د اړیکو مرکز سره په 800-375-5283 (TTY 800-767-1833) شمیره، له دوشنبې تر جمعې، د سهار له 8 بجو د ماسخوتن تر 8 بجو پورې د Eastern پر وخت ، اړیکه ونیسي. که تاسو له متحده ایالتونو څخه بهر یاست، نو 212-620-3418 شمېرې ته زنګ ووهئ یا د خپلې قضیې حالت په انلاین ډول وګورئ.
د کام د ځنډیدلي غوښتنلیک یا د مهاجرت ویزې په اړه د پوښتنو لپاره، مهرباني وکړئ د بهرنیو چارو وزارت د هغو افغانانو لپاره د مهاجرینو ځانګړو ویزو ته مراجعه وکړئ چې د متحده ایالتونو د حکومت لخوا / په استازیتوب ګومارل شوي وي.
په متحده ایالتونو کې اشخاص کولای شي د پناه غوښتنې غوښتنه وکړي پرته له دې چې د هیواد تابعیت یا د کډوالۍ اوسنی حالت یې په پام کې ونیول شي. که تاسو د نژاد، مذهب، ملیت، د یوې ځانګړې ټولنیزې ډلې د غړیتوب، یا سیاسي نظر له امله تعقیب شوي یاست یا د راتلونکي تعقیب څخه ویره لرئ، تاسو ممکن د پناه غوښتنې وړ یاست.
تاسو باید متحده ایالتونو ته ستاسو د وروستي رارسیدو نیټې څخه د 1 کال دننه د پناه غوښتنه وکړئ، مګر دا چې څرګند کړئ:
- بدل شوي شرایط چې په مادي توګه ستاسو د پناه غوښتنې وړتیا اغیزمنوي یا غیر معمولي شرایط چې په مستقیم ډول د دوسیې له ځنډ سره تړاو لري؛ او
- تاسو د دې شرایطو په پام کې نیولو سره په مناسب وخت کې خپله دوسیه ثبت کړې ده.
په عمومي ډول، د پناه غوښتنې غوښتنلیک تر ثبتولو مخکې، تر یوې مناسبې مودې پورې پارول ساتل د مقرراتو له مخې فوق العاده حالت ګڼل کېږي. د نورو معلوماتو لپاره، په یو کال کې د دوسیې ثبتولو ضرب الاجل درسي پلان (PDF, 545.34 KB) وګورئ. د پناه غوښتنې په اړه د نورو معلوماتو لپاره، په متحده ایالتونو کې د پناه اخیستلو ویب پاڼه وګورئ.
که ستاسو د پناه غوښتنې غوښتنلیک له USCIS سره پروت وي، تاسوکولای شئ د خپلې دوسیې حالت آنلاین وګورئ. تاسو به د رسید هغې شمیرې ته اړتیا ولرئ چې د غوښتنلیک له سپارلو وروسته موږ درکړې ده. د پناه غوښتنې د ځنډیدلو غوښتنلیکونو په اړه د پوښتنو لپاره، تاسو یا ستاسو د سوابقو وکیل باید د قضیې په اړه د قضایي صلاحیت لرونکي دفتر سره اړیکه ونیسي. د پناه غوښتنې دفتر په اړه د معلوماتو موندلو لپاره، د USCIS د خدمتونو او د دفتر موقعیت موندونکي ته مراجعه وکړئ.
موږ د ځینو افغان غوښتونکو لخوا ثبت شوي مثبت د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه ګړندي کوو. د حکومت د تمویل د تمدید او د بیړنیو مرستو رسولو تر قانون (PDF) لاندې، موږ د پناه غوښتنې هغو غوښتنلیکونو ته لومړیتوب ورکوو چې د ځینو مشخصو افغان اتباعو او ښاروندانو لخوا ثبت شوي، یا هغوی چې هیڅ تابعیت نه لري او په وروستیو وختونو کې په افغانستان کې اوسیدل، لکه څنګه چې د دې قانون په 2502 (a) برخه کې تعریف شوي (د نورو معلوماتو لپاره د عملیاتو متحدینو ته ښه راغلاست - د پناه غوښتنې غوښتنلیکونو ګړندۍ پروسه برخه وګورئ). د دې قانون تر 2502 (c) مادې لاندې، موږ به د پناه غوښتنې لپاره لومړنۍ مرکه په 45 ورځو کې دننه ترسره کړو او که چیرې کوم استثنایي شرایط موجود نه وي، موږ به د دوسیې له ثبتولو وروسته په 150 ورځو کې وروستۍ پرېکړه بشپړه کړو.
د هغو غیر اتباعو لپاره چې د حکومت د تمویل تمدید او د بیړنیو مرستو رسولو تر قانون (PDF) لاندې نه دي پوښل شوي، موږ به د پناه غوښتنې هغو مثبتو غوښتنلیکونو ته لومړیتوب ورکړو چې د عمومي مثبتې پناه غوښتنې مرکې مهالویش ویب پاڼې کې د ښودل شوو معیارونو سره سمون لري. د پناه غوښتنې دفتر رییسان ممکن د قضیې په اساس، د پناه غوښتنې مرکې لپاره بیړنۍ غوښتنه په پام کې ونیسي، چې هغه حالتونه هم په کې شامل دي چې ستاسو د کورنۍ نږدې غړی د ادعا شوي تعقیب په هیواد کې د زیان له خطر سره مخ وي. مهرباني وکړئ د مرکې د مهال ویش په اړه هر ډول بیړنۍ غوښتنې په لیکلي ډول د پناه غوښتنې دفتر ته چې ستاسو د قضیې په قضايي صلاحیت کې وي، وسپارئ. د پناه غوښتنې دفتر په اړه د معلوماتو موندلو لپاره، د USCIS د خدمتونو او د دفتر موقعیت موندونکي ته مراجعه وکړئ.
