Skip to main content
U.S. flag
An official website of the United States government    Here's how you know
Español
Multilingual Resources
Official Government Website

Official websites use .gov
A .gov website belongs to an official government organization in the United States.

Secure Website

Secure .gov websites use HTTPS
A lock ( A locked padlock ) or https:// means you've safely connected to the .gov website. Share sensitive information only on official, secure websites.

U.S. Department of Homeland Security Seal, U.S. Citizenship and Immigration Services
 
Sign In  
Access USCIS online services.
  • Sign In
  • Create Account
Sign In
Create Account
  • Topics

    • Family

      • Family of Green Card Holders (Permanent Residents)
      • Family of Refugees and Asylees
      • Family of U.S. Citizens
    • Adoption

      • Before You Start
      • Immigration through Adoption
    • Military

      • Citizenship for Military Family Members
      • Naturalization Through Military Service
    • Humanitarian

      • Humanitarian Parole
      • Refugees and Asylum
      • Temporary Protected Status
    • Visit the U.S.

      • Change My Nonimmigrant Status
      • Extend Your Stay
    • Working in the United States

      • Permanent Workers
      • Temporary (Nonimmigrant) Workers
    • Avoid Scams

      • Common Scams
      • Find Legal Services
      • Report Immigration Scams
    • Careers at USCIS

      • Career Opportunities
      • Special Hiring Programs
  • Forms

    • Most Accessed Forms

      • I-485, Application to Register Permanent Residence or Adjust Status
      • I-765, Application for Employment Authorization
      • I-90, Application to Replace Permanent Resident Card (Green Card)
      • N-400, Application for Naturalization
    • All Forms

    • File Online

    • Family Based Forms

      • I-129F, Petition for Alien Fiancé(e)
      • I-130, Petition for Alien Relative
      • I-360, Petition for Amerasian, Widow(er), or Special Immigrant
      • I-600, Petition to Classify Orphan as an Immediate Relative
      • I-751, Petition to Remove Conditions on Residence
    • Employment Based Forms

      • I-9, Employment Eligibility Verification
      • I-129, Petition for a Nonimmigrant Worker
      • I-140, Immigrant Petition for Alien Workers
      • I-526, Immigrant Petition by Standalone Investor
      • I-539, Application to Extend/Change Nonimmigrant Status
    • Humanitarian Based Forms

      • I-134A, Online Request to be a Supporter and Declaration of Financial Support
      • I-589, Application for Asylum and for Withholding of Removal
      • I-730, Refugee/Asylee Relative Petition
      • I-821, Application for Temporary Protected Status
  • Newsroom

    • All News

      • Alerts
      • Fact Sheets
      • News Releases
    • Media Contacts

    • Multimedia Gallery

    • Social Media Directory

    • Speeches, Statements, Testimony

  • Citizenship

    • Learners

      • Apply for Citizenship
      • Learn About Citizenship
      • Naturalization Test and Study Resources
    • Educators

      • Educational Products for Educators
      • Resources for Educational Programs
      • Teacher Training Sessions
    • Organizations

      • Outreach Tools
      • Civic Integration
      • Interagency Strategy for Promoting Naturalization
      • Naturalization-Related Data and Statistics
    • Grants

      • Learn About the Citizenship and Integration Grant Program
      • Success Stories from Grant Recipients
  • Green Card

    • Green Card Processes and Procedures

      • Adjustment of Status
      • After We Grant Your Green Card
      • Employment Authorization Document
      • Visa Availability and Priority Dates
    • Green Card Eligibility Categories

    • How to Apply for a Green Card

    • Replace Your Green Card

    • While Your Green Card Application Is Pending with USCIS

  • Laws

    • Legislation

      • Immigration and Nationality Act
    • Class Action, Settlement Notices and Agreements

    • Unlawful Presence and Inadmissibility

    • Policy Manual

    • Regulations

    • Administrative Appeals

  • Tools

    • Self-Help Tools

      • Check Case Processing Times
      • Case Status Online
      • Change of Address
      • E-Request
      • Password Resets and Technical Support
    • Website Resources