د عملیاتو متحدینو ته ښه راغلاست - د پناه غوښتنې غوښتنلیکونو لپاره ګړندۍ پروسه
که تاسو د I-589 فورمه، د پناه غوښتنې او د ایستلو د مخنیوي لپاره غوښتنلیک، ډک کړئ او تاسو په لاندې کټګورۍ کې یاست، تاسو باید لاندې لارښوونې تعقیب کړئ چې د حکومت تمویل تمدید او د بیړنیو مرستو رسولو قانون (PDF) د 2502 (c) برخې لاندې ستاسو د I-589 فورمې ګړندی پروسس ډاډمن کړي:
1 کټګوري
- تاسو د افغانستان ښاروند یاست یا یې تابعیت لرئ، یا تاسو هیڅ تابعیت نه لرئ او په وروستي وخت کې په افغانستان کې اوسیدئ؛
- تاسو د جولای د 30، 2021 او د 2022 کال د سپتمبر تر 30 پورې په متحده ایالتونو کې پارول شوي یاست؛ او
- ستاسو پارول نه دی لغوه شوی.
2 کټګوري
- تاسو د افغانستان ښاروند یاست یا یې تابعیت لرئ، یا تاسو هیڅ تابعیت نه لرئ او په وروستي وخت کې په افغانستان کې اوسیدئ؛
- تاسو د 2022 کال د سپتمبر له 30 نېټې وروسته متحده ایالتونو ته پارول شوي یاست؛ او
- تاسو د یو فرد زوج/زوجه یا ماشوم یاست چې پورته 1 کټګورۍ کې ذکر شوي، یا
- تاسو د یو فرد مور یا پلار یا قانوني سرپرست یاست چې پورته 1 کټګورۍ کې ذکر شوي او د 6 U.S.C. 279(g)(2) لاندې د یو بې سرپرسته ماشوم په توګه تعریف شوی وي; او
- ستاسو پارول نه دی لغوه شوی.
د ګړندي پروسس لپاره لارښوونې
کله چې تاسو خپله I-589 فورمه ډکه کړئ، مهرباني وکړئ لاندې اضافي ګامونه بشپړ کړئ:
- که تاسو د I-589 فورمه سپارئ، نو پر دوسیه باندې، په ویب پاڼه کې د I-589 فورمې، د پناه غوښتنې او د ایستلو د مخنیوي لپاره غوښتنلیک، د "چیرته ثبتولو" یا "ځانګړو لارښوونو" برخې کې د یادو شوو لارښوونو سره سمه پته ولیکئ؛
- د دوسیې پر پوښ باندې یو ځای کې "Attn: OAW" په نښه کړئ؛
- د I-589 فورمې په 1 پاڼه، A.I. برخه، پوښتنه 19c، خپل اوسنی حالت او وروسته د حالت په ساحه کې "(پارول)" ولیکئ. د بېلګې په توګه، که تاسو متحده ایالتونو ته د "OAR" حالت سره داخل شوي یاست، تاسو به د حالت په ساحه کې "OAR (Parole)" ولیکئ؛ او
- د I-589 فورمې 1 برخه، 19c پوښتنه، د نیټې په ساحه کې د ننوتلو وروستۍ نیټه شامل کړئ.
که تاسو خپله I-589 فورمه په سمه توګه ډکه کړئ او موږ تشخیص کړو چې تاسو د پورتنۍ کټګورۍ 1 یا 2 د وړتیا معیارونه پوره کوئ، نو موږ به ستاسو د I-589 فورمه د حکومت د تمویل تمدید او بېړنیو مرستو رسولو قانون (PDF) د 2502 (c) برخې لاندې د ګړندي پروسس کولو لپاره وسپارو.
تاسو ښايي د مهاجرت او تابعیت قانون تر 13 برخې لاندې د ګرین کارت ترلاسه کولو وړ یاست که چېرته:
- تاسو یو تابعیت نه لرونکی شخص یاست چې متحده ایالتونو ته د A-1، A-2، G-1، یا G-2 غیر کډوال په توګه داخل شوي یاست؛
- تاسو د خپل A-1، A-2، G-1، یا G-2 غیر کډوال حالت ساتلو کې پاتې راغلي یاست؛
- ستاسو دندې ډیپلوماتیکې یا نیمه ډیپلوماټیکې وې.
- تاسوکولای شئ وښایئ:
- هغه مجبوروونکي دلایل چې ولې تاسو نشئکولای هغه هیواد ته بیرته ستانه شئ چې داسې حکومت یې استازیتوب کوي چې تاسو یې د ډیپلومات په توګه پیژندلي واست؛ او
- دا چې ستاسو د حالت سمون به د متحده ایالتونو له ملي ګټو سره سم وي؛
- تاسو د ښه اخلاقي کرکټر خاوند یاست؛
- تاسو په متحده ایالتونو کې د قانوني دایمي استوګنې لپاره د منلو وړ یاست؛ او
- د یو قانوني دایمي اوسیدونکي په توګه ستاسو داخلیدل به د متحده ایالتونو د ملي هوساینې، خوندیتوب یا امنیت سره په ټکر کې نه وي.
د 13 برخې په اړه د نورو معلوماتو لپاره او د هغو افغان اتباعو، چې په ډیپلوماټیک حالت کې منل شوي، اړوند د ثبت کولو د ځانګړو لارښوونو لپاره، د 13 برخې ویب پاڼه وګورئ.
که تاسو په متحده ایالتونو کې د 30 ورځو څخه زیات اوسیږئ، تاسو باید په متحده ایالتونو کې د خپلې فزیکي پتې راپور ورکړئ. تاسوکولای شئ خپله پته آنلاین بدله کړئ او خپله پته په هر ډول ځنډیدلو غوښتنلیکونو او عریضو کې په ورته وخت کې د USCIS آنلاین پتې بدلولو سیسټم په کارولو سره تازه کړئ. تاسو باید متحده ایالتونو یا د دې هیواد سیمو ته له ننوتلو سره سم د 10 ورځو دننه د پتې د بدلون راپور ورکړئ.
ستاسو د پتې بدلولو پورتنۍ طریقه به د USCIS په دوسیه کې په ټولو ځنډیدلو غوښتنلیکونو، عریضو، یا غوښتنو کې ستاسو پته تازه کړي چې تاسو یې په فورمه کې د رسید شمیرې داخلوئ.
مهمه ده چې د پتې د بدلون غوښتنې پر مهال د USCIS سره د هرې ځنډیدلې دوسې لپاره د رسید شمیره داخله کړئ، چې موږ وکولی شو د دې دوسیو سره تړلې پته تازه کړو. موږ به محرم اسناد په دوسیه کې داخلې شوې پتې ته لیږو، نو ځکه مهمه ده چې د ټولو ځنډیدلو دوسیو لپاره د رسید شمیرې داخلې کړئ. تاسوکولای شئ د رسید شمیره د رسید خبرتیا (فورم I-797C) کې ومومئ کوم چې موږ ستاسو د غوښتنلیک یا عریضې له درج کولو وروسته صادره کړې ده. موږ د رسید خبرتیاوې په غوښتنلیک یا عریضه کې لیست شوي پتې ته لیږو.
که تاسو د پتې د بدلون غوښتنې په اړه کومه ستونزه یا پوښتنه لرئ، نو nbcafghancoa@uscis.dhs.gov ته یو برېښنالیک ولېږئ. یادونه: د دې بریښنالیک آدرس څخه یوازې هغه وخت کار واخلئ چې تاسو د 2021 کال د جولای په 30 یا له هغه وروسته د عملیاتو متحدینو ته ښه راغلاست پروګرام لاندې په افغانستان کې د بشري ناورین له امله متحده ایالتونو ته داخل شوي یاست، یا تاسو (یا د کورنۍ غړي مو) د متحده ایالتونو څخه بهر یو افغان یاست چې له USCIS سره مو غوښتنلیک یا عریضه ځنډیدلې پاتې ده.
د حقوقي خدمتونو د موندلو په اړه د معلوماتو لپاره، مهرباني وکړئ د حقوقي خدمتونو موندلو ویب پاڼې ته مراجعه وکړئ.
که تاسو له متحده ایالتونو څخه بهر یاست، تاسو یا ستاسو په استازیتوب یو څوک کولای شي د بیړني بشري یا د پام وړ عامه ګټو دلایلو پراساس متحده ایالتونو ته د پارول غوښتنه وکړي. هغه اشخاص چې د پارول صلاحیت ورکول شوی وي تر رسیدو وروسته د استخدام د جواز لپاره غوښتنه کولای شي د افغان اتباعو لپاره د پارول په اړه د معلوماتو لپاره، په انګلیسي، پښتو یا دري کې د USCIS د بشري پارول لپاره د غوښتنلیکونو په اړه د افغان اتباعو لپاره د USCIS معلومات وګورئ.
USCIS د ټولو ملیتونو لپاره د پارول ټولې غوښتنې ارزوي چې معلومه کړي چې ایا غوښتنه د بیړني یا وخت حساس دلیل په خاطر په ګړندۍ توګه پروسس کړي او یوازې د تابعیت پراساس د پارول غوښتنې نه ګړندۍ کوي. [د افغان اتباعو په استازیتوب د پارول غوښتنلیکونو لپاره، USCIS اوس مهال له افغانستان څخه بهر د افغان اتباعو لپاره د پارول غوښتنلیکونو ته لومړیتوب ورکوي نسبت هغو کسانو ته چې په افغانستان کې دي، ځکه چې هغه اشخاص چې د متحده ایالتونو سفارت یا کونسلګرۍ سره نږدې موقعیت کې دي، هلته د پارول ګټه اخیستونکو لپاره د پروسس بشپړولو امکانات موجود دي، مګر موږ په افغانستان کې د موجودوافرادو لپاره د پارول غوښتنلیکونو پروسې ته هم دوام ورکوو.]
د بشري پارول پاتې غوښتنو اړوند پوښتنو لپاره مهرباني وکړئ HumanitarianParole@uscis.dhs.gov ته بریښنالیک واستوئ.
مهاجر یو غیر ښاروند دی چې عموما د خپل هیواد څخه بهر وي او عدلي تعقیب یې تجربه کړې وي یا د نسل، مذهب، قومیت، د یوې ځانګړې ټولنیزې ډلې غړیتوب، یا سیاسي نظر له امله د راتلونکي تعقیب په اړه مدلـله ویره لري.