      • Archive
      • A-Z Index
      • Website Policies
    • Additional Resources

      • Explore my Options
      • Immigration and Citizenship Data
      • Multilingual Resource Center
      • USCIS Tools and Resources
  • Contact us
  • Multilingual Resources
Main navigation
Skip to main content
  • Humanitarian
    • Abused Spouses, Children and Parents
      • Questions and Answers
    • Processes for Cubans, Haitians, Nicaraguans, and Venezuelans
      • Frequently Asked Questions About the Processes for Cubans, Haitians, Nicaraguans, and Venezuelans
    • Consideration of Deferred Action for Childhood Arrivals (DACA)
      • DACA Litigation Information and Frequently Asked Questions
      • Filing Tips for Deferred Action for Childhood Arrivals
      • Frequently Asked Questions
    • Deferred Enforced Departure
      • DED Covered Country - Liberia
      • DED Covered Country – Certain Hong Kong Residents
      • DED Covered Country – Venezuela
    • Information for Afghan Nationals
      • Re-Parole Process for Certain Afghans
        • A Quick Guide to Support The Afghan Workforce
        • Afghan Re-Parole FAQs
    • Uniting for Ukraine
      • Frequently Asked Questions About Uniting for Ukraine
    • Employment Resources for Parolees in the United States
    • Humanitarian Parole
      • Information for Afghan Nationals on Requests to USCIS for Humanitarian Parole
        • Frequently Asked Questions About Urgent Humanitarian and Significant Public Benefit Parole for Afghans
      • Parole Processing
      • Family Reunification Parole Processes
        • Frequently Asked Questions About the Family Reunification Parole Processes
      • Haitian Family Reunification
      • Filipino World War II Veterans Parole Program
      • Cuban Medical Professional Parole (CMPP) Program
      • Cuban Family Reunification
    • Refugees and Asylum
      • Refugees
        • Refugee Eligibility Determination
        • Refugee Adjudications: Policy and Procedures
        • Refugee Processing and Security Screening
      • Asylum
        • Affirmative Asylum Frequently Asked Questions
        • Affirmative Asylum Interview Scheduling
        • Asylum Merits Interview with USCIS: Processing After a Positive Credible Fear Determination
        • Establishing Good Cause or Exceptional Circumstances for Rescheduling Affirmative Asylum Interviews
        • The 180-Day Asylum EAD Clock Notice
        • FACT SHEET: Implementation of the Credible Fear and Asylum Processing Interim Final Rule
        • Types of Affirmative Asylum Decisions
        • The Affirmative Asylum Process
        • Preparing for Your Affirmative Asylum Interview
        • Obtaining Asylum in the United States
    • Statelessness
    • Temporary Protected Status
      • Afghanistan
      • Burma (Myanmar)
      • Cameroon
      • El Salvador
      • Ethiopia
      • Haiti
      • Honduras
      • Nepal
      • Nicaragua
      • Syria
      • Somalia
      • Sudan
      • South Sudan
      • Ukraine
      • Venezuela
      • Yemen
    • Victims of Human Trafficking and Other Crimes
      • Victims of Criminal Activity: U Nonimmigrant Status
      • Victims of Human Trafficking: T Nonimmigrant Status
      • Resources for Victims of Human Trafficking and Other Crimes
    • Female Genital Mutilation or Cutting (FGM/C)
    • Forced Marriage
Breadcrumb
  1. Home
  2. Humanitarian
  3. Information for Afghan Nationals
  4. Afghan Operation Allies Welcome (OAW) Parolee Asylum-Related Frequently Asked Questions - (Pashto)

لنډمهاله اقامه لرونکو (پیرولی) افغانانو د متحدینو د هرکلي عملیات (OAW) د پناه غوښتنې اړوند په مکرر ډول پوښتل شوي پوښتنې

English

زه د افغان عملیاتو متحدینو د هرکلي پروګرام (OAW) مشروطه اقامه درلودونکی یم. ایا زه باید د پناه لپاره غوښتنه وکړم؟

د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدماتو اداره(USCIS) تاسو ته ستاسو د کډوالۍ د حیثیت په اړه حقوقي مشوره نه شي درکولی. د حقوقي خدماتو موندلو په اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره، مهرباني وکړئ د د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدماتو ادارې(USCIS)وېبپاڼه uscis.gov/avoid-scams/find-legal-servicesووینئ>