کډوال او پناه غوښتونکي باید د اړتیا په صورت کې د کوربه حکومتونو سره د ثبت کیدلو په شمول د هغه هیواد ټولې قانوني اړتیاوې پوره کړي چې دوی په کې موقعیت لري. پردې سربیره ، ټول هغه افغان کډوال او پناه غوښتونکي چې په دریمو هیوادونو کې میشت دي باید د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) نږدې دفتر سره ثبت شي. UNHCR نړیواله دنده لري چې مهاجرینو ته ساتنه او مرستې چمتو کړي او د اړتیا په صورت کې د خوندیتوب سند او نورې مرستې وړاندې کولای شي. د یو لږ شمیر خورا زیان منونکو اشخاصو لپاره، کیدای شي په دې کې د متحده ایالتونو د مهاجرینو د داخلې پروګرام (USRAP) یا د بل هیواد د بیا میشتیدنې پروګرام ته راجع کول هم شامل وي. UNHCR به د ثبت او راجستر کولو په وخت کې د دوی د زیان مننې د ارزونې پراساس د بیا میشتیدنې راجع کولو لپاره اشخاص په ګوته کوي.
USRAP ته د لاسرسي په اړه معلومات د بهرنیو چارو وزارت د مهاجرینو داخلې ویب پاڼې او د USCIS د مهاجرینو ویب پاڼې کې ومومئ.
د هغو افغان اتباعو لپاره چې د کډوالۍ بیا میشتیدنې په لټه کې دي، لاندې لومړیتوبونه د هغو افغان اتباعو لپاره موجود دي چې USRAP ته د لاسرسي په لټه کې دي:
لومړیتوب-1 انفرادي قضیې: دا قضیې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ، د متحده ایالتونو سفارت، یا یو ټاکل شوي غیر دولتي سازمان لخوا په ګوته کېږي او پروګرام ته راجع کیږي.
لومړیتوب-2 د ځانګړي بشري اندیښنو ګروپونه: د 2021 کال د اګست په 2، د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړو افغان اتباعو او د کورنۍ د وړ غړو لپاره د لومړيتوب 2 (P-2) نوی پروګرام اعلان کړ. د افغان اتباعو لپاره د P-2 پروګرام په اړه د ځانګړو معلوماتو لپاره، مهرباني وکړئ د کډوالو د پروسس مرکز SIV/Afghan P-2 ویب پاڼې ته مراجعه وکړئ.
لومړیتوب-3 د کورنۍ سره یو ځای کیدل: میرمنې/مېړونه، د 21 کلونو څخه کم عمر لرونکي ماشومان، یا د هغو کسانو والدین چې دمخه متحده ایالتونو ته د مهاجرینو یا پناه غوښتونکو په توګه منل شوي وي پدې کټګورۍ کې دي.
د کډوالو د ځنډیدلو دوسیو په اړه د پوښتنو لپاره مهرباني وکړئ د کډوالۍ په اړه په دې پته بریښنالیک واستوئ refugeeaffairsinquiries@uscis.dhs.gov
د متحده ایالتونو اتباع او قانوني دایمي اوسیدونکي ممکن د ځانګړو خپلوانو لپاره متحده ایالتونو ته د مهاجرت غوښتنه وکړي. د نورو معلوماتو لپاره، د ګرین کارت وړتیا کټګورۍ ویب پاڼه وګورئ.
پردې سربیره، که تاسو په تیرو 2 کلونو کې په متحده ایالتونو کې منل شوی اصلي کډوال یاست یا اصلي پناه غوښتونکی چې په تیرو 2 کلونو کې یې پناه اخیستې وي، تاسوکولایشئ د I-730 فورمه، د کډوالۍ/د پناه غوښتنې غوښتنلیک وکاروئ، چې پر شرایطو د برابرو د 21 کالو څخه کم عمر لرونکو ناواده شوو ماشومانو او/یا مېرمنې/مېړه لپاره د کډوالۍ ګټو سره یوځای کیدلو د تعقیب غوښتنه وکړئ. دا د "مشتق" مهاجر یا پناه غوښتونکي حیثیت ګڼل کیږي ځکه چې ستاسو ګټه اخیستونکی به خپل حیثیت له تاسو څخه ترلاسه کړي کله چې تاسو د مهاجر په توګه متحده ایالتونو ته داخل شئ یا د پناه غوښتنې سند ترلاسه کړئ. دا عریضه د ثبتولو لپاره 2 کلن ضرب الاجل لري، په هرصورت، په ځینو مواردو کې، USCIS> کیدای شي د بشري دلایلو له مخې د 2 کلونو د ثبتولو ضرب الاجل معاف کړي. د نورو معلوماتو لپاره، د I-730 فورمې ویب پاڼه وګورئ.
غوښتنلیک ورکوونکي او د د G-28 فورمې لرونکي د سوابقو وکیلان چې د کورنۍ پر بنسټ کډوالۍ لپاره د ځنډیدلو فورمونو I-130 یا I-730 فورمې غوښتنلیک په اړه پوښتنې لري کولای شي د USCIS د اړیکو مرکز سره په (800-375-5283 (TTY 800-767-1833) شمېره، له دوشنبې څخه تر جمعې، د سهار له 8 بجو څخه د ماسخوتن تر 8 بجو پورې د Easternپر وخت، اړیکه ونیسي. که تاسو د متحده ایالاتو څخه بهر یاست، 212-620-3418 ته زنګ ووهئ یا د خپلې دوسیې حالت آنلاین وګورئ.
USCIS د افغان ګټه اخیستونکو په استازیتوب د کورنیو پر بنسټ غوښتنلیکونه ګړندي کوي.
موږ تاسو هڅوو چې I-765 فورمې، د استخدام د جواز لپاره غوښتنلیک، په کارولو سره د ټولنیز خوندیتوب شمیرې (SSN) لپاره غوښتنه وکړئ، او د فورمې لارښوونې تعقیب کړئ. که تاسو د خپلې I-765 فورمې په 2 برخه (ماده 13a-17.b) کې د SSN غوښتنه وکړئ، او ستاسو غوښتنلیک تائید شي، USCIS به دا معلومات په بریښنایی ډول د ټولنیز خوندیتوب ادارې (SSA) ته ولیږدوي، او SSA به تاسو ته SSN وټاکي او د ټولنیز خوندیتوب کارت به درکړي. SSA به ستاسو د ټولنیز خوندیتوب کارت مستقیماً هغې پتې ته واستوي چې تاسو یې په I-765 فورمه کې وړاندې کوئ. که تاسو د متحده ایالتونو په استقبالیه مرکز یا خوندي ځای کې I-765 فورمه ډکه کړې وي، تاسو ښايي په واشنګټن ډي سي کې "د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM)" د خپلې پتې په توګه ثبت کړی وي. IOM> د EADs او ټولنیز خوندیتوب کارتونو د لېږلو لپاره ګامونه پورته کوي.
که تاسو په خپله I-765 فورمه کې د SSN غوښتنه نه کوئ، یا تاسو د متحده ایالتونو په دولتي استقبالیه مرکز یا خوندي ځای کې د I-765 فورمه ډکه کړې نه وي، تاسوکولای شئ د SSA ټولنیز خوندیتوب شمیرې او کارت ویب پاڼې کې وړاندې شوو لارښوونو په کارولو سره د USCIS څخه د خپل EAD ترلاسه کولو وروسته د SSN لپاره غوښتنه وکړئ.
له یو څه زیات ودونه یا د زوجونو تعدد هغه مذهبي عمل یا تاریخي دود دی چې کله په یو وخت کې یو سړی له 1 څخه ډیرې میرمنې ولري. د افغانستان د قوانینو له مخې څو ښځې لرل قانوني دي، خو د امریکا په ټولو ایالتونو کې غیر قانوني دي. د متحده ایالتونو قانون کې د زوجونو تعدد غیر قانوني دی. افراد باید په متحده ایالتونو کې د زوجونو تعدد ته دوام ور نه کړي.
په عمومي ډول، موږ د کډوالۍ موخو لپاره د زوجونو د تعدد په حالت کې یوازې لومړی واده په پام کې نیسو چې اعتبار لري. که تاسو د زوجونو تعدد ته ادامه ورکړئ چې متحده ایالتونو ته تر رسیدو مخکې مو لرل یا په متحده ایالتونو کې نوي ودونه پیل کړئ، موږ ممکن ستاسو د کډوالۍ غوښتنلیک یا عریضه رد کړو.
که تاسو د زوجونو د تعدد او د متحده ایالتونو د مهاجرت قانون په اړه پوښتنې لرئ، د خپلې ځایي بیا میشتیدنې ادارې سره اړیکه ونیسئ. که تاسو د قانوني خدمتونو موندلو ته اړتیا لرئ، مهرباني وکړئ د حقوقي خدمتونو موندلو ویب پاڼې ته لاړ شئ.
په عمومي توګه، یو بې سرپرسته ماشوم د 18 کلونو څخه کم عمر لرونکی شخص دی چې په متحده ایالتونو کې د کډوالۍ قانوني حالت نلري او په متحده ایالتونو کې مور او پلار یا قانوني سرپرست نلري چې پاملرنه او فزیکي حضانت ورته وړاندې کړي.
د داسې ماشومانو د ملاتړ لپاره د شته پروګرامونو او/یا خدمتونو په اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره، د امریکا د روغتیا او بشري خدمتونو وزارت د کډوالو د بیا میشتیدنې دفتر (ORR) د بې سرپرسته ماشومانو او سپانسرانو لپاره د اړیکو شمېرې: 800-203-7001 ، information@ORRNCC.com ، سره اړیکه ونیسئ یا د بې سرپرسته ماشومانو (UC) پروګرام او د بې سرپرسته کډوالو د کوچنيانو پروګرام (URM) د ORR ویب پاڼو څخه لیدنه وکړئ.
د ناوړه ګټې اخیستنې ډیری ډولونه شتون لري، چې کورنی تاوتریخوالی، جبري ودونه او انساني قاچاق په کې شاملیدلی شي. په متحده ایالتونو کې، داسې قوانین شتون لري چې کولای شي تاسو سره د ناوړه وضعیت یا جبري واده څخه مخنیوي یا تیښتې کې مرسته وکړي.
- کورنی تاوتریخوالی په اړیکو کې د چلند یوه بیلګه ده چې د ځواک ترلاسه کولو یا ساتلو لپاره کارول کیږي او په نږدې ملګري، مور او پلار یا ماشوم باندې د کنټرول لرلو لپاره کارول کېږي. په کورنۍ ناوړه ګټه اخیستنه کې کیدای شي فزیکي، جنسي، احساساتي، مالي، یا رواني ناوړه ګټه اخیستنه یا ګواښونه شامل وي.
- اجباري واده هغه واده ته ویل کیږي چې په هغه کې د جبر، درغلۍ یا ګواښ یو یا تر یو زیات عنصر شامل وي او د یوه یا دواړو کسانو له رضایت پرته ترسره کیږي. رضایت پدې معنی دی چې تاسو د خپلې ټاکل شوې میرمنې سره د واده کولو او د واده وخت سره خپله بشپړه، ازاده او باخبره موافقه کړې ده. اجباري واده ممکن هغه وخت رامنځ ته شي کله چې د کورنۍ غړي یا نور خلک له فزیکي یا احساساتي ناوړه ګټه اخیستنې، ګواښونو یا فریب څخه کار واخلي چې تاسو مجبور کړي چې ستاسو له رضایت پرته واده وکړئ. د اجباري ودونو په اړه د نورو معلوماتو لپاره، مهرباني وکړئ د اجباري واده ویب پاڼې ته مراجعه وکړئ.