که زه وغواړم چې د پناه لپاره غوښتنه وکړم، څه ډول یې وکړم؟

پناه لپاره د غوښتنې په موخه، تاسو بایدI-589 فورمه د پناه او د اخراج د ځنډولو لپاره غوښتنلیک ، بشپړ کړئ او لارښوونې په ډېر پام سره تعقیب کړئ. تاسو کولای شئ چې د فورمه دلته په انلاین بڼه https://www.uscis.gov/i-589> ومومئ. په دغه پاڼه کې یوه ”خبرتیا“ هم شتون لري چې عنوان یې په دې ډول دی: ”مشخصو افغانانو لپاره د پناه چټکه پرېکړه“ چېرې چې تاسو لا ډېرې ځانګړې لارښوونې ترلاسه کولای  شئ.

که چېرې تاسو له لاندې یادو شوو کټګوریو څخه په یوه کې وشمېرل شئ، تاسو باید د حکومتي مالي ملاتړ د غځولو او د اضطراري مرستې رسولو قانون (PDF) (Extending Government Funding and Delivering Emergency Assistance Act (PDF))  تر 2502(c) مادې لاندې د خپلې I-589فورمې د چټک پروسس باوري کولو لپاره لارښوونې تعقیب کړئ.

لومړۍ کټګوري

  •  
    • تاسو د افغانستان تبعه یاست یا تاسو تابعیت نه لرئ خو وروستی استوګنځای مو افغانستان وو.
    • تاسو ته په متحده ایالاتو کې د 2021 کال د جولای د 30 مې او د 2022 کال د سپتمبر د 30 مې نېټې تر منځ مشروطه اقامه درکړل شوې وې؛ او
    • ستاسو مشروطه اقامه ختمه شوې نه وي.

دویمه کټګوري

  •  
    • تاسو د افغانستان تبعه یاست یا تاسو تابعیت نه لرئ خو وروستی استوګنځای مو افغانستان وو.
    • تاسو ته په متحده ایالاتو کې د 2022 کال د سپتمبر تر 30 مې نېټې وروسته مشروطه اقامه درکړل شوې وې؛ او
      • تاسو د داسې یوه فرد ښځه/ مېړه یا ماشوم یاست چې د لومړۍ کټګورۍ شرایط پوره کوي، یا
      • تاسو د داسې یوه فرد والد/ والده یا ساتونکی یاست چې د لومړۍ کټګورۍ شرایط پوره کوي او تر 6 U.S.C. 279(g)(2) قانون لاندې د بې سرپرسته ماشوم په توګه منل کیږي؛ او
  • ستاسو مشروطه اقامه ختمه شوې نه وي

د دې باوري کولو لپاره چې د متحده ایالاتو د تابعیتاو کډوالۍ خدماتو اداره(USCIS) وپوهیږي، چې ستاسو د پناه غوښتنې پروسه باید چټکه شي، د I-589فورمې پړاوونه هم تکمیل کړئ:

  • که چېرې تاسو د I-589فورمه سپارئ، د I-589فورمې د پناه او د اخراجیا ځنډولو د غوښتنې لپاره وېبپاڼه کې د چیرته یی باید وسپارم“ یا ”ځانګړې لارښوونې“ برخه کې د یادو شوو لارښوونو مطابق پاکټ واستوئ.
  • د پاکټ پر مخ “Attn: OAW” ولیکئ؛
  • د I-589فورمې پر لومړۍ صفحه، A.I. برخه، 19c پوښتنه، خپل اوسنی وضعیت او ورپسې د وضعیت په برخه کې مشروطه اقامه “(Parole)” ولیکئ. د بېلګې په ډول، که چېرې تاسو متحده ایالاتو ته له “OAR”وضعیت سره داخل شوي یاست، تاسو به د وضعیت په برخه کې “OAR (Parole)” ولیکئ؛ او
  • د I-589فورمې پر لومړۍ صفحه، A.I. برخه، 19c پوښتنې، د نېټې په برخه کې، خپله د داخلېدلو تر ټولو تازه نېټه ولیکئ. 