- په انساني قاچاق کې د سوداګریز جنسي عمل یا جبري کار کولو لپاره د یو چا څخه ناوړه ګټه پورته کول شامل دي. په عمومي توګه، باید په دې استثمار کې زور، درغلي، یا جبر شامل وي چې د انسان قاچاق وګڼل شي. په هرصورت، که چیرې یو څوک د 18 کلونو څخه کم عمره شخص سوداګریز جنسي عمل ترسره کولو ته وهڅوي، دا د انسان قاچاق ګڼل کیږي حتی که چیرې هیڅ زور، درغلۍ یا جبر په کې موجود نه وي.
که چېرته تاسو اجباري ودونه، کورنی تاوتریخوالی، انساني قاچاق، یا نوره ناوړه ګټه اخیستنه تجربه کړې وي، مهرباني وکړئ له لاندې سرچینو سره اړیکه ونیسئ ترڅو په خپله ژبه کې وړیا مرسته ترلاسه کړئ:
- د کورني تاوتریخوالی ملي هاټلاین: 800-799-7233, 800-787-3224 (TTY), www.ndvh.org
- د جنسي تیري، ناوړه ګټې اخیستنې او زور زیاتي ملي شبکه (RAINN): 800-656-4673، www.rainn.org
- د ورکو شوو او استثمار شوو ماشومانو ملي مرکز: 800-843-5678 www.missingkids.com
- د جرم د قربانیانو ملي مرکز: 800-394-2255, 800-211-7996 (TTY)، https://victimsofcrime.org
- د انساني قاچاق ملي هاټلاین: 888-373-7888 ، متن: 233733
تاسو د یوه افغان وګړي په توګه چې د پارول یا موقت هستوګن لرونکي یاست او امریکې ته د ننوتلو په وخت کې مو خپله د پارول معلوماتي ورقه د سرحدي پولیسو له چارواکو او یا د امریکا د یوه سفارت له قونسلي دفترڅخه مخکې تر لاسه کړي وي، نو تاسو ته په کار ده چې طبي اړتیاوي هم پوره کړئ.
که تاسو متحده ایالاتو ته د ننوتلو د مخه دا طبي معاینات نه وي بشپړ کړي، او که تاسو په متحده ایالاتو کې دننه په دولتي استوګنځایونو یا نظامي اډو کې د پاتې کیدو پرمهال خپل طبي معاینات بشپړ کړئ نه وي، تاسو مکلف یاست چې اړین روغتیایي معاینات او واکسینونه په بل ځای کې بشپړ کړئ. تاسو کولی شئ د روغتیا وزارت معلوماتی لارښود لینک له لارې د ناروغیو کنټرول او مخنیوي مرکز (CDC) ویب پاڼې څخه د دولتي، محلي او سیمه ایزو روغتیا ریاستونو لړلیک او همدارنګه د واکسین کولو سایټونه، ومومئ.
وروسته له دې چې تاسو دغه ازموینې او واکسینونه بشپړکړه، تاسو ته په کارده چې د افغان پارولی د واکسین تایید لینک له لارې تصدیق شوي اسناد ته واستوئ او د متحده ایالتونو د تابعیت او مهاجرت دفتر یا USCIS د دغه لینک له لارې خبر کړئ.
که تاسو د افغانستان تبعه یاست او امریکا ته راوړل شوي یاست، لاندې جدول تاسو ته د اړینو روغتیايي معایناتو لیست برابر او تشریح کوي:
د افغان وګړو لپاره د مهاجرت طبي معایناتو اړتیاوې
که تاسو... | او همداراز... | نو باید.. |
---|---|---|
د پارول له لارې د متحدینو د ښه راغلاست پروګرام (OAW) لاندې امریکې ته ننوتي یاست او د داخلیدو څخه وروسته مو خپل طبي معاینات د خپل پارول د شرایطو سره سم په یو دولتي مرکز کې بشپړ کړي وي، |
ستاسو طبي معاینات په I-693 فورمه کې شامل شوي وي |
د خپلې اصلي I-693 فورمې یوه کاپي، چې تاسو په دولتې مرکز کې تر لاسه کړئ، په راتلونکي کې د کارولو لپاره وساتئ. په I-693 فورمه کې موجود معلومات به د جراح مسؤل ډاکټر له لاسلیک وروسته د دوه کلونو لپاره اعتبار ولري. که تاسو د خپل I-693 فورمې کاپي نه وي ترلاسه کړې، د خپل محل د روغتیا د چارو اړوند څانګې یا د متحده ایالتونو د تابعیت او کډوالۍ ادارې (USCIS) سره اړیکه ونیسئ او د معلوماتو لاسرسی د ازادۍ قانون یا د محرمیت قانون سره سم، دغهلینک له لارې د دغو معلوماتو غوښتنه وکړئ. |
ستاسو طبي معاینات په کی ثبت شوي وي |
د SF-600 فورمې کاپي چې تاسو ترلاسه کړې وساتئ. تاسو کولی شئ دا فورمه هغه ملکي جراح ته چې ستاسو فورمه ډکوي، وسپارئ ترڅو، که اړینه وي، هغه ته د نري رنځ (TB) واکسین او معاینات و ښیې. که تاسو د SF-600 فورمې یا د روغتیا ازموینې نور اسناد ترلاسه کړي نه وي، د خپل اړوند روغتیا څانګې سره اړیکه ونیسئ یا د 2870 د صحی معلوماتو د نشرولو رضایت پانه فورمې (PDF) کې ، د خپلې پیژند پاڼې او یا پاسپورت په ضمیمې سره، غوښتنه وکړئ. تاسو کولی شي خپل د DD Form 287 فورمه له ډکولو وروسته د dha.ncr.healthcare-ops.mbx.dod-oaw-health-records-request@mail.mil بریښنالیک او یا د لاندې پوستې پتې له لارې ولیږئ. Defense Health Agency5109 Leesburg Pike Skyline Six, Suite 504 Falls Church, VA 22041 |
|
د پارول له لارې د متحدینو د ښه راغلاست پروګرام (OAW) لاندې امریکې ته ننوتي راغلي یاست |
تاسو متحده ایالاتو ته له رسیدو دمخه، د خپل پیرول د شرط په توګه، او یا په یوه دولتي مرکز کې متحده ایالاتو ته له رسیدو وروسته، طبي اړتیاوې نه وي پوره کړي |
تاسو باید اړین واکسینونه او د TB هغه معاینات تر سره کړئ چې ستاسو د پیرول شرایطو کې لیست شوي. که تاسو د دې اړتیاو پوره کولو لپاره د طبي چمتو کونکي موندلو کې مرستې ته اړتیا لرئ، د روغتیا وزارت معلوماتی لارښود ویب پاڼې وګورئ. وروسته له دې چې تاسو خپل اړین طبی مهاجرتی معاینات پوره کړل، تاسو باید د د افغان پارولی د واکسین تایید ویب پاڼې له لارې خپل تاییده اسناد وسپارئ. |
تاسو د پیرول له لارې امریکا ته داخل شوي یاست او ستاسو د پیرول غوښتنه د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ یاUSCIS دفتر لخوا تصویب شوې او تاسو د سپینو زرو الوتنې ټکټ سره، چې د امریکې سفارت یا قونسلګرۍ لخوا صادر شوی وي، سفر کړی وي |
اسو متحده ایالاتو ته د رسیدو دمخه د ګمارل شوي ډاکټر له لارې ټولې طبي اړتیاوې نه وي بشپړې کړې |
تاسو باید ټول پاتې طبي اړتیاوې چې د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ دفتر په خبرتیا کې د پیرول شرایطو په اړه لیست شوي وي، چې ممکن اړین واکسینونه او د نري رنځ معاینات پکې شامل وي، متحده ایالاتو ته د رسیدو په 60 ورځو کې د ننه بشپړ کړئ. که تاسو د دې اړتیاو پوره کولو لپاره د طبي چمتو کونکي په موندلو کې مرستې ته اړتیا لرئ، د CDC او روغتیا وزارت معلوماتی لارښود ویب پاڼه وګورئ. وروسته له دې چې تاسو خپل اړین طبی مهاجرتی معاینات پوره کړل، تاسو باید د افغان پارولی د واکسین تایید ویب پاڼې له لارې خپل تاییده اسناد وسپارئ. |
(OAW) لاندې امریکې ته ننوتي یاست او د داخلیدو څخه مخکې مو خپل مهاجرتې طبي معاینات بشپړ کړي وي |
تاسو د دایمي استوګنې لپاره غوښتنه کړې، مګر ستاسو د کډوالۍ طبي معایناتو اسناد او شواهد شتون نلري، یا د دایمي استوګنې د مرکې له مخې، ستاسو د روغتیا حالت متحده ایالاتو ته له ننوتلو وروسته د الف په درجه کې راغلې. |
کله چې تاسو د دایمې هستوګن غوښتنه وکړئ تاسو اړتیا نلرئ د مهاجرت طبي معاینه تکرار کړئ یا د I-693 فورمه وسپارئ. د لاډیرو معلوماتو لپاره د USCIS پالیسي لارښود، ۸ برخه، ب برخه، ۳ څپرکی وګورئ. |
په متحده ایالاتو کې د مشروط دایمي اوسیدونکي په توګه د CBP سټمپ سره داخل شوي چې تاسو یې د CQ1، CQ2، یا CQ3 د منلو څانګې (COA) په توګه منليیيې | باوري یاست چې تاسو مخکې د مهاجرت طبي معاینه، یا د متحده ایالاتو څخه بهر د پینل ډاکټر سره (لکه څنګه چې په DS فورمو کې مستند شو) اویا په متحده ایالاتو کې >په یوه حکومتي مرکز کې (لکه څنګه چې په I-693 فورمه کې مستند شوی) بشپړه کړې ده | د خپل مهاجرت طبي معایناتو ثبوت وسپارئ. دمتحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ دفترد تماس مرکز ته له دوشنبې څخه تر جمعې د سهار له ۸ بجو څخه د ماښام تر ۸ بجو پورې،ختیځ وخت، په 800-375-5283 (TTY 800-767-1833) شمیره زنګ ووهئڅو په هغه سیمه ایز ساحوي دفتر کې د شخصي لیدنې غوښتنه وکړئ چې ستاسو د استوګنې ځای د ساحې صلاحیت ولري. |
تاسو د مهاجرت طبې معاینات نه وي بشپړ کړي |