که چېرې تاسو خپله I-589فورمه په مناسب ډول بشپړه کړئ او مونږ پرېکړه وکړو چې تاسو د پورتنیو لومړۍ او دویمې کټګورۍ لپاره د وړتوب معیار پوره کوئ، مونږ به د قانون (چې لاندې زیات تشرېح شوی دی) تر 2502(c) مادې لاندې د چټک پروسس لپاره ستاسو I-589فورمه وسپارو. 

پناه لپاره د غوښتنې فیس څومره دی؟

پناه لپاره غوښتنه هېڅ فیس نه لري.

ایا زه کولای  شم چې په خپله غوښتنلیک  کې خپله ښځه/ مېړه او ماشومان شامل کړم؟

تاسو کولای  شئ چې د خپلې پناه په غوښتنلیک کې خپله ښځه/ مېړه او ماشومان د متکي وګړو په توګه شامل کړئ البته که چېرې هغوي د غوښتنلیک سپارلو پر مهال په متحده ایالاتو کې موجود وي یا تر هغه مهاله موجود شي چې مونږ ستاسو د غوښتنلیک په اړه نهايي پرېکړه کوو. ماشومان باید تر 21 کلنۍ کم عمره وي او متاهل نه وي څو ستاسو په غوښتنلیک کې د متکي وګړو په توګه شامل شي. تاسو باید دغه متکي وګړي د خپلې پناه مرکې ته له ځان سره راولئ.

که چېرې زه د پناه لپاره غوښتنه وکړم، ایا زما امنیتي او د شالید پلټنې به ترسره شي؟

هو. د هر هغه فرد امنیتي او د شالید پلټنې/ معاینات به ترسره شي چې د پناه لپاره غوښتنه کوي. تاسو ښايي د دغو پلټنو/ معایناتو د پایلو پر بنسټ د پناه ترلاسه کولو مستحق و نه ګڼل شئ.

ایا د پناه لپاره په مرکه کې راسره څوک مرسته کولای  شي؟

تاسو ښايي د پناه لپاره مرکې ته خپل وکیل یا رسمی استازی درسره راولئ خو لګښت به یې د متحده ایالاتو د حکومت مسؤولیت نه وي.

که زه انګلیسي نه شم ویلای نو تاسو به زما سره څنګه مرکه کوئ؟

که تاسو په انګلیسي ژبه نه پوهېږئ و خبري نشئ کولئ، تاسو د مرکې لپاره کولی شئ یو ژباړونکی له ځان سره راولئ.

موږ د پناه غوښتنې د مرکې پر مهال ژباړونکی نه چمتو کوو، مګر دا چې تاسو کاڼه اوسئیا د اوریدلو ستونزه ولرئ. که تاسو کاڼه یاست یا د اوریدلو ستونزه لرئ او د مناسب ژباړونکي په موندلو کې مرستې ته اړتیا لرئ، د پناه غوښتنې مرکې دمخه د پناه غوښتنې دفتر سره، چې ستاسو د قضیې واک لري، اړیکه ونیسئ.

که تاسو په کافي اندازه انګلیسي نه پوهیږئ چې خپله مرکه په انګلیسي ژبه بشپړه کړئ، تاسو باید یو ژباړونکی له ځانه سره راولئ. ژباړونکی باید په انګلیسي او ستاسو په مورنۍ ژبه بشپړ آشنایي ولري او لږترلږه ۱۸ کاله عمر ولري.

لاندې خلک نشي کولی ستاسو د ژباړونکي په توګه په مرکه کې برخه واخلي:

  • ستاسو استازی یا وکیل؛
  • هغه شاهد چې ستاسو د مرکې پر مهال شهادت ورکوي؛ یا
  • ستاسو د هیواد استازی یا دولتي کارمند.

د ژباړونکو په اړه مقررات او معلومات دلته 8 CFR 208.9(g) موندلی شئ.

که تاسو د مرکې لپاره له ځان سره یو وړ ژباړونکې را نه ولئ او تاسو پخپله په انګلیسي خبرې ونشئ کړائ، موږ به مرکه لغوه کړو او په بله نیټه به یې تنظیم کړو. تاسو خپله به د دې ځنډ مسؤل یاست. که تاسو د I-765 فورمه – د استخدام جواز لپاره غوښتنلیک – ډکه کړې وي او ستاسو د پناه غوښتنې غوښتنلیک پروسس کولو کې د پام وړ ځنډ رامنځته شوی وي» چې تاسو یې مسؤل ووسئ، موږ به ستاسو I-765 فورمه رد کړو.

که څه هم موږ د مرکې لپاره ژباړونکي نه چمتو کوو، مګر موږ د قراردادي ژباړونکو څخه کار اخلو ترڅو د پناه غوښتنې په محلي دفترونو او نورو ځایونو کې د تلیفون له لارې د پناه غوښتنې مرکې وڅاري. په عموم کې، د قراردادي ژباړونکي رول ستاسو د ژباړونکي د ژباړې نظارت کولو پورې محدود دی. د قراردادي ژباړونکو څخه تمه کیږي چې د اړتیا په صورت کې مداخله وکړي که چیرې ستاسو ژباړونکي کافي، دقیق او بې طرفه ژباړنې وړاندې کولو کې پاتې راشي.

زما د پناه غوښتنې په مرکه کې به څه پېښ شي؟

تاسې به د پناه غوښتنې دفتر ته د یوې غیر مخالفې مرکې لپاره د پناه له یوه مامور سره راشئ ، چې نوموړی مامور به ستاسو هؤیت تصدیق او له تاسو د ژوند سوانح او د پناه غوښتنې لاملونه وپوښتي. تاسو چې په مرکه کې هر څه وایاست، محرم به وي. دا مهمه ده چې تاسو د پناه مامور ته خپلې تجربې تر ممکن بریده په تفصیلي ډول ووایاست څو هغوي پرېکړه وکړي چې ایا تاسو د یوه کډوال په توګه په شرایطو برابر یاست. مونږ به د پناه غوښتنې د مرکې پر ورځ ستاسو د غوښتنلیک په اړه پرېکړه و نه کړو.

ما اورېدلي دي چې زه باید متحده ایالاتو ته تر رسېدلو وروسته په یوه کال کې دننه د پناه لپاره غوښتنه وکړم، ایا دا واقعیت لري؟

هو، داسې قانون شته چې د پناه لپاره غوښتونکي اړ ګڼي چې متحده ایالاتو ته تر رسېدلو وروسته په یوه کال کې دننه د پناه لپاره غوښتنه وکړي، البته که چېرې هغوي داسې اسناد وښودلی شي چې د استثنا وړ یې ګرځوي. له استثناوو څخه یوه استثنا دا ده، چې غوښتونکی داسې فوق العاده حالات وښودلی شي چې د پناه غوښتنې له ځنډ سره مستقیم تړاو ولري او د نوموړو شرایطو له مخې په یوه مناسبه موده کې پناه لپاره غوښتنه وکړي.

په عمومي ډول، د پناه غوښتنې څخه مخکې تر یوې مناسبې مودې پورې اعتباري وضعیت ساتل یا مشروطه اقامه به یو فوق العاده حالت وګڼل شي. که چېرې تاسو ته په یوه کال کې دننه اعتباري وضعیت  یا مشروطه اقامه درکړل شوي وي او تاسو د دغه اعتباري حیثیت یا مشروطې اقامې د مودې د ختمېدلو دننه په یوه مناسب وخت کې پناه لپاره غوښتنه کړي وي، په عمومي ډول به دغه استثنا تاسو لپاره د تطبیق وړ وي. د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدماتو ادارې وېبپاڼه ”په متحده ایالاتو کې د پناه ترلاسه کول“ لا ډېر ځانګړي معلومات لري: https://www.uscis.gov/humanitarian/refugees-and-asylum/asylum/obtaining-asylum-in-the-united-states باوري کړئ چې ”د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدماتو ادارې سره د پناه مثبت پروسس“ ووینئ.

زه یو افغان مشروطه اقامه درلودونکی یم. که چېرې زه په متحده ایالاتو کې له یوه کال څخه تر زیاتې مودې راهیسې اوسېږم، آیا لا هم د پناه لپاره غوښتنه کولای شم؟

متحده ایالاتو ته تر داخلېدلو وروسته په یوه کال کې دننه د پناه غوښتنې کولو شرط، پر ټولو پناه غوښتونکو د تطبیق وړ دی. سره له دې، که چېرې افغان مشروطه اقامه درلودونکي په یوه کال کې دننه هم د پناه لپاره غوښتنه و نه کړي، ښايي د استثنا وړ وي.

د استثنا د وړتوب لپاره، تاسو باید لومړی هغه بدل شوي شرایط وښایاست، چې له مادي پلوه د پناه لپاره ستاسو وړتوب اغېزمنوي او یا داسې یو فوق العاده حالت، چې پناه لپاره ستاسو د غوښتننې په سپارلو کې له ځنډ سره تړاو ولري. متحده ایالاتو ته تر داخلېدلو وروسته د یوه کال په موده کې د مشروطې اقامې ساتل، د یوه فوق العاده حالت لپاره وړتوب رامنځته کولای شي.

د یوه بدل شوي یا فوق العاده حالت رامنځته کولو سربېره، تاسو باید وښایاست چې شرایطو ته په لیدو مو په مناسب وخت کې د پناه لپاره غوښتنه کړې ده. په داسې حال کې چې ستاسو د مشروطې اقامې موده لا هم اعتبار ولري او د پناه لپاره غوښتنلیک وسپارئ، تاسو ښايي په یوه کال کې دننه د غوښتنلیک سپارلو د فوق العاده شرایطو د استثنا لپاره وړ یاست. (ستاسو مشروطه اقامه به هغه مهال اعتبار و نه لري، چې له شرایطو یې سرغړونه وکړئ). که چېرې تاسو د مشروطې اقامې د مودې تر ختمېدلو وروسته غوښتنلیک وسپارئ، تاسو ښايي لا هم د غوښتنلیک سپارلو د یوه کال مودې د استثنا لپاره وړ اوسئ، البته په دې شرط چې د مشروطې اقامې تر ختمېدلو وروسته په مناسبه موده کې دننه خپل غوښتنلیک وسپارئ. د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدماتو ادارېUSCIS یو مامور به پرېکړه وکړي، چې ستاسو د پناه غوښتنې له مرکې څخه وروسته ځنډ مناسب دی که نه.

که چېرې زه د مشروطې اقامې د مودې تر ختمېدلو وروسته پناه لپاره غوښتنه وکړم، څه به پېښ شي؟

که چېرې تاسو د مشروطې اقامې د مودې تر ختمېدلو وروسته پناه لپاره غوښتنه وکړئ، مونږ به ستاسو غوښتنلیک قبول او د یوې مرکې لپاره به درته وخت وټاکو. په مرکه کې به پر دې لامل د بحث کولو تر څنګ، چې تاسو ولې د پناه لپاره غوښتنه کوئ، د پناه غوښتنې مامور به له تاسو څخه په دې اړه هم پوښتنې وکړي چې ولې مو مخکې د پناه لپاره غوښتنه کړې نه ده. د پناه غوښتنې مامور به ستاسو د ځوابونو پر بنسټ پرېکړه وکړي چې ایا تاسو یوه بدل شوي یا فوق العاده حالت لپاره وړ یاست او یا دا چې ایا پناه لپاره ستاسو د غوښتنلیک په سپارلو کې ځنډ شرایطو ته په لیدو معقول دی که نه.

که چېرې د پناه غوښتنې مامور پرېکړه وکړي چې تاسو یوه بدل شوي یا فوق العاده حالت کې وئ او د غوښتنلیک په سپارلو کې ځنډ مو معقول دی، تاسو به د غوښتنلیک سپارلو لپاره د یو کال مودې له شرط څخه مستثنی وګڼل شئ. تر هغه وروسته به د پناه غوښتنې مامور، پناه لپاره ستاسو د غوښتنې په اړه پرېکړه وکړي.

که چېرې د پناه غوښتنې مامور پرېکړه وکړي چې تاسو یوه بدل شوي یا فوق العاده حالت کې نه وئ او د غوښتنلیک په سپارلو کې ځنډ مو معقول نه دی، تاسو به د غوښتنلیک سپارلو لپاره د یو کال مودې له شرط څخه مستثنی او د پناه لپاره مستحق و نه ګڼل شئ. که په دغه وخت کې تاسو د کډوالۍ حیثیت یا په متحده ایالاتو کې د پاتې کېدلو اجازه ترلاسه کړې نه وي، مونږ به ستاسو د پناه غوښتنې قضیه د کډوالۍ یوه قاضي ته د غور لپاره راجع کړو.

زه کله باید د پناه لپاره غوښتنه وکړم؟

مونږ په دې اړوند کومه حقوقي مشوره نه شو درکولای، چې کله او ایا د پناه لپاره باید غوښتنه وکړئ. که چېرې تاسو باور لرئ، چې تاسو باید له متحده ایالاتو څخه د پناه په شکل خوندیتوب ترلاسه کړئ، له دغې پرېکړې څخه سمدستي وروسته باید د پناه لپاره غوښتنه وکړئ. په متحده ایالاتو کې د کډوالۍ حیثیت لپاره تر غوښتنې د مخه د مشروطې اقامې د مودې د ختمېدلو انتظار کومه ګټه نه لري.

که چېرې زه مؤقت خوندي شوی وضعیت (TPS)ولرم، ایا د پناه لپاره باید غوښتنه وکړم؟

تاسو ښايي د مؤقت خوندي شوي وضعیت درلودلو پر مهال د پناه لپاره غوښتنه وکړئ، خو مونږ یې په اړه مشوره نه شو درکولای ځکه چې مونږ حقوقي مشوره درته چمتو کولای نه شو. د حقوقي خدماتو چمتو کوونکي د موندلو په اړه معلوماتو لپاره”حقوقي خدمات پیدا کړئ“ برخې ته مراجعه وکړئ. په مهربانۍ سره یاد لرئ، چې مؤقت خوندي شوی وضعیت هم د مشروطې اقامې په څېر د لږې مودې لپاره دی.

که چېرې زه د کډوالۍ ځانګړې وېزه (SIV)ولرم، ایا د پناه لپاره باید غوښتنه وکړم؟

تاسو ښايي هغه مهال د پناه لپاره غوښتنه وکړئ، چې د کډوالۍ ځانګړې وېزه(SIV) ولرئ، خو مونږ یې په اړه مشوره نه شو درکولای ځکه چې مونږ حقوقي مشوره درته چمتو کولی نه شو. د حقوقي خدماتو چمتو کوونکي د موندلو په اړه معلوماتو لپاره”حقوقي خدمات پیدا کړئ“ برخې ته مراجعه وکړئ. د مشروطې اقامې یا د مؤقت خوندي شوي وضعیت (TPS) برعکس، د کډوالۍ د ځانګړې وېزې(SIV)درلودلو حیثیت او پناه د کډوالۍ دایمي حیثیت ترلاسه کولو ته لاره هواروي. سره له دې، د کډوالۍ د ځانګړې وېزې(SIV) او پناه درلودلو ګټې له یو بل سره توپير لري. په دې اړه تر پرېکړې کولو وړاندې، چې د کډوالۍ دایمي حیثیت ترلاسه کولو لپاره څه ډول پر مخ ولاړ شئ، تاسو یې باید په توپیرونو وپوهېږئ.

د پناه مامور به څه ډول پرېکړه وکړي چې ایا زه د پناه لپاره مستحق یم؟

د پناه مامور به هغه معلومات وارزوي چې تاسو په خپل غوښتنلیک یا د مرکې په اوږدو کې چمتو کړي وي او همدا راز هغه معلومات هم، چې ښايي هغوي سره موجود وي. نوموړی مامور به د دغو معلوماتو له مخکې پرېکړه وکړي چې:

  • ایا تاسو د یوه کډوال شرایط پوره کوئ، او
  • تاسو د پناه ورکولو څخه منع شوي نه یاست، او
  • تاسو د یوه امتیاز په توګه د پناه لپاره مستحق شوي یاست.
که چېرې د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدماتو اداره ما د پناه لپاره مستحق و نه ګڼي، څه به پېښ شي؟

که چېرې تاسو مستحق و نه ګڼل شئ، خو تاسو لا هم د وېزې وضعیت  یا مشروطه اقامه لرئ څو تاسو په متحده ایالاتو کې د پاتې کېدلو لپاره شرایط پوره کړي وي، د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدماتو اداره به ستاسو د پناه د غوښتنې د رد یوه خبرتیا درولېږي. په دغه خبرتیا کې به هغه لامل یا لاملونه تشرېح شوي وي چې له مخې یې تاسو نامستحق ګڼل شوي یاست. تاسو به د دغو لاملونو د رد/ انکار او د خپلې پناه غوښتنې د ملاتړ لپاره د اضافي شواهدو چمتو کولو لپاره فرصت ولرئ. که چېرې تاسو د کډوالۍ اعتباري وضعیت یا مشروطه اقامه و نه لرئ یا د پناه غوښتنې د دفتر د پرېکړې پر مهال په متحده ایالاتو کې د پاتې کیدو لپاره په شرایطو برابر نه یاست، تاسو به د اخراج په  وضعیت کې ځای پر ځای او د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدماتو اداره به ستاسو د پناه غوښتنلیک د کډوالۍ قاضي ته واستوي او هغه به ستاسو د پناه غوښتنلیک بیا وارزوي.

زه د خپلې قضیې وضعیت څه ډول معلوم کړم؟

تاسو کولای  شئ چې د خپلې پناه غوښتنې د وضعیت   تعقیبولو لپاره په انلاین بڼه د قضیې وضعیت (egov.uscis.gov/casestatus/landing.do) څخه ګټه واخلئ. تاسو به د رسید هغې شمېرې ته اړتیا ولرئ چې د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدماتو ادارې ستاسو د پناه د غوښتنلیک له سپارلو څخه وروسته دراستولی وي. که چېرې تاسو لا هم پوښتنې لرئ، زمونږ د پناه غوښتنې د دفتر موقعیت معلوموونکی (egov.uscis.gov/office-locator/#/asy) وکاروئ څو د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدماتو ادارې د پناه هغه دفتر ومومئ چې ستاسو د پناه مرکه یې ترسره کړي وي یا به یې ترسره کړي.

د پناه غوښتنې پروسه څومره وخت نیسي؟

مونږ د پناه پر هغو ځنډېدلو غوښتنلیکونو کار چټکوو چې د مشخصو افغان غوښتونکو له لورې سپارل شوي وي. مونږ به د دغو غوښتنلیک سپارونکو لپاره، په 45 ورځو کې دننه د پناه غوښتنې لپاره لومړنۍ مرکه ترسره کړو او که چېرې استثنايي حالتونه موجود نه وي، په 150 ورځو کې دننه به نهايي پرېکړه وکړو. د لا زیاتو معلوماتو لپاره، د افغانانو د معلوماتو لپاره د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدماتو ادارې د وېبپاڼې د پناه برخه ووینئ: (uscis.gov/humanitarian/information-for-afghan-nationals).

Last Reviewed/Updated:
10/19/2023
Was this page helpful?
0 / 2000
To protect your privacy, please do not include any personal information in your feedback. Review our Privacy Policy.
Return to top
  • Topics
  • Forms
  • Newsroom
  • Citizenship
  • Green Card
  • Laws
  • Tools
U.S. Department of Homeland Security Seal, U.S. Citizenship and Immigration Services
Facebook
Twitter
YouTube
Instagram
LinkedIn
Email
Contact USCIS
U.S. Department of Homeland Security Seal
Agency description

USCIS.gov

An official website of the U.S. Department of Homeland Security

Important links
  • About USCIS
  • Accessibility
  • Budget and Performance
  • DHS Components
  • Freedom of Information Act
  • No FEAR Act Data
  • Privacy and Legal Disclaimers
  • Site Map
  • Office of the Inspector General
  • The White House
  • USA.gov
Looking for U.S. government information and services?
Visit USA.gov