تاسو باید د مشروط دایمي اوسیدونکي په توګه د داخلیدو په 30 ورځو کې دننه د کډوالۍ طبي معاینه (په Form I-693 فورمه کې مستند شوې) بشپړه کړئ. د> متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ دفترلخوا ټاکل شوی ملکي جراح باید معاینه ترسره کړي. تاسو ته نږدې د ملکي جراح موندلو لپاره، زموږ د ډاکټر موندلو ویب پاڼه وګورئ. | |
د قانونې دایمې هستوګن (LPR) په توکه په امریکې کې قبول شوی |
د رسیدو څخه د مخه مو خپل د مهاجرت طبې معاینات د متحده ایالاتو څخه د باندي بشپړ کړي |
تاسو لا دمخه د قانوني دایمي اوسیدونکي دریځ ترلاسه کولو لپاره طبي اړتیاوې بشپړې کړې. د CDC لارښوونو تعقیب ته دوام ورکړئ. که تاسو ته ویل شوي وي چې تاسو باید اضافي درملنه ترلاسه کړئ، د خپلې روغتیا څانګې سره په اړیکه کې شئ. |
- د (PDF, 211.48 KB)افغان پاروليز لپاره د معلوماتو پاڼه چې له خوندي ځایونو څخه ځي - انګلیسي (PDF, 211.48 KB) (PDF, 124.64 KB)
- د افغان پاروليز لپاره د معلوماتو پاڼه چې له خوندي ځایونو څخه ځي - دري (PDF, 210.09 KB) (PDF, 282 KB)
- د افغان پاروليز لپاره د معلوماتو پاڼه چې له خوندي ځایونو څخه ځي - پښتو (PDF, 200 KB)
تازه نسخې به ژر نشر شي
تازه نسخې به ژر نشر شي
که چېرې په امريکا متحده ايالتونو کې د مشروط اقامت (parolee) لرونکی افغان تبعه ياست، پام مو وي چې ښايي ځينې کسان درڅخه شخصي معلومات وغواړي. زمونږ د « افغان اتباعو لهپاره معلومات» انټرنيټي پاڼه کې د هغو چارو په باره کې معلومات شته چې د يو مشروط اقامت (parolee) لرونکي کس په توګه يې بايد ترسره کړئ. کله چې يو برښناليک پرانېزئ او ګورئ، نو تل بايد لاندې ټکي په ياد ولرئ:
- د امريکا متحده ايالتونو د اتباعو او کډوالۍ خدماتو دفتر (USCIS) عموماً د کډوالۍ ځانګړې ویزو، د کډوالۍ ويزو، غيرکډوالۍ ويزو او د کډوالۍ د نورو آسانتياوو برخه کې ستاسو د معلوماتو لهپاره کوم برښناليک نه در استوئ.
- د متحده ايالتونو دولت د برښناليک پته عموماً په (.gov) سره پای ته رسېږي.
- که چېرې د نه خونديتوب له امله مو خپله فزيکي پته نه وي درج کړې، په دغه حالت کې ښايي د امريکا متحده ايالتونو د کډوالو او اتباعو د خدماتو دفتر انټرنيټي پاڼې uscis.gov څخه برښناليکونه ترلاسه کړئ. په مهربانۍ سره د لېږدونکي کس معلومات چک او وپلټئ چې دغه برښناليک په(.gov) سره پای موموي کنه.
- د امريکا متحده ايالتونو د اتباعو او کډوالۍ خدماتو دفتر (USCIS) هيڅکله هم له تاسو نه غواړي چې يو کس ته پيسې واستوئ او يا مو لګښتونو له بل آدرس څخه ورکړئ. له هغه حساب پرته مو چې د امريکا متحده ايالتونو د اتباعو او کډوالۍ خدماتو دفتر انټرنيټي پاڼه myUSCIS کې يې لرئ، د ټيلفون او يا بریښنالیک له لارې د لګښتونو ورکړو په اړه د معمولي جعلکاريو دغه انټرنيټي پاڼه مطالعه کړئ.
- خپل ځان د هغه جعلکارانو څخه وساتئ چې ستاسو شخصي معلومات لټوي (PDF, 184.42 KB)
- USCIS ته د بشردوستانه پارول د غوښتنې په اړه د افغانانو لپاره معلومات
- د هغه افغان لپاره ګرین کارت چې د متحده ایالتونو د حکومت لخوا یا یې په استازیتوب استخدام شوی
- د کډوالو په اړه معلومات
-
متحده ايالتونو کې د افغان تبعه په توګه د پناهاخېستې غوښتنليک (PDF, 271.38 KB)
-
قانوني مسيرونه متحده ايالتونو کې ميشتو په شرايطو برابر افغان اتباعو لپاره د کډوالۍ (PDF, 228.22 KB)
- د پناه غوښتنې معلومات
- د DHS د عملیاتو متحدینو ته ښه راغلاست
- د HHS افغان مرستندویه سرچینې
- حقیقي پیژندنه اړوند مکررې پوښتل شوي پوښتنې
- متحده ايالتونو کی د افغان اتباعو په توګه د پناه اخېستنې غوښتنليک پروسه متحده ايالتونو کی د افغان اتباعو په توګه د پناه اخېستنې غوښتنليک پروسه (PDF, 195.14 KB)
- په متحده ایالاتو کې میشت پارول لرونکو افغان اتباعو په اړه معلوماتی پاڼه (PDF, 313.87 KB)
- AR-11 د لاسرسي الوتونکی (PDF, 201.2 KB)
- متحده ايالتونو کی د افغان اتباعو په توګه د پناه اخېستنې غوښتنليک پروسه (PDF, 271.38 KB)
- امریکا متحده ایاالتو کې د افغانانو لپاره د ګومارنې معلومات (PDF